امان الله هوسا

راپور: عصمت بهیر
د تېرې پنجشنبې په ورځ په روشنګرۍ کې استاد امان الله هوسا (ځان بسیاینه لوی غیرت دی) په نوم لکچر ورکړ.

امان الله هوسا وویل: پر ځانه بسیاینه لوی غیرت دی، د متمدنې دنیا انسان ته ډېره مهمه موضوع ده.

استاد هوسا وویل غیرت ته په مختلفو هیوادو او ټولنو کې بېلا- بیل تعریفونه شوي دي خو یو ټولمنلی تعریف چې نسبتاً ډېرو پوهانو منلی دی (هغه شخص باغیرت دی چې پوهه ولري، خواخوږي ولري او د حق مدافع وي.)

ښاغلي هوسا وویل (هغه هیوادونه چې د اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي لحاظه یې اړتیاوې پوره وي.) هغوی پر ځان بسیا دي.

نوموړی پر ځان بسیاینه د مختلفو فیلسوفانو له نظره تشریح کړه او ویې ویل چې، د انسان تر ټولو لوی استاد طبعیت دی، او د طبعیت ښېګنه دا ده چې تجربې پکښې کېږي.

د لکچر په پای کې ګډونوالو تبصرې او له استاد څخه پوښتنې وکړې.

د روشنګرۍ لکچرونه هره پنجشنبه په کابل کې تر سره کېږي چې څانګې یې په کندهار او هلمند کې هم فعاله دي.

One thought on “ځان بسیاینه لوی غیرت دی”
  1. ښاغلي استاد امان الله هوسا چې د ځان بسياينې په اړه کوم لکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ، ډېر په زړه پورې ؤ او خورا زيار يې پرې وېستی ؤ.
    د د لکچر په دوران کې د مختلفو فيلسوفانو او علماؤ اندونه وړاندې کړل. خو کله چې لکچر پای ته ورسېد ځينې ګډون کوونکو د همغو فیلسوفانو په اندونو نیوکې وکړې او د اسلام سره يې په ټمذ کې وبلل زياتره اندونه. مګر هوسا صېب وويل چې زه دا نه وايم. دا د علماؤ خپل اندونه دي.

    کله چې يو کس راځي او لکچر ورکوي نو هغه خامخا د علماؤ داسې اندونه راوړي چې د اسلام د اصولو سره په ټکر کې نه وي او نومودی پرې بشپړ قانع او منطقي اندونه وي. نو چې ته اندونه راوړې او بيا ترې دفاع نه شې کولی نو د دې لکچر مطلب څه شی دی؟!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *