داود جبارخیل
له تېرو ۲ میاشتو نه د پېښور په مختلفو سیمو کې د ډينگې تبې له امله په زرگونو کسان اغېزمن کړي ،او تر ۳۵ تنه مړه شوي.

 د ډینګې خلاف نن پيښور کې دخلیل قوم مشرانو د پيښور حکومت لاریون وکړو لاریون کوونکو پيښور ته لار تړلۍ وو او حکومت په ضد ئي نعري وهلي چي د پيښور حکومت د ډینګی په علاج کې ناکامه راغلی، دغه لاریون مشری پاکستان مسلم ليګ نون ارباب حضر حيات ، د پي پي پي ارباب عالمګير او مولانا امان الله حقانی او نورو سياسي پارټو مشرانو هم موجود وو۔ پاکستان مسلم ليګ نون ارباب حضر حيات خبری رسینو ته وویل چې د پيښور حکومت د ډینګی په علاج کولو سره ولس ته دهوک ورکوی ، یواځی دتهکال په سیمه کې له ۳۰۰۰ څخه کسان له ډینګی څخه اغیزمن شوي او تر ۴۰ تنه مړه شوي مونږ له حکومت څخه غوښته کوو چې له ډینګی څخه اغیرمن شوي کسانو سره دی کومک وشی که اغیزمن شوي کسانو سره کومک ونشو مونږ په د پارلمان مخی ته لاریون کوو ، د پي پي پي ارباب عالمګير وایي د ډینګې له امله په روغتونو کې د ناروغونه ځاي نشته دا څنګه حکومت دي چې دینګې په دعلاج کې پاتی راغلی ، ډینګې څخه زیات شمیر افغانان هم متاثره شوي چې څو تنو خپل ژوند هم دلاسه ورکړي .
بلخوا د پیښور رغتونو ډاکټران وایې چې روزانه مونږ ته له ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ پوري کسان راځی چې له ډینګې څخه اغیزمن شوي وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *