ځوانانو د کلي په مینځ کې تر ونې راتاو کړی پړی کشاوه او بزګرانو ونې ته اره نیولې وه. ماشومانو د کورونو له ورونو سرونه راایستلي وو او له لرې یې د ونې ننداره کوله. مخکې چې مشرانو ونه په پړیو تړله، حاجي بابا ماشومان پسې واخیستل خو کوچنیان څو ځله رانژدې شول، اخر حاجي بابا په پوړیدلي غږ ناره کړه:
-مه رانژدې کیږئ ونه به درباندې ړنګه شي
د ارې غرږی و او غږونه لوړ شول:
-لاس کړه
-ملا دې ماته ده
د ونې د راپریوتو له ګړز سره ماشومانو رامنډه کړه. ځوانانو په لوړ غږ چیغه کړه:
-څه شی دي ونه مو نه ده لیدلې
ماشومان ځای پرځای ودریدل. حاجي بابا ورته وویل:
-راځئ بچیانو
ماشومان رامخته شول. یوه یې د ونې پاڼه په ګوتو کې وسرویله. بل یې پر ډډ لاس وواهه او دریم چیغي کړې:
-هاغه ده ځاله
نور کوچنیان هم ځالې ته ودریدل. پر ځاله ورکړوپ شول، خلې یې راواخیستل او د ډاګ لور ته یې وځغاستل. د دوی له منډې سره دوړې پورته شوې، ځوانانو پوزې ته لاسونه ونیول او د حاجي بابا کنډاسه خوله له خندا خلاصه پاتې شوه.
پای