ارشیف

تاند- ځانګړو افغان ځواکونو په کندوز او بغلان ولایتونو کې د طالبانو  محبسونو حمله وکړه او ۴۷ بندیان یې ورڅخه خوشي کړل.

دا په وروستیو څه کم لسو ورځو کې د طالبانو پر محبسونو د ځانګړو ځواکونو څلورمه حمله ده.

د ځانګړو ځواکونو قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د کندوز په اقتاش سیمه کې د طالبانو پر محبس چاپه واچوله او له هغه څخه یې ۱۳ بندیان خوشي کړل.

همداراز ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د طالبانو پر بند د چاپې په ترڅ کې ۳۴ بندیان خوشي کړي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دې ډلې تر دې مخکې پر محبسونو د ځانګړو ځواکونو یو شمېر حملې تایید کړي دي.

په وروستیو کې د طالبانو پر محبسونو د ځانګړو ځواکونو حملې زیاتې شوي دي.

تېره اوونۍ (جون ۶) ځانګړو ځواکونو د فاریاب د قیصار ولسوالي په شاخ سیمه کې د طالبانو پر یوه محبس په حمله کې تر ۸۰ زیات بندیان خوشي کړل.

 دغو ځواکونو په همدې ورځ په پکتیا کې یو بندي خوشي کړ او د جون په دوهمه یې د غور په پسابند کې ۱۸ اسیران وژغورل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *