د يوې پاکستانۍ مېرمنې (صفېيه حليم دډېرومعلوماتوله پاره)
_ له نن نه 2500کاله دمخه ان له هېرودوت نه وړاندې مايلتوس(نامتوجغرافېيه پوه 500م ز) او تاريخپوه هيکاتايوس دکاسپا پورس يا دونه کړې ده اودايې دګندهارايوموهم ښارګڼلی دی . خو
هېرودوتس کاسپا تورس په پا کتيوک کې ښېي…
ددې يا دوتا ريخپوها نواوجغرافيه پېژند ونکو ،خبرې په لږتوپير سمې دي،ځکه چې کا سپا پورس هم په ګندهاراکې دی اوهم په پا کتيوک کې. .
له هېرودت نه راواخله ترهيونتسانګ پورې يوشمېرڅېړونکي دا د نوم تېر وتنه ګڼي اوانګېري،چې دا نوم کا سپا پورس نه بلکې پا سکا پورس دی ،چې موخه ترې اوسنی پېښوردی اودتا ريخ دپلارهېرودتس په اند دپا کتيوک په هېوادکې پروت يونا متوښاروو.دا ډول تېروتنې وروسته هم شويدي،چې موږدالبېروني په ليکنوکې ګورو،چې پورشاپوريې دپوشا بورپه بڼه ليکلی دی……
_ دسا نسګرت پوروشا پورا پرته له شکه اوسنی پېښورګڼل کېږي اود هخا منشيانودټولواکمنۍ په مهال ټکسلادهند دنيمې وچې دهغوسيموپلاز وو،چې دهخامنشيانوپه ولکه کې وې .له پاسکا پوراس (پېښور)نه سربېره دپېوسلاوتيس(چارسدې)،دګندهارا،
_ دکوشا نيانو(50م ز)د واک په مهال دکا بل په بګرام کې ديوه نوي ښاربنسټ کېښودل شو،خودا يې داوړي پلا زمېنه وه ،بيا يې له دې سربېره د زمي په موسم کې پېښورته تک وراتګ کا وه اوپا روشاپورا(پېښور)يې خپل ژمنی پلاز وټا که..
دلرغون پوهانوپه اند يووخت د پېښورسيمه دپوشکا راواتا په نوم هم يا دېده …ځنې څېړونکي دغه خبره هم کوي،چې دپېښورسيمه د کينتولوپه نوم هم يا دېده اوهغه وګړي چې له کا بل نه ترټکسلا پورې کوموسيموکې مېشت ول دګندا ريسا نو په نا مه يا دېدل. .
دپېښورنوم په يوشمېرمتونوکې د ؛پرښا ور؛ په بڼه هم ترسترګو شوی دی ،هغه وخت چې جلال الدين خوا رزم شاه نيلاب په لورد اټک سهل لورته له ابا سين نه تېر شو،چنګېز بېرته پرښا ور(پېښور) ته را وګرځېد… .
داسلام دسپېڅلي دين له خپرېدووروسته کا بل شاهان لومړی پېښورته اوبيا دټکسلا له لارې پنجاب ته واووښتل اوله دې دمخه 290زکال دکشمير پا چا ګوپاله ورمن د سوات اوپېښور سيمې له کا بل نه بېلې کړې وې…دغزنويانوپه وخت کې هم لغمان، ننګرهاراوپېښورددوئ دواکمنئ برخه شوه . .
نا متوتا ريخپوه ؛بيلو؛په دې ټينګارکوي،لرغونې اراکوزياته دکندهارنوم دپېښورنه دګندهاريانوله ګډوالي سره يوځاې وړل شوی دی…نوموړي داهم غبرګه کړې ده، ما پخپلوسترګو(1872)کال دبودا دخيرات کاسه وليده،چې ديپتليانودتېري له کبله ګندا ريانوله ځان سره له پېښوره کندهارته وړې وه …اودسلطان ويس په زيارت کې پرته وه .
دبرېتانيا په دايرت المعارف کې هم دهغوافغانانوپه اړه،چې په پېښور کې استوکن وواوږدې خبرې شويدي،چې له چنګېزنه راواخله تربا برپورې دوې د پېښورپه زر ګونه افغانان وژلي دي….
دافغانستان په معاصرتاريخ کې،احمد شاه ابدالي دپښتونخوا له لارې ترهنده پورې ورسېد اويوه لويه ټولواکمنۍ يې جوړه کړه. …
دسدوزيانودواک اوځواک په مهال له تېمورشاه نيولې تررا وروسته پورې پېښوردافغاني شا هانوژمنۍ پلازمېنه وه . …
لومړی دتيمورشاه داولادې،وروسته دسدوزېيواومحمد زېيوچارواکواوپه پاې کې دبارکزېيودخپل مېنځي اخ وډب له کبله بهرنېيودښمنانوپه سرکې برتانوي هند،چې دپنجاب سکا ن يې دېته لمسول،چې دافغانانوپه ژمنۍ پلازمېنې بريد وکړي،داځکه انګرېزانوغوښتل،چې دښمن په دښمن وواهي ،ددې خبرې ښکاره ثبوت دلاهورشرموونکی تړون وو،چې په نړۍ کې ساری نلري دمکنا ټن،رنجيتسنګ اودافغانستان شړل شوي پا چا شا ه شجاع ترمېنځ لاسليک شو.وروسته پېښووښوده،چې پېښورپه حقيقت کې سکا نودا نګرېزانو په لمسون اوملاتړونېوه .
ولې افغا نا نوبيا هم درنجيتسنګ ځواکونوته مرګوني تلفات ورسول .سردارمحمد عظيم خا ن دجون پرمياشت (1814)کې دهغه نا متوقومندان ؛اومته سنګ؛وواژه.
په دې تړاويوې پا کستانۍ مېرمنې صفيه حليم په يوې مقا له کې ليکلې دي،پېښورچې دسکانولاسته پرېووت بيا افغا نانوونه نېوه…له دې خبرې نه دنوموړې موخه داده،چې ګنې دډيورند له کرښې مخکې لاپېښوردسکانوپه ولکه کې وو!؟ولې دغې پا کستانۍ مېرمنې دوزيرمحمداکبرخان دهغې تورې يا دونه نه ده کړې،چې دسکا نونامتوقومندان،چې رنجيت سنګه خپل ښی لاس ګا ڼه،هري سنګه يا دوم ،چې دوزيرمحمداکبرپه توره ووژل شو…دغې پا کستانۍ مېرمنې دالفېسټون يا دونه هم کړېده ،ولې دغه برتانوي استازي له افغان پا چا سره دافغانستان په ژمني پلاز پېښور کې وليدل…له دې سربېره صفېه حليم د؛طلا؛ورونويا دونه هم کړې ده ،دا يوازې پېښورنه وه،چې دسيمه ييزوواکمنو؛يا نې طلاوروڼو؛ له خوا اداره کېده بلکې دسردارانود نا يوالي له کبله کندهارهم دسيمه ييزوواکمنو؛دل وروڼو؛اوهرات لومړی دسدوزېيووروسته دبا رکزېيوسيمه ييزوسردارانوله خوا اداره کېد ل …دا چې پا کستا نۍ مېرمنې ليکلي دي،چې کله پېښوردسکانوپه ولکه کې پريووت بېا ترپا يه دافغا نستا ن له واکه ووت…!؟که دصفيه حليم موخه دا وي،چې پېښورلاد ډېيورن له کرښې دمخه دافغانستان برخه نه وه،نوخېردچا برخه وه دسکانواوکه دانګرېزانو؟پنجاب،په ټوله کې دهند نيمه وچه دچا په ولکه کې وه ؟؟
که چېرې ددې خبرې ما نا دا وي،چې پېښوردافغا نستان دجغرافېې برخه نه وه،دسکانواويا دبرتانوي هند برخه وه نوبيا ولې انګرېزانودډېيورنډ موافقه ليک دافغانستان پا چا اميرعبدالرحمان با ندې په زورلاسليکا وه؟!
څومره چې دډېيورنډ دکرښې مسا له ده،دنړېوالوحقوقي اوتا ريخي ارزښتونوله مخې هېڅ ډول نړېوالو حقوقي ارزښت نه لري،نوځکه خوپا کستان له هرې روا اونا روا لارې نه کا ر اخلي،چې دافغانستان حکومت دډېيورنډ کرښه په رسمېيت وپېژني …
دډېيورنډ دکرښې په تړا ووروستئ خبره،چې چا کړې ده هغه د اروپا يي پا رلمان مرستيال ريچارډ چا رنسکي خبره ده،چې څو وخته دمخه يې وويل،پرډېيورنډ کرښه بيا کتنه اړينه ده،په کا ر دی دافغانستان حق ورکړشي …
نواغلې صفېيه حليم ته بايد وويل شي،چې دا خبرې ګټه نه لري،چې پېښورکله دافغا نا نوله ولکې وتلی دی ؟ دا چې دا خبره تا سوپه کوم نيت کړېده موږ پوهېږو،خوداچې يوشمېرافغا نا ن ولې بيا بيا ستا ليکنه راغبرګوي دپا م وړده!؟دا ځکه ما يوه اونۍ دمخه،چې يوچا له خپلې پا ڼې خپره کړې وه اوما په فېسبوک کې ولوسته نوغوره مې وګڼله،چې افغا نان په دې پوه شې،چې له دغې ليکنې،هغه ديوچا خبره،چې ترې لاندې يې په ډېرې اوښيا رئ ليکلي ول،چې له دغې ليکنې نه يوبوې راځي !!په حقه يې وېلې دي .
فکرکوم،هغه داما ن ا له خان موهمه خبره ښا يي ډېروته څرګنده وي،چې کله له کوېټې نه هندوستان ته روانېده،نولارډ پوليټيکل اېجنټ ورته ووېل،ماته لاسليک راکړه،چې زه له افغانستانه کوېټې ښاربرټش بلوچستان ته ورسېدم اوغواړم برتا نوي هند ته لاړشم…اما ن اله خان ورته په ځغرده ووېل،زه لااوس هم دافغانستان په خاوره کې يم…دډېيورند له کرښې وروسته،اميرعبدالرحمان خان دا خبره کړې،چې اټک دافغانستان طبعي سرحد دی. په دې اړه زما په شمول لسګونوافغا نانولسګونه مقا لې ليکلي دي،نړۍ والوته يې ډا ګيزه کړې،چې په حقوقي اوتا ريخي لحاظ دډېيورڼډ کرښه له اولې ورځې ترنړيوال کنوانسيون(1969)پورې اوبيا ترراوروسته هېڅ ډول نړيوال حقوقي ارزښت نه لري .
وروستی کتا ب،چې په هغه کې دډېيورنډ دکرښې اود اميرعبدالرحمان خان په اړه ليکل شوي دي،هغه د؛ډيويډلاين؛ کتا ب دی،ده په دې اړه داسې ليکلي دي،انګريزانوپه اميرعبد الرحمان خان ټولې لارې تړلې وې ،هغه ته کومه پښه پاتې نه وه،چې پرې ودرېږي نوموړی اړوو،چې په سرودرېږي …؛ داوس له پاره همدومره،په ډېردرنښت …
سنګروال صاحب خو د په معاصره دوره کي د افغانانو د ایمان لرونکو قلم څښتنانو څخه دئ، الله دي یې پر قلم برکت واچوي تر څو د ډیورنډ منفوره، د ناسور زخم او واحد افغان ملت بېلونکې کرښه په علمېت سره له مېنځه یوسو. د ډیورنډ د خیالي کرښي له مېنځ وړل د هر افغان دنده ده چي د نړیوالو حقوقو پر بنسټ او د نړیوالو او اروپایانو په مرسته به سوله ییزه بڼه له مېنځ ولاړه سي. لوی افغانستان دي ژوندی وي.