تاند- ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه له فاریاب سره په یو وخت په پکیتا ولایت کې د طالبانو پر یوه محبس چاپه اچولې ده.

د ځانګړو ځواکونو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کومانډو ځواک یې تېره شپه په زرمت ولسوالي کې د طالبانو پر بند برید کړی او په ترڅ کې یې یو بندي ژغورلی دی.

د ځانګړو ځواکونو قول اردو همداراز ویلي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو محبس ویجاړ شوی دی.

دې ځواک نه دي ویلي چې ایا د طالبانو په دې بند کې یوازې یو بندي ساتل کېده او که طالبان توانېدلي چې تر حملې مخکې بندیان بل ځای ته ولېږدوي.

له دې سره په یو وخت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي په شاخ کلي کې د طالبانو پر یوه محبس په حمله کې ۸۴ تنه خوشي کړل.

په خوشي شویو کې ۲۰ طالبان دي چې خپلو قوماندانانو بندیان کړي وو.

دغه راز ویل شوي چې یو قرغیز او ۳ تاجکستانیان په خوشي شویو کسانو کې شامل دي.

دا په وروستۍ یوه اوونۍ کې د طالبانو پر محبسونو څلورمه حمله ده. تر دې مخکې په هلمند او غزني کې د طالبانو له محبسونو څخه په لسګونو کسان خوشي شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *