تا که له ښکلا راکې پو کړی ژوند

ما د ژوند په بیه دی ساتلی ژوند

د زمکې په دې کره کې له انسان نه واخله او بیا تر هر ژوندي ساه کښ یا په اصطلاح ذی روح شي یو ځل ژوند کړي. او چې ژوند یې ختم شوی دی بیا دلته نه دی راغلی. زما دا خبره دې دا معنا ونه لري چې ختمیدل د مطللق ختمیدلو او له منځه تللو په معنا ده. به مختلقو ادیانو کې د بیا ژوند خبره شوې ده او موږ مسلمان له دې ژونده وروسته د برزخ او بیا د اخرت په ژوند عقیده لرو. خو زما دغه خبره صرف د فزیکي دنیا تر حده محدوده ده. او د دې ځای په اړه خبره کوم.

انسان له اول نه تر اوسه ژوند سره مینه کړې د ژوند د ښکلي کیدو په اړه یې همیشه فکر کړی او که په ټوله کې ووایو د انسان د هرې هڅې تر شا همدا انګیزه وي چې ژوند یې ارام او دوام پیدا کړي. او موږ او له زموږ څخه مخکینی انسان د ژوند د بې کچې مینې شاهدان یو. خو کله داسې وشي چې بعضې انسانان په خپل لاس ژوند ته د پای ټکی کښېږدي او د ژوند سفر په خپل لاس ختمول غواړي او یا یې ختم کړي او د خپل ځان د وژنې فکر کوي او یا غواړي ځان ووژني. لا تر اوسه هیڅ مذهب او عقیدې او د هیڅ ټولنیزو اخلاقیاتو دې کار ته جواز نه دی ورکړی او ټولو په یوه خوله ښه کار نه دی ګڼلی. او ځان وژونکی انسان یې یو ناکام او ګنهګار او …… بللی.

 له فکر کوونکو انسانانو سره دا سوال پیدا شوی چې ولې؟ څنګه ؟ او د دې مخنیوی څنګه ؟

د Suicide ټکی مو ډیر اوریدلی. دا ټکی په لومړي ځل په  عیسوي۱۷۳۷ کې د غربي دنیا په فرانسه هیواد کې د دفونتن په نوم د یوه کس له خوا وکارول شو. او بیا دا اصطلاح ۲۵ کاله وروسته د فرانسې د علومو اکاډمۍ له لوري ومنل شوه او وکارول شوه. او د همدې هیواد د لغات نامۍ یو لفظ شو. دا ټکی د لاتیني ژبې له دوو ټکو نه چې  sui  یعنی زه  او یا ځان او cide يې هم د وژلو په معنی دی.

د خودکشی په هکله چې تر اوسه د روانشناسانو له خوا کوم څه وویل شوي دي  تقریبا ټول منلۍ خبره یې داده چې (خودکشي ځان ته د زیان رسولو او وژلو اګاهانه عمل دی او د ضرورت مندو انسانانو له خوا د هغه ضرورت د لاسته راوړلو او یا د نا امیدی لپاره یې دا یوه حل لاري ګڼي. )

دورکیم بیا د ځان وژنې  په تعریف کې د مستقیمي او غیر مستقیمي ځان وژنې اصطلاح ګانې اضافه کړي دی. دی وایي  یو هغه انسانان دي چې له وژونکي توکو سره مستقیم تماس پیدا کوي د مثال په ډول ځان په مرمۍ ولي او ځان وژنه کوي مستقیمه خودکشي ده او بل هغه انسانان دي چې ځان ته چې د وژلو نه بلکې د ځان زورولو په وجه ځان وژنه کوي.

مثالونه یې لکه یو انسان د یوه خفګان له وجې په هفتو هفتو خوراک نه کوي او وجود یې بې تغذیې پاتې کیږي او بیا ژوند له لاسه ورکوي. یا هم هغه مذهبي ډلی لکه اهل تشیع چې په محرم کې ځان په زنځیرونو وهي او له ځانه وینه تویوي. د هغوئ منظور ځان وژل نه وي خو کله بیا داسې وشي چې د ډیرې وینې د ضایع کیدو له امله ځان له لاسه ورکړي.

ورکیم په دې دواړو خودکشیو مستقیمه ځان وژنه تر غیر مستقیمي قبیح  ګڼي. همدارنګه ورکیم دا یادونه هم کوي چې د ټولو ځان ووژنکو، تر هغې د مخه چې ځان ووژني، ذهنيت او کړنې سره مشابه او ورته والی لري. او دا دوی دوی له لوری هاغه ضرورت ته چې دوی ترې مایوسه دي اخري او لوی اختار وي. او تقریبا په سلو کې ۷۰ انسان له نورو سره دا خبره شریکوي چې دی غواړي ځان ووژني.

د ځان وژنې د عواملو په اړه چې تراوسه کومې څیړنې شوي نو دا په لاس راغلې؛ د هر انسان چې دې کار ته مخه کړې د درو ضرورتونو پراساس یا په درو وجو یې کړي دي.؛

۱ : کورنی ضرورت یا لامل

۲: ټولنیز ضرورت یا لامل

۳: جسمي ضرورت یا لامل

دا په دې ممعنا چې تر اوسه انسان کله هغه څه چې غواړي چې کورنۍ کې یې ولري او یا یې له کورنۍ لاسته راوړي. یا هغه څه چې دی یې په ټولنه کې غواړي ولري او او یا یې له ټولنې لاسته راوړي . نو د هغه ضرورت کې د نیکړتیا او د نه پوره کیدلو په صورت کې مایوسه انسان یا کورنۍ او ټولنه په خپل مرګ اختار کړي او یا هم د دغه ځورونې نه خلاصون لاره مرګ تصور کړي او ځان وژنه وکړي.

د جسمي ضرورت لامل هم همدا رنګه دی چې انسان هغه جسمي ضروریات چې باید ولري. خو نه یې لري یا ناقص وي اکثره یې بیا په ځان وژنه لاس پورې کړي. دمثال په دول یو انسان له شهواني پلوه کمزوری دی. دی ددی پر ځای چې د درملو لاره چاره اختیار کړي او یا هم د همدي کمزوری سره ژوند مخته یوسي مرګ یې د حل لاره بولي.

 د څیړنو له مخې تر اوسه یچې ډیره ځان وژنه شوې ده

جنس: سړیو له ښځو نه زیاته ځان وژنه کړی خو ښځو بیا د سړیو دری برابره د ځان وزنې اقدام کړی خو ځان وژنه نه ده ترسره شوی.

عمر: تر ټولو زیاته ځانه وژنه  ځوانانو چې عمر یې له ۲۰ نه تر ۳۵ کلونو پورې ده تر سره کړی ده. او همدارنګه د زمکې پر مخ ځان وژنه د ځوانانو د مرګ دریم نمبر لامل هم شمیرل شوی.

مذهب: تر ټولو زیاته ځان وژنه یهودیت مذهب لارویانو او تر ټولو کمه ځان وژنه مسلمانانو کړې ده.

مدنی وضعیت: لونډانو تر واده کړو دوه برابره ځان وژنه کړی او بیا هغوی چې د ژوند ملګری یې پریښې او طلاق شوي دي  د ګډ ژوند کوونکو پر پرتله څلور چنده زیاته ځان وژنه کړې.

نژاد: په توله نړی امریکایي سپین پوستو زیاته ځان وژنه کړې ده.

ماحول: په ښار کې استوګنو انسانانو د کلیوالو په پرتله زیاته ځان وژنه کړې

له ځان وژنی نه د مخه کړڼې او نښې:

۱: خفګان

۲:  د صمیمي او عاطفي  اړیکو له منځه وړل

۳: مخکې له دې هم په ناکامه ځان وژنه لاس پورې کول

۴:  ټولنیزه انزوا. یعنی په لوی لاس ځان له تولنی نه منزوي کول

۵: زیاته نشه کول

۶: د ځان وژنې په هکله نیغ په نیغه یا پټې خبرې کول

نور بیا …………………………….


د کال ۳ زره افغانانپه تېره ښځې ځانونه وژني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *