که څه هم په ښارونو کې نجونو تر یوه بريده خپل حقونه تر لاسه کړي؛ خو لا يې په وړاندې بلا ډېرې ستونزې پرتې دي، د فرخندې د شهادت کیسه خو ټولو ته روښانه ده، چې په ژوند ښاري متمدنو ځناورو وسوځوله.
نن بیا په يوه اکاډميک مرکز کې يوه محصله چې تر پنځم ټولګي پورې ورسېده، مونوګراف يې تکميل کړ؛ خو تېره ورځ يې ځان وژنه وکړه.
نجونې چې د پوهنتون تر ليسانس دورې پورې ځان رسوي، بیا يوڅه حوصله نوره هم لري، چې د استاد لارښوونې په رڼا کې خپل مونوګراف بشپړ کړي.
وژل شوې محصله، چې د وترنري د پوهنځي د وروستي کال زدکړياله وه، د کابل پوهنتون په مرکزي ليليه کې اوسېده، چې تېره ورځ يې ټولې نوې هيلې په کفن کې وتړلې.
محصله د ډايکنډي ولایت اوسېدونکې وه، د وژنې علت يې د استاد له لوري د مونوګراف ردېدل ښودل شوی ، دا ډول خبرې په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي، چې يوه محصله دې د مونوګراف د نه بشپړېدو له امله ځان وژنه وکړي.
ښايي په همدې اکاډميک مرکز کې ډېرې داسې خبرې موجودې وې، چې زموږ خوېندي ترې ځوريږي، تر ټولو مهمه داده چې دا موضوع باید جدي ډول وڅېړل شي، که نه په راتلونکې کې به هيوادوال په اکاډميکو مراکزو بې باوره شي او خپلې لوڼي او خوېندې به له پوهنتونونو څخه وګرځوي، د هيواد په ټولو پوهنتونونو کې نجونې ځورول کېږي او تر ډېره استادان له دوی څخه د غير مشروع اړيکو غوښتنه کوي، دې ته ورته ډېرې داسې کيسې پېښې شوې؛ خو په ټولنه کې مسلطو ناروا دودونو د همدې نجونو په خوله مهرونه وهلي او د استادانود غوښتنو په وړاندې غلې پاتې کېږي، یا له خپلو زدکړو سره مخه ښه کوي، يا هم په ځان وژنه کوي.
موږ به تر هغې پورې له دغه ستونزې څخه کړېږو، تر څو چې مو د پوهنتون استاداند انسانيت په معيار برابر شوي نه وي.
ولې يو څوک ځان وژنه وکړي؟ ولې يو څوک خپلو ټولو هيلو سره مخه ښه وکړي او مخ په کفن پټ د کور پر ځای د ګور لار ونيسي؟
دلته حتما د ښځو په وړاندې له زور یاتي کار اخيستل شوی دی، دلته ارو مرو نجونې د استادانو د هوسونو قرباني ګرځي، که چېرې دا پېښه په يوه لرې منطقه کې شوې وای، ښايي د ښار متمدنې ټولنې دغه پېښه څو میاشتې شاربلې وای، ښايي د ښار متمدنه ځوانان چې د ښځو د حقونو مدافعين ځان ښيي او دوی خپلو خوېندو ته تل د ستونزو جالونه ايښي دي، همدې خلکو به دې پېښې ته له هرې زاويې کتلي وای.
وحشت که په کلي کې خيرن ترهګر تر سره کوي، وحشت بلل کېږي، که په ښار کې وحشتونه سر ته رسېږي باید د ترهګر او او متمدان استاد د وحشت تر منځ توپير ړرامنځ ته نه شي.
څنګه په يوه اکاډميک مرکز کې داسې پېښه رامنځ ته کېږي، چې محصله خپلې غاړې ته يندۍ واچوي او خپلې ټولې هيلې نيمخوا پرېږدي، تر دې ستر وحشت بل چېرته دی؟
د دغه پېښې باید جدي پلټنه وشي، تر څو په راتلونکې بیا ورته وحشتونه تکرار نه شي، ډېرو نجونو به د استادانو د ناسم چلند په وجه پوهنتون او زدکړې پرې ايښې وي، که دولت بیا هم یاده پېښه ونه څېړي، نو د نجونو په وړاندې به راتلونکی نور هم له خنډونو سره مخ وي.