تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰: د ملي دفاع وزارت ځانګړو ځواکونو په لوګر کې د طالبانو د مخدره توکو او ماینونو د تولید تر ټولو لویه فابریکه له منځه وړې ده.

 د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وویل، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو د مخدره توکو او ماینون د تولید لویه فابریکه په نښه کړې او له منځه یې وړې ده: (( طالبان دلته مخدره مواد پروسس کول او له مالي پلوه یې ستره سرچینه وه.))

 نوموړي وویل، په دې عملیاتو کې یو ماین جوړوونکی له ۳۰ بوشکه یي بمونو سره نیول شوی دی.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *