تاند- په یوه ځانمرګي برید کې نن د خیبر پښتونخوا یو ایالتي وزیر او اووه تنه نور ووژل شول.

د خیبرپښتونخوا د قانون (عدلیه) وزیر اسرارالله ګنډاپور نن په خپل کور کې داسي مهال ووژل شو چې ځانمرګي له ده سره د ستړي مشي په ترڅ کې ځان وچاوداوه.

ځانمرګی د مېلمه په نوم د ګنډاپور کور ته ورغلی و.

ځانمرګی په کلاچۍ ښارګي کې د ګنډاپور د نورو مېلمنو په منځ کې د ده کور ته د اخترمبارکۍ په نوم ورغلی و. کلاچي د ډېره اسماعیل ولسوالي ده.

په دې پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

ګنډاپور د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې صوبايي جرګې ته د خپلواک کاندید په توګه بریالی شوی و. وروسته د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف سره ملګری شو.

13 thoughts on “ځانمرګي د اختر مبارکي په پلمه د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر وواژه”
    1. د لر او بر پښتون وژنه ده او د شمال او پنجاب زړونه خوشحاله دي. اور د پښتون په کور بل دی، زلمي د پښتون مري، ککرۍ د پښتنو تر خاورو لاندې کیږي

  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    افغانستان او پښتونستان د استخباراتي سازمانونو او د تيلو د نړيوالو فابريکو د سياليو قرباني دی، چې بېخ يې د پښتنو پکې وايستلو. په پښتونستان کې يې په پېښوريانو او کراچيوال وېشلي او په افغانستان کې يې په لوی کندهار، لويه پکتيا او لوی مشرقي وېشلي دي، چې يو ځانګړی ذهنيت يې په سيمه کې رامنځ ته کړی دی، چې يو په مهراب او ممبر کې په قرآن کريم کې ورته بمونه ږدي او بل د خدای په پار لکه مېلمه د بل کور په بمونو الوزوي! خو يو شمېر بيا په ډېره مېړانه يادوي، چې ګواکې افغاني استخباراتو له پښتونيستاني وزيره ټک پورته کړ!
    له بده مرغه د يو شمېر انسانانو په کوپړۍ کې د ماغزو پر ځای لکه چې واښه دي، ځکه د فکر محصول خو داسې نه وي، چې يو ورور دې د بل ورور په وژنه خوشاله شي، زموږ يې ارسلا شهيد کړ، خو د دوی ګنډپوری څوک يې ور سټ کړ، خو پايله يې په داوړو حالتونو کې د پښتني سيمې سپکاوی وشو، ځکه وينه د پښتنو په ټغر تويې شوه، خو پوښتنه دا ده، چې د داسې پېښي غندل او يآ يې منل، د سيمې د ستونزي حللاره ده او که نه!
    ما اورېدلي، چې: مرغه له ډېرې هوښياري په دواړو پښو په لومه کې بندېږي، خو چرګان بيا له ډېرې هوښياري خپل غو.. خوري! نو په پښتنو هم همدغه کانه شوې ده، چې نه په دين کې سره جوړ شول، نه په سياست کې سيال شول او نه هم په ژبه کې سره معار شول، نو پښتانه بايد له خپل بدمرغه بخته پلخپله وژاړي او د اوښکو پر ځای وينې تويې کړي، چې ولې داسې بد مرغي او يا ساده دي! چې حتی له احمقانو سره هم نه شي پرتله کېدلی!
    لکه چې پاړسيوان شاعر سعدي ليکي:

    سعدیا روز ازل ُحسن به تورکان دادند
    عقل و دانش همه با مردم ایران دادند
    عشوه وناز وکرشمه همه با مردم هند
    خری و احمقی وجهل به افغان دادن

    نو اوس تاسو پښتانه، پشتانه او يا هم پختانه پخپله ووايی،. چې ايا تاسو لر اوبر پښتانه يو ياست او که نه! که نه ياست، نو ولې نور قومونه درسره سپکوی او که يو ياست بيا نو ولې مو په يو او بل د تربګني ګوذارونه لورېږي! بس زه به تاسو ته له پاک الله څخه د هدايت غوښتنه وکړم، چې د استخباراتي جګړې له اړو دوړو ځانونه خلاص کړی، ځکه افغانستان د اور پر لمبو پروت دی، چې په يوه بله پلته به ټولې سيمې په اور لمبه شي! نو ښه ويل شوي، چې عقل په سر دی، نه په سال! که پاکستان ليا ماشوم دی، مګر بوډا او حکيم افغانستان يې داسې تباه کړی، چې نه د مشري عقل پکې پاتې دی او نه هم د بودايي حکمت!
    معه سلام کوم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

    1. زه درسره موافق یم.
      او دا څوک چې د ګنداپوري په مړینه خوښ دي او د فغانستان لاس پکې دخیل بولي، دا هم د ګمارل شوو نوکرانو او استخباراتي کړیو غلامان دي

  2. هر طرف د پختون مرگ كه كه په لركي اسرارالله وژل كيژي پرون په بر كي أرسلا جمال ووژل شو پنجاب داسي گيم شروع كري چه صرف دپشتنو وينه توي كري

  3. مسافر صاحب پنجاپی ندی مړ شوی هغه هم پښتون وو، تراوسه د اوریدلی دی چی په پنجاپ او یا سیند کی کوم بم الوتی دی، نو لدی پوه شه چی ټول چل یی پښتنو ته جوړ کړی دی او دا د پښتنو د نسل کوشی څخه بله خبره نده. بل دا چی د افغانستان استخبارات داسی کارونه نه شی کولای او نه د دی توان لری
    ، بازی ټوله د آی اس آی له خوا پکار اچول شوی د لیکی دواړو خواو ته پښتانه ورک کوی او له منځه یی وړی.

  4. دای اس ای تورمخو پنجابیانو اودپښتون دنسل تباه کولو جاسوسانو یورسیدلی اوپوهه پښتون په افغانستان کی په شهادت ورسوو اوبل پښتون یی په پیښور کی خو پښتون لا هم ویده دی.

  5. مونږ ډاکټر ارسلا جمال د خپلي لنګې پټکي ول بولو او ګنډاپور د خپل پټکي ګل،مونږ د لوګر او ډیره اسماعیل خان دواړو ماتمونو کښي شریک یو

  6. دلته می والی چی د افغانستان د یوه ښکلی ولایت مشری ورله غاړی وه او په خورا مهارت او زړه سواندی سره یی خپل کارونه پر مخ بیول د تور مخو او د هغوی د ګوډاګیانو په لاس شهید شو او هلته د خیبرپښتونخوا د قانون (عدلیه) وزیر اسرارالله ګنډاپور سره له ملګرویی د لوی اختر په ورځو کی شهید کړ . دلته هم يو پښتون خدمتګار ووژل شو او هلته هم یو پښتون خدمتګارووژل شو. دلته هم يوه پښتنه مور بوره شوه او يوه پښتنه میرمن کونډه او یوه پښتنه ماشومه یتیمه شوله او هلته هم.
    دلته هم ګټه د پښتنو دښمنانو وکړه او هلته هم پنجابیانو . نو پدی پوه شه چی مونږ خپل لاسونه او پښی په خپله ماتوو او په لوی لاس خپلو دښمنانو ته ګټه وررسو.

  7. Der da afsos muqam dai che lar ao bar pukhtana hara wraz mree kho asli dushman ya tar wasa wanapezando.Ao humagha zorr ilzam pa punjabiano lagawoo.Lag pa hosh ke rashai da zamoong dushman mulla ao da agha shagardan dee che zamoong pa wazeefo bande sabaq wayee ao tao so kitaboona ogoree no muftian shee ao mazhabee inqilab rawasto da para toora ao topak rawakhlee ao har agha kar che doi ye kawee jihad ganee ao zma ao sta karoona kufria ganee.DUSHMAN TA DUSHMAN OWAYAE ao laka sanga che doi topak rakheeshtai dai taso hum topak rawakhlai ao pa humagha tareeqa bande da aghoi na saroona kat krrai.Punjabian khabar hum na dee khpal mehnat khwaree kawee .Ka talib ao mula mo khatam na krro no taso ba hamesha da para khatam shai.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *