تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په لغمان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۰۰۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، ځانګړې قطعې یې تېره شبه د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ کې عملیات کړي او ۸۲۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي یې له کشف وروسته په یو خوندي ځای کې چاودلي دي.

نوموړی وايي، ترهګرو دا چاودېدونکي توکي د سړک د غاړې ماینونو لپاره ساتلي وو.

طالبانو یا کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا دا چاودېدونکي توکي يې اړوند وو که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *