پرون ورځ (۱۳۹۳/۷/۲۶) د اکاډمیسن سلیمان لایق د شاعرۍ اویایمه (۷۰) مه کلېزه وه. د غونډې په یوه برخه کې استاد سلیمان لایق خپل شعرونه لوستل او د غونډې برخوال ورته په خورا مینه غوږ- غوږ ول.
ښاغلي سلیمان لایق د خپل شعر په یوه بیت کې د ځان صفت کړې و، د بیت له ویلو مخکې یې وویل، (بخښه غواړم چې د ځان ستاینه مې کړې ده، د شاعر لویه کمزوري همدا ده، چې د خپل ځان مدح په خپله کوي خو هر کله چې شاعر د خپل ځان صفت پريږدي، یوازې د شعر هنريت او ښکلا ته پام وکړي، هغه وخت به شاعر د شعر معراج ته ورسيږي.)
په پښتو شاعرۍ کې د ډېرو دا ډول شعرو سره مخ کېږو، چې شاعرانو یې ځانونه تر نورو غوره ګڼلي خو دا ډول شعرونه تر نورو دورو په کلاسیکه کې زیات ویل شوي دي.
مثلاً د دوولسمي پیړۍ شاعر مهین خلیل یو ځای وایي:
مردګان به آفرین ورباندې وکه
د مهین غزل که ووایي خوشال ته
په پورته بیت کې د دې سره تر څنګ چې شاعر د ځان مدح کړي ده،د ادبي صنایعو څخه د حسن مقطع صنعت هم پکې راغلی دی.
حسن مقطع صنعت، هغه دی چې، شاعر په خپل غزل، قصیده او د کوم بل شعري فورم په وروستي بیت کې یې خپل نوم یا تخلص راوړٍی او شعر داسې قطع یا پرې شي، چې لوستونکی یې د نیمګړتیا احساس ونه کړي.
یا
د خوشال سره کښېني یو څو کاله
د غره خټک به واړه شاعران شي
یا
په غزل کې خو دوه بیته انتخاب وي
د رحمان تمام غزل ده، انتخاب
او بل د ارواپوهني علم وایي: کله چې انسان په خپل وجود کې د یو شي د کمبودۍ احساس وکړي، هغه بیا- بیا په خپلو خبرو، حرکاتو او سکناتو کې د هغه شي یادونه کوي.
د استاد شاعر سلیمان لایق په وینا چې راځئ کار وکړو او په عمل کې، نورو ته خپل خدمت ثابت کړو، چې نور مو په ښو صفاتو یاد کړي.
خپل صفت د خپلي خولي نه مزه نه کړي
بلبلان به دي صفت کړي که ته ګل شوې
رحمان بابا