که ځان ونه پېژنو، دا نړۍ نه شو پېژندی او ان خدای هم نه شو پېژندی، په دې نړۍ هغه ډول چې ښايي او وړ ده ژوند نه شو کوی، نو راځئ تر ټولو لومړی ځان وپېژنو. څوک یم؟ څرنګه يم؟ څومره يم؟ چېرته يم؟ څنګه يم؟ څه کوی شم؟ د څه توان لرم او د څه نه لرم؟ په څه پوهېږم او په څه نه پوهېږم؟ له چاسره نژدې او له چا لرې يم؟ څه بايد وکړم او څه ونه کړم؟
دا ټولې هغه پوښتنې او هغه څه دي چې د ځان په پېژندنه کې مهم رول لري، که د پورته ټولو پوښتنو ځوابونه ومومو او پرې پوه شو، يو بشپړ انسان به وو. بشپړ انسان يعنې هغه چې يوازې د خپل ځان نه بلکې د ټولو وي، د ټولو له پاره کار وکړای شي، د ټولو ستونزې درک کړای شي، د ټولو خدمت خپل فريضه وګڼي، د خدمت پر مهال، تور او سپين، ژبه، فرهنګ، سيمه او خپلوي په نظر کې ونه نيسي او ټول انسانيت او بشريت ته د خدمت جوګه شي.
داسې انسان به څنګه مومو او څنګه به وکړای شي، ایا دا شونې ده؟
هوکې دا په بشپړه توګه شونې ده، کله چې انسان د ژوند ټول اصول په پام کې ونیسي، زړور و اوسي، خپل شخصيت درک کړي، خپله ټولنه مطالعه او ځان په کې پیداکړي دا هرڅه کولای شي ان تر دې په لوړه کچه شخصيت ترې جوړېدای شي، خو ژمنتیا، هڅه او هاند، ستړيا ګالل، د برياليو کسانو د ژوند له پېښو زده کړه، دا ټول هغه څه دي چې انسان خپل هدف ته رسوي او يو بشپړ شخصيت ترې جوړوي.
د ځان پېژندنې په اړه مې دا خبرې د بااستعداده، د ښو او نېکو اخلاقو لرونکي ځوان عبدالله اواب د نوي کتاب «ځان وپېژنئ» په اړه وکړې. دروند اواب په خپل دغه اثر کې چې ستاسې پر لاس کې دی، د ځان پېژندنې په اړه ډېرې غوره لارې، غوره طريقې، ښې کړنلارې او اصول بيان کړي دي. «ځان وپېژنئ» د اواب لومړی ليکل شوی کتاب دی، دا يې د کتاب ليکنې او خلکو ته د يوه غوره او مثبت پيغام رسولو لومړۍ هڅه او تجربه ده، خو کتاب يې په لوستلو او فکر کولو ارزي، ويې لولئ او د ژوند اصول او کړنلارې ترې زده کړئ.
په ياد کتاب کې د ځان پېژندنې په اړه ډېر څه لوستی شو، هلته د ژوند لارې او طريقې په ښه ډول روښانه شوې دي. په کتاب کې به له دا ډول ښکلو او په زړه پورې عنوانونو سره لکه: «ځان پېژندنه، د بریا ضمانت، ځان وپېژنئ، د انسان بې پايه ارزښت، انسان يوازې مادي جسم نه دی، پټې خزانې، له کایناتو سره اړیکې، څوک او څه ډول یم؟ شخصیت جوړونه، شخصیت څه دی؟ د شخصیت جوړونې موخې، شخصیت پېژندنه، او د شخصیت جوړونې توکي او داسې نور ولولئ».
په کتاب کې د ژوند کولو له پاره ديارلس بريالۍ لارې وړاندې شوې دي چې په هره لاره له عمل کولو سره انسان يوې بريا ته رسېدی شي چې عبارت دي له: «د ژوند نظریه، عمل کول، ثابت قدمي، پاک نیت، د مسوولیت منل، پاڅېږه، شرم او حیاء، د ژبې ساتنه، منځلاري، صبر او زغم، استقامت، له الله (ج) او اخرت وېره او ښه ځواب ورکول».
د پورته ښکلو مطالبو تر څنګ يې ډېرو نورو ګټورو اصولو ته هم اشاره کړې ده: «هیلې او کار، ډېر ارزښت لرونکی کار، د يوې هيلې هڅه، د احساس او هيلو همغږي، د تاریخ تر ټولو هیله من انسان، له بې ځایه نیوکو ډډه، پرمختګ او بدلون، له تاکیو يې زده کړئ، زړور و اوسئ، مثبت فکر، د مثبت فکر ګټې چې عبارت دي له، مثبتې پېښې، مثبتې اړيکې، ښه روغتیا، بری، فرصتونه یا موکې، نعمتونه، ښکلا، د مثبت فکر لاره، د زهرجنو فکرونو ضررونه، فکر بدل، ژوند بدل د عاید ډېروالی، زهرجن افکار وغورځوئ، احساسات او افکار ساتل، خپل رياست، ځان ومومه، شرایط ځان ته برابر کړه، زما په اړه څو مهم ټکي، ځان ته دوکه مه ورکوه، بښنه وکړئ، ځان و ارزوئ، کوچنی پیل، مه ټنبل کېږه، مه غوسه کېږه او مه تسلیمېږه» ډېر څه ولولئ په هر عنوان کې په زړه پورې مطالب او ښکلي پيغامونه ځای پر ځای شوي دي.
نو راځئ ځان وپېژنو ترڅو په ټولنه کې خپل ځان ومومو او هغه وړتيا چې لرو يې تشخيص کړای شو، که ځان ونه پېژنو هېڅکله به هم پرمختګ ونه کړای شو او نه به هم ځان يا نورو ته د خدمت جوګه شو، نو لکه څنګه چې د کتاب په يوه عنوان کې وايي (ځان مه دوکه کوئ) په دې ښکلي پيغام عمل وکړئ، که ځان په خپله دوکه نه کړئ بل څوک مو هم دوکه کوی نه شي، که ځان په خپله کم ونه ګڼئ بل څوک مو هم کم ګڼی نه شي، نو راځئ له ځان سره مينه وکړو، څو له نورو سره هم مينه وکړای شو.
تاند او بااستعداده ځوان عبدالله اواب ته د دې هڅې مبارکي وايم، د ښاغلي اواب د همداسې نورو هڅو او لاسته راوړنو په هيله.