انتوني رابېنز وایي: کوچنی بدلون د یو کاڼي په څېر دی، چې ډنډ ته يې ګوزار کړې؛ نو ګڼې څپې (موجونه) جوړوي. د پوهې کوچنی کاڼي هم زموږ له ذهن سره همداسې کوي.
د لویو غرونو تر منځ یوه صوفي په معبد کې ژوند کاوه. یوه ورځ راهب چې لاره یې ورکه کړې وه، صوفي ته ورغی، ترې ویې پوښتل: «ښوونکیه! لار راوښيه.»
صوفي ورته وویل: څومره ښکلی غر!
راهب په حيرانۍ ترې وپوښتل: ما در نه د لارې پوښتنه کړې، ورکه کړې مې ده، راويې ښييه.
صوفي موسکی شو، غره ته يې وکتل او ویې ویل: «څومره ښکلی غر!»
راهب په زړه تنګۍ وویل: «ما د غره په اړه درنه نه دي پوښتلي، د لارې په اړه مې درنه پوښتلي دي.»
_«زویه! تر هغه پورې چې له غره نه هاخوا وانه وړې، لار به ونه مومې.»
په ساده ژبه، که زه د یوې شل پوړيزې ودانۍ له لومړي پوړ نه بهر وګورم، محدوده سیمه به ووینم؛ خو که تاسې له شلم پوړ نه بهر وګورئ، نامحدوده سیمه به ووینئ. آن د هوا د حالاتو وړاندوینه به وکړی شئ. ما به خلک ناخبره او تاسې به باخبره انسان وګڼي. په بله وینا له لوړې نه او نوې زاويې نه د ژوند نندارې ته ځانخبري وايي.
خو موږ ځانخبري پېژندلې ده؟
موږ نړۍ ته د خوراک_ څښاک، خشم او شهوت لپاره راغلي یو؟ یا له زانګو نه تر ګور پورې پر افقي کرښې د حرکت لپاره؟ تر اوسه مو فکر کړی، چې د شاتو مچۍ چې د ګلانو شیره څښي، تولید يې څه دی؟ مرْکب (خر) هم ګلان او واښه خوري؛ خو بېرته څه ورکوي؟
انسان د طبیعت تر ټولو ښکلي او پاک خواړه خوري، خو طبیعت ته څه ورکوي؟ تاسې ووايئ، زموږ د خوراک او تولید بهير د شاتو مچیو ته ورته دی، که خرو ته؟
کارن سټيونس وايي: انسانه! ته اشرفالمخلوقات يې، څه ناڅه نوي کارونه وکړه، ستا دننه رښتينې طالع باید روښانه شي او ته به هغه ومومې. که د پوهې مشال دې د لارې څراغ کړ او اورېدلي غږ ته دې يې غوږ کېښود او ګام دې پرې واخیست، نو پوه به شې، چې همدا ستا د بخت د دروازو کونجيانې دي.
احمد خضرویه (صوفي) هم ځانخبري په ساده ژبه راښيي، نوموړی وايي: د خلکو یو ډله مې ولیدله، چې د آسونو او خرو په شان يې له یو اخور نه واښه خوړل. يوه سړي په ملنډو خضرویه ته وویل: صوفي، نو تا هلته څه کول او چېرته وې؟
صوفي ورته وویل: زه هم ورسره وم، خو توپير مو دا و، چې دوی خوراک کاوه، نڅلېدل او خندل يې. ما هم خوراک کاوه؛ خو ژړل مې، سر مې پر رنګون ايښی و او پوهېدم.
پايلو کویلیو په یوه داستان کې خبرېدا داسې انځوروي: دوه امريکايي ګرځندويان قاهرې ته د حافظ اعیم په نوم د یو صوفي لیدلو ته لاړل، دوی صوفي په یوه ساده کوټنۍ کې ولید او د هغه ساده ژوند حیران کړل. د صوفي کوټه له کتابونو ډکه وه او یو مېز يې هم لاره. ګرځندوی له صوفي نه وپوښتل: د کور نور وسایل دې چېرته دي؟
صوفي ورته وویل: ستاسې چېرته دي.
ګرځندویانو وویل: زموږ، زموږ وسایل، موږ خو مساپر یو.
صوفي ګرځندویانو ته وویل: زه هم مساپر یم.
نو که ځانخبري واوسو، د خپل پيدايښت او رسالت پر فلسفه به وپوهېږو او پر دې به هم وپوهېږو. چې په کوم لور روان یو. که خپل رسالت دې درک کړ؛ نو ځانخبري دې هم درک کړې ده.
بل پلو له ابوسعید ابوالخیر (۹۶۷- ۱۰۴۹ میلادي) نه هم ورته حکایت روایت شوی.
یوه ورځ ابوسعید له خپلو ملګرو سره له یوه کلي نه تېرېده، چې د یوه کور تر مخې ناولې اوبه روانې وې؛ نو د ابوسیعد ملګرو د بد بوي له امله له کوڅې په چټکۍ تېر شول؛ خو ابوسعید ودرېد او له ناولو اوبو سره يې خبرې پيل کړې. ملګرو يې چې ابوسعید له لرې ننداره کاوه، ويې انګېرل، چې شیخ لېونی شوی. څو شېبې وروسته شيخ ملګرو ته ورغی او ملګرو يې ترې پوښتل: څه دې کول؟ شيخ ورته وویل: له ناولو اوبو سره غږېدم، هغوی له تاسو شکایت کاوه او راته ویل يې: ابوسعیده! موږ خوږې مېوې او خواږه او پاسته خواړوه وو، چې ملګرو دې په ډېرې خوارۍ له هټۍ وپېرلو او پر دسترخوان يې ښکلي کېښودلو. تر خوړولو څو ساعته وروسته یې پر موږ دا حالت راوست. اوس ته ووایه، موږ باید له هغوی نه وتښتو؟ د شيخ زدکوونکو سترګې ټيټې کړې او غلي شول.
خو موږ په رښتيا څه یو؟ زموږ د شتوالي حقیقت څه دی؟ د انسان د پيدايښت موخه څه ده؟ او په ژوندانه کې مو اغېز او ګټه څه ده؟ که د انسان له پيدايښته د خدای موخه د ډېرو خواړو خوړل و؛ نو نهنګ د دې موخې لپاره غوره مخلوق و و او که د خدای موخه د انسان له پيدايښته د نسل زیاتوالی و؛ نو د نسل په زیاتوالی کې خو موږک تر انسان څخه څو چنده تکړه دی.
نو په دې نړۍ کې د انسان رسالت څه دی؟
موږ نړۍ ته راغلي یو، چې ژوند وکړو؛ خو ژوند مو پېژندلی؟