د کابل – غزني پر لويه لاره د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې د یوه ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي او ۳ د ملي اردو سرتېرې شهیدان او ۶ ملکي او دوه سرتېرې ټپیان شول.

ځانمرګي بريدګر نن یکشنبه غرمه شاوخوا يوه بجه له چاودېدونکو توکو  ډک موټر ته د ملي اردو هاموې ډوله موتر ته څېرمه چاودنه ورکړه،چې له امله یې د ملکي وګړو یو فلاینکوچ او یو کرولا ډوله موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

 د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د غزني روغتون ته لېږدول شوي دي.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې،د پېښې شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .

د یو بل خبر له مخې د ۱۲ وسله والو مخالفینو په ګډون ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې تېره ورځ د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې لس وسله والو طالبان وژل شوي .

همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتېرې شهیدان او ۵ نور ټپیان شوي دي .

په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي دي .

په ترسره شویو پېښو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *