راپور: ثناءالله سليم
دکونړولايت پيچ دره ولسوالۍ ته دکونړ دوالي د سفر په ترڅ کې د دره پيچ ولسوالۍ دکچې روغتون کې ديو شمېرپرمختلليوطبي سامان الاتو چې (۱۶۰۰۰۰)ډالرو ارزښت یې لره، پرانيسته وشوه.
د دغه سامان الاتو په واسطه به د کونړد دوه ولسوالیو ترڅنګ د نورستان ولایت اوسیدونکو ته هم اسانتیاوې رامنځته شي.
دغه طبي سامان دسلواغې دمیاشتې په (۲)مه نېټه د کونړ والي،ددره پيچ ولسوال، دولايتي شورا غړيو، ډاکترانواو ځينې مشرانو په لاسونو د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
چې په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال الټراساونډ، ايکسرای ماشین، دانستېزۍ پرمختللی ماشين او نور بېلا بيل قيمتي او با ارزښته طبي وسایل پکې شامل و.
په ياده پرانېسته کې دروغتون سرطبيب راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ دروغتون په
په اړه شته ستونزې دوالي دعامې روغتیا ريس او اړوندو چارواکو سره شریکې کړې.
چې داړونده چارواکو له لورې یې دحل غوښتنه وشوه.
په جوړه شوې پرانېسته کې د کونړ والي، دعامې روغتيا ريس او دروغتون امیردWHOله مشر تابه مننه وکړه چې دطبي سامان الاتو په برخه کې يې له روغتون سره مرسته کړې وه.
ډاکترانو په طبي برخه کې د پرمختګونو دستاينې ترڅنګ له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل:
چې دروغتون په اړه نورو ستونزوته هم حل لاره پيداکړي، ځکه په طبي برخه کې شته پرمختګونه بسنه نه کوی. او څنګه چې لازمه ده روغتون ته پاملرنه نه ده شوې.
اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره ياد روغتون اوس هم په طبي برخه کي مهمي لاسته راوړني لري.
خو
ډاکترانودناروغيو زیاتېدو ته په اشارې سره وويل:
د نورو کلونو په پرتله دهوا ديخوالي له کبله دماشومانو او لویانو ناروغۍ زیاتې شوې زيات ناروغان په روغتون کې بسترکولو او خداماتو ته اړتيا لري او ډېر ناروغان بستریږي چې دډاکترانو لخوا ورته اساسي تداوي ترسره کيږي او تر روغيدو وروسته کورونو ته رخصتيږي.
ټول ناروغان دروغتون دپرسونل او خداماتو څخه راضي دي خو دځای له تنګوالي شکايت کوي.
دغه ستونزه ټول ولس او چارواکوته معلومه ده
دعامې روغتیا دريس په وينا که خلک ځمکه ورکړي نو په لنډ وخت کې به دولسوالۍ پرسطحه د اساسي روغتون دبنسټ ډبره کېښودل شي
دسيمې اوسېدونکو دخمکې دپيداکولو ژمنه کړې ،خو لاتراوسه د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي په دې نه دې توانېدلې چې دروغتون لپاره ځمکه پيدا کړې.
خدای مه کړه که د پيچ دره اوسېدونکي دروغتون لپاره دځمکې په پيداکولو کې بېغوري وکړي او ددغه روغتون لپاره منظور شوی تعمير دخپلمنځي اختلافاتو قرباني شي ،لازمي ده چې ددغه ولسونو د راتلونکو نسلونوصحي برخليک به دجدي او نه جبرانیدونکي کواښ سره مخامخ شي.
په ورته وخت کې د کونړ چاوراکي هم دغه ستونزه نه ردوي او په حل لاره کې یې د زیاتو فعالیتونو او تدابیرو خبره کوي.
د سیمې اوسېدونکو او ډاکترانو په غوښتنه دروغتون دستونزو دهواري لپاره زياتې پانګونې ته اړتيا ده ترڅو دروغتون پرمخ پرتې ستونزې لمنځه لاړې شي.