یو کس چې لیکوالۍ ته مخه کوي؛ نو د ارواښاد شپون په خبره، «ښه به دا وي چې پیل لومړی له خپلو خاطرو وکړي».
ځینې وايي چې انسان باید پر تېر فکر ونه کړي، دوی ترډېره په دې اصطلاح استدلال کوي چې په تېرو اوبو پسې یوم نه وړل کېږي، که یې څوک پسې یوسي هم، ګټه نه کوي؛ ځکه چې تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه راګرځي.
خو زه وایم راځئ چې نور په خپل ماضي سپکه پېښماني څرګنده نه کړو، قلم او کتابچه را واخلو او د خپل ژوند په تېرو پړاوونو پرله پسې کرښې وباسوو، زه دا منم چې انسان باید خپل فکري تمرکز ترډېره پر حال وڅرخوي، خو که چېرته هغه انځورونه چې زموږ ذهن یې ډک کړی دی، په تورو او تصویرونو بدل نه کړو؛ نو فکر نه کوم چې دومره په اسانه له دې ذهني ځورونې ځان بېغمه کړو.
خبره اوږده شوه، بېرته خپلې موضوع ته را ځم. پوښتنه د ځانپېښو د څه ډول لیکلو په اړه مطرح شوې، خو لومړی به ښه دا وي چې دغه صنف څه ناڅه وپېژنوو.
اټوبیوګرافي په داستاني ادب کې یو خاص فورم یا یو ځانګړی ژانر دی، چې کیسه ییزه بڼه لري، د ادب د نورو صنفونو غوندې کوم ځانګړی پېژند نه لري، هر لیکوال او څېړونکي د خپل ذوق، مطالعې او فکر په مټ یو تعریف ورته ټاکلی.
ځانپېښه (خاطره) د انسان د ماضي هغه اینه ده، چې له عشق، کمال، جمال، درد، ویر، شخړو او… تصویرونه پکې اوړي را اوړي.
یا هغه ورځنۍ پېښې چې موږ د ژوند په تېرو پړاوونو کې ورسره مخامخ شوي یوو، تجربه کړې مو وي، دلۍدلۍ تصویرونه یې په ذهن کې لرو او بیا یې د قلم په مرسته تر نورو رسوو.
خاطرې څنګه ولیکو؟
دا پوښتنه چې څومره اسانه برېښي، ځواب یې هغسې ساده نه دی؛ لږ څه فکر او کار غواړي، لنډه کیسه چې په داستاني ادب کې یو ځانګړی ژانر دی؛ له لیکلو وړاندې یې داسې موضوع ته اړتیا ده چې له حقیقت سره سر وخوري. وروسته خو معلومه ده چې څه ډول باید ولیکل شي یعنې لومړی باید په درېیو برخو ووېشل شي؛ پيل، منځ، پای، یو یا دوه کرکټرونه ولري، همدا راز مکالمې، دوه ډوله تصویرونه؛ متحرک او ساکن او داسې نور….
خاطره هم لکه لنډه کیسه؛ هماغسې به تصویرونه، مکالمې، کرکټرونه، هنري او ادبي ژبه او…لري، خو د دې دوو ژانرونو ترمنځ ځینې توپیرونه شته، چې په همدې اساس د ځانپېښو لیکنی طرز معلوم او خاص دی.
زه یې د لیکلو اصول په څو ټکو کې درته وایم، خو یوه یادونه کوم، هغه داچې ممکن زما دا خبرې سمې نه وي، ځکه چې له خپل فکره مې ترلاسه کړې دي؛ په دې برخه کې مې ډېر لټون وکړ، ډېر کتابونه مې وکتل، خو بیا هم هېڅ داسې څه په لاس رانغلل چې ماته دې بشپړ ښکاره شوي وي.
۱ــ د ځانپېښو ژبه باید ډېره ساده، روانه او عام فهمه وي؛ عام فهمه په دې مانا چې هر څوک باید پرې پوه شي، د کلمو په ترکیب کې هېڅ ډول سګتګي ونه لري.
۲ــ د اټوبیوګرافۍ د لیکلو پر وخت باید له هغه کلمو ډېره استفاده ونه شي، چې عام خلک یې د مانا له غربت سره مخامخ کېږي.
۳ــ د خاطرو لیکوال ته پکار ده چې د هنري نثر دې ډول ته سپینه جامه ور پرتن کړي؛ یعنې لیکوال باید تر خیال نه، حقیقت ته ډېر ژمن وي، که د لیکلو پر وخت کوم کمی او زیاتی ترې وشي، ممکن چې په لوستونکي یې منل سخت شي.
۴ــ ځانپېښې اصلاً د لیکوال او لوستونکي ترمنځ هغه پول دی، چې یوازې هدف پرې انتقال مومي؛ هغه توري چې موږ یې د احساساتو زېږندنه بولوو، د کیسې په پرتله باید چې په خاطرو کې ډېره استفاده ترې ونه شي، که د دغه نثر وجود ته د هنري کلمو یوازې یوه زېرپېراني ور واغوندو، ترډېره بسنه کوي، خو که لږ نور سر تمبه کړو او له دې تورو جوړې ښې ګلالۍ جامې او جذاب واسکټ هم ور پر تن کړو، نو دا به مو د خپل فکر او لوستونکي په حق کې لوی ظلم کړی وي، ځکه چې په دې ژانر کې د داسې جملو ډېر کارول ابهام پیدا کوي، کله چې ابهام پیدا شو، لوستونکی دوه زړی کېږي، ذهن یې پر دوه برخو وېشل کېږي، د خیال او حقیقت ترمنځ بند پاتې کېږي؛ چې وروسته نه له دې لیکنې خوند اخلي او نه هم په سمه توګه د پنځګر د زړه اوري.
جالبه او ګټوره موضوع ده.