د کندهار ګرمي ډېره سخته ده، خو د خپل کار سره مينه هره سخته اسانوي، د لمر سوځنده وړانګو په ځمکه خوله لګوله، موږ اړ و چې ساحې ته د خپلو مريضانو د ليدلو او هغوی ته د درملنې لپاره ورسو، هغه ميرمنې وګورو چې ولادي ناروغي ولري.
لس بجې له شفاخانې څخه ووتلو د مرکز ختيځ لور ته روانې سو، په کورنو ګرځېدو او هرې مېرمنې ته مو لازمې لارښونې کولې او که به د دوا اړتيا پيدا سوه، نو دوا به مو هم ورکوله، خو کله چې به له يوه کوره ووتلو، په کوڅه کې به ماشومان راپسې سول او چېغې به يې وهلې د امریکايانو مزدورانې دي، ډېرې ستغې سپورې به يې راته کولې، ځينو به په ډبرو وویشتو او وبه تښتېدل، دا ټول کړاونو مو په سر اخيستې و، يوه دروازه مو ټکوله، غږ مو واورېده زويه راځه دا چيرته وې؟
کور ته ورننوتولو، ډېر لوی سرای و، یوې بوډۍ ديوال ته تکیا کړې وه، ما ګومان وکړ چې نورې ښځې به په خونو کې دننه وي، نوږغ مې کړ:
– څوک سته دی؟
بوډۍ په هیجانيت وویل:
– اخ زوی مې راغی! زويه ته يې؟!
ما وویل:
– حاجڼۍ نور څوک کور کې سته دی؟
– ښه، ما فکر کاوه چې زوی مې رالی
– ولې؟! زوی دې چيرته لېږلی دی، او نورې ښځې چېری دي؟
– نور څوک نسته!
بوډۍ په سترګو ړنده وه، په ژړا سوه او راغبرګه يې کړه:
– تږې یم اوبه راکړه، دوهمه ورځ مې ده نه مې اوبه څښلي او نه مې څه خوړلي دي.
په منډه ورغلم اوبه مې راوړې، سیوري ته مې کړه، ملګرې مې راته وویل:
– ته څه کوې، دا ښځې له فتنې ډکې وي. پرېږده يې
خو د ړندې بوډۍ سلګو اجازه نه راکوله چې له خوا نه يې ولاړه سم، بوډۍ راته وویل:
– لورې، ښه ژوند مو و، ارامه ارامي وه، د خپلو کوچنیانو او کورنۍ سره وم، روسانو راته ټوله کورنۍ ووژله، يکې یو زوی مې په غېږه کې پاتې سو، په خپلې کورنۍ پسې مې دومره وژړل چې د سترګو نظر مې لاړه، په ټپو ړنده سوم، زه او زوی مې یوځای اوسيږو، د زوی مې نن دوهمه ورځ ده چې له کوره وتلی دی، خدایزه چیری به وي.
زه ورسره په خبرو اخته وم چې ناڅابه يې وويل:
– د زوی بوی مې سو.
په همدې وخت کې دروازه خلاصه سوه، يو ځوان راننوت، په پټو کې يې ځان تاو کړی و، مور يې ورباندی ږغ کړ:
– زويه دا چير وي، هله ژر مې غېږې ته راسه.
زلمی د کلا دروازې سره ودرېده يو قدم مخکې نه راځي، مور ته يې ږغ کړې:
– مورې ما وبخښه، ماته خپلې شېدې وبخښه، زه نه سم کولی چې ستا غېږې ته درسم!
– ولې زويه ژر راسه
– نه مورې ما دوه لکه روپۍ واخيستې چې له غريبې نه خلاص سو، هغوی ما پورې واسکټ وتړه، که ستا غېږې ته درسم دا را باندې پټاويږي.
– مور يې چېغې کړې زویه راشه، زما په غېږه کې ځان پټاو کړه، پرېږده چې دواړه مړه سو، زويه ما یوازې مه پرېږده
ما چې خپلې ملګرې ته مخ راواړه سر نه تر پښو اواره رپېدله، زما زړه هم ودرزيده، مور يې چېغې کړې او زلمی له کلا نه په ځغستا ووتۍ
د زلمي له وتلو سره سم ما او ملګرې مې هم له کلا څخه وځغستل، له دروازې نه راووتلو. تر يو کاله مې د بوډۍ کړېکې په وجدان کې شرنګېدلې.