د پېښې او د بيان/ خبرې ترمنځ يې توپير وي.پېښه په طبيعت کې پېښېږي او خبره د دغې پېښې ژبني درک ته وايي.
انسان له طبيعته نه اخذ د حواسو له لارې کوي؛ خو درک او تول يې عقل په ژبه کوي.
نو ژبه د رغښتوالې، جوړښتپالې او د ژبپوهنې د نورو نويو څانګو له مخې د کايناتو درک ته وايي.
ځکه نو دوى ژبه خپلواک نظام بولي، چې ويناوال پکې د خپلې اړتيا او خواهش له مخې غوراوى کوي.
د دې تعريف له مخې کلمه د مدلول سيورى يا د بيان وسيله نه ده، چې وجود يې په مدلول پورې تړلى وي.
کلمې کله له خپل مدلول سره موازي/يوشان روانې وي، کله خو ان ترې مخکې شي. مطلب، د مدلول وجود په دال پورې تړلى وي.
په يوه ځاى کې به مو په محدود مهال کې يو شان پېښې ليدلې وي، چې غبرګونونه به يې يوشان نه وو. له دې نه ښکاري چې پېښه او د پېښې درک دوه بېل شيان دي او درک عموما د ژبې پر بنسټ کېږي.
يوه پېښه چې د ژبې په خم کې رنګ ذهن ته رسي، بيا هغه پېښه نه وي. بيا ترې بل شى جوړ شوى وي.
مطلب مې له واقعي فزيکي جهانه انکار نه دى؛ خو دا خبره هم دروغ نه ده، چې د انسان ذهن د حواسو او ژبې په کمره د بهر نړۍ تصويرونه اخلي او تصوير له اصل سره توپير لري.
يوه پېښه درته يو وخت يو شان ښکاري، بل وخت بل شان. داسې کسان پېژنم، چې په زلميتوب کې يې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخالفت کاوه؛ خو په پاخه عمر کې يې خپله لور زده کړو ته هڅوله.
يوه پېښه ښايي تا ته ډېره ستره وي، بل ته هغومره ارزښت ونه لري. په يوه کلي کې د شرم پر يوه پېښه يو کس مړي وکړي، بل پرې هېڅ باک هم رانه وړي.
په بېلابېلو رسنيو کې به مو د يوې پېښې بېلابېلو تعبيرونه ليدلي وي. د چا تعبير منفي وي، د چا مثبت، د چا څنګه د چا څنګه.
دا رښتيا دي، چې پېښو د برداشت جامې اغوستې وي او انسان د خپلو تمايلاتو له مخې واقعيتونه مسخه کوي؛ خو دا هم رښتيا دي، چې په دې طريقه موږ طبيعت د ځان تابع کوو او دا کار موږ له واقعيت سره د مخېدو، سم چلند او وړ غبرګون وخت راکوي.
که پېښه او د پېښې درک دوه بېل شيان وګڼو؛ ښايي واقعيت ته د ورسېدو هڅه وکړو او ځان له رسوايۍ بچ کړو او په دې پوه شو، چې زموږ ارزښتونه له واقعيت سره څومره سمون لري او هغه چې موږ يې غيرتونه بولو، رښتيا هم په غيرت کولو ارزي؟