د کندوز په چهاردره کې د طالبانو بند

تاند- خاصو افغان ځواکونو یا کومانډو په کندوز ولایت کې د طالبانو پر یوه محبس برید وکړ او ۱۵ بندیان یې ورڅخه خوشي کړل.

تر دې وړاندې هم کومانډو ځواک د کندوز په چهاردره کې د طالبانو له بنده یو شمېر بندیان خوشي کړي وو.

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو له لوري نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا محبس یې په امام صاحب ولسوالي کې کشف کړ او برید یې پرې وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۵ سرتېري خوشي شول.

تازه خوشي شویو بندیانو، چې په امام صاحب ولسوالي کې خوشي شوي، د زندان د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا په چهاردرې ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو له بنده ازاد شویو کسانو ویلي چې سخت ځورول شوي او هره ورځ شکنجه کېدل.

طالبانو د بندیانو ادعاوې رد کړي او هغه یې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست تبلیغات بللي دي.

خو ملګري ملتونه هم تاییدوي چې طالبان له بندیانو سره بد چلند کوي.

د جون په میاشت کې افغان کومانډو ځواک د طالبانو پر ۴ محبسونو حملې وکړې او لسګونه تنه یې ورڅخه خوشي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *