په کابل کې د امرالله صالح پر دفتر په تروریستي حمله کې تر دې دمه لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.
راپورونه وايي چې په دې برید کې پر لومړني انتحاري بریدکوونکي سربېره، چې په چاودنه کې والوت، لږترلږه درې نورو ځانمرګو له پولیسو سره تر ډېره جګړه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تایید کړه چې پېښه کې ۲ کسه وژل شوي، ۲۵ ټپيان دي او شاوخوا ۷۵ کسان د ځانګړو ځواکونو لخوا د پېښې له ځایه روغ جوړ ایستل شوي دي.
نوموړی وايي، امرالله صالح د پېښې ځای کې وو او له سرسري ټپونو وروسته دی هم سلامت ایستل شوی دی.
د نصرت په خبره، امنیتي ځواکونو سیمه تصفیه کړې او په بریدګرو پسې د ودانۍ ۴م پوړ ته رسېدلي چې لږه شیبه وروسته به برید ته د پای ټکی کېږدي.
ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر، مراد علي مراد او نورو ټاکنیزو ډلو دا برید غندلی دی.
ځانمرګو بریدګرو د امرالله صالح دفتر په نښه کړی
تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: د ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې نن مازیګر ۴ بجې او ۴۰ دقیقې په څلورمې حوزې کې د امرالله صالح په دفتر برید کړی دی.
تاند ته یوه سرچینه وايي، بریدګرو لومړی د امرالله صالح د زرغون بهیر دفتر مخته بمي برید کړی او ورپسې څو تنه بریدګر د هغه دفتر ته ننوتي دي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي، ځانګړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بریدګرو سره په جګړه بوخت دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کوم لوري پر غاړه نه دی اخیستی، خو امر الله صالح چې د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال دی، د سولې پروسه کې د طالبانو د خنډونو اچولو په اړه له سختو منتقدینو څخه دی.
د پېښې د لا جزیاتو لپاره تاند سره اوسئ