په اړخ رواوښته له کړکۍ نه يې کوټې ته داسې رڼا را لويدلې وه ته وا ټکنده غرمه ده. په خپل مټ يې سر کيښود په نهيلۍ يې وويل: څومره اوږده شپه ده، د زوی سهارنى ټيلفوني پيغام ور په زړه شو: «لمر ځليږي او ورته پروت يم. خو زه د ناروې د ژمي لنډې، تيارې ورځې او د اوړي رڼې شپى، د هسپانيا له دې پاسته لمر سره برابروم ».

شونډې ېې د غاښو لاندې ټينګې کړې ترخه موسکه شوه. پاس یې چت ته وکتل له غوږو سره يې تودې اوښکې احساس کړې؛
د خاوند وروستى نصيحت ورپه زړه شو. هغه به ورته ويل:
بل ته هيله مه کوه چې اوښکي به دې پاکې کړي او په تيارو واکمنه اوسه.
اوچته راولاړه سوه له کړکۍ نه يې د کور شاته ځنګل ته وکتل د مرغانو ځالې ته یې پام شو داسې ورښکاره شوه چې د ځالې په منځ کې نورو مرغانو ته ځای نه وو، له ځالې بهر مرغان تاویدل او سره چوڼيدل.

په ځان يې نه راوسته خو هډونو يې لا تنهايي منلې وه. د مسيجونو د پرلپسې زنګونو په اوريدو يوڅه وغوړيده .
سلام! مورجانې سبا د کار له لوري په يوه لنډ سفر روانه يم. ګران لمسيان دې له وړکتون نه کور ته بوځه ډوډۍ مې تياره په يخچال کې ورته ايښې ده.

د مرغانو شور بد پرې ولګيد، کړکۍ يې په کاوړ پورې کړه. په د یوال ځړيدلي د خاوند عکس يې راوغورځيد، اوچت يې: رواخيست په لوړ غږ يې وخندل. سوکه يې د هغه خبره له ځان سره تکراروله. لوی کور د دې لپاره هم اخلم چې اولادونه او لمسيان به مو ځي راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *