تاند- پېښور ته نژدې د بډه بېرې پولیس وايي، په یوه چاودنه کې درې افغان کډوال ووژل شول.
د پولیسو په وینا تېره شپه ناوخته له لېري کنټرولېدونکی بم په یوه رکشا کې، چې درې افغانان پکې سپاره ول، وچاودېده.
د پولیسو یوه مامور یاسین خان وویل چې په چاودنه کې درې افغان کډوال ووژل شول او شپږ تنه سیمه ییز خلک ژوبل شول.
ټپیان د پېښور ښار لیډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.