تاند، افغان ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د طالبانو د بل زندان په ماتولو د یو محصل په ګډون ۶ کسان د دغې ډلې له بنده راخوشې کړي دي.
د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات بیګاه ناوخته د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې شوي دي چې په ترڅ کې یې د طالبانو له زندانه یو محصل، یو استخباراتي مامور، یو پولیس او درې ملکیان راخوشې شوي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې ددغې ډلې د زندانونو په ماتولو کې افغان ځواکونو خورا وړتیا ښودلې او سلګونه کسان یې ترې خوشې کړي دي.