د مجاهیدینو د واکمنۍ پر مهال چې ځاځيان نسبتاً په امن کې وو، خو بیا به هم کله نا کله جهادي رهبرانو په خپله ګته استعمالول. د بیلګې په ډول د اریوب ځاځیو د ګوي په سیمه کې د سياف مرکز و او په سپينه شګه کې د حکمتیار مرکز، حکمتیار ځيني ځاځي حزبیان دې ته وهڅول، چې د سياف پر غونډ حمله وکړي، که څه هم ځینو پکې غنیمتونه هم لاس ته راوړل، خو یو څو مخکښ او زړور ځاځي ځوانان د دې ليوني جنګ قرباني شول. خو بیا هم ځیني مخور ځاځي قومندانان پر سیمه واکمن وو، ځاځيو په امن او خوښۍ کې وخت تیراوه. د طالبانو د راتګ پر مهال ځینو قومي مشرانو د طالبانو ملګرتیا وکړه،  ځاځي مشران قران په لاس ترې مخکې وو او طالبان یې د اریوب ځاځيو سیمې راننویستل،  همغه قومندانان چې ځاځي پرې راټول وو او خپل مشران به یې بلل، د طالبانو په زور او د سیمې د ځینو ځاځيو ملکانو په ملتیا له سیمې وشړل شول، په اریوب ځاځیو کې چې څومره وسله او مهمات وو، ټول د طالبانو لاس ته ورغلل، ځینې وسلې یې له سیمې وویستې او ځینې د امريکایي الوتکو په یوه بم له منځه يوړل شوې.

چې کله امریکا د طالب حکومت ته د اسامه د نه سپارلو له کبله د حملې ګواښ وکړ، نو همدا ځاځي له کورونو راووتل، هغه ډولونه چې له طالبانو څخه پټ شوي وو، راوویستل شول، له دود سره سم وډنګول شول، دوی په اتڼونو او اوو بيرغونو سره د ولسوالۍ مرکز(چوڼۍ) ته راټول شول، د بش کتله یې د طالبانو پر وړاندې وسوزوله او په دې سره یې واکمنو طالبانو ته وښوده چې موږ ستاسې تر څنګ ولاړ یو. خو چې کله امریکا د طالبانو پر وړاندې حملې پیل کړې او د حملو او بمباريو لړۍ تر اریوبه راوغځیده، له اریوب څخه د طالبانو ټغر ټول شو، خو چې کله د طالبانو اخري موټر له اریوبه د ازرې په لور وتل، همدې ځاځيو (محدود کسانو)  کمین ورته نیولی و، چې وسلې ترې واخلي او خالی سلاح یې کړي….، مطلب ځاځيو هر کله د زورور ملاتړ کړی دی، مګر دوی له کمزورۍ خلاص نه شول.


د کرزي حکومت په پیل کې یو دوه کاله طالبان بیخې په ځاځيو کې تری تم وو، خو یو څو کاله وروسته یې پټ پټ فعالیتونه پیل کړل، په لومړيو کې یې پر امریکایي ځواکونو حملې او پر هغوی یې د سړک غاړې ماينونه خلاصول. خو چې کله پر دوی امریکایي هوایي حملې پیل شوې او دوی ته پکې مرګ ژوبله واوښته، دوی دا غچ له امریکایانو نه، بلکې له ميشتو ځاځيو واخیست، چې ځینې کسان یې د جاسوسۍ په تور او ځینې یې د حکومت سره د همکارۍ او دندو پر ګناه ووژل، ځایي طالبانو د بدۍ له ویرې د دی د وژلو لپاره له سختزړو کوچي طالبانو چې مشري یې ادم کوله کار اخیستو، چې دا لړۍ تر اوسه لا کراره شوې نه ده.

خو ځاځيو په دې وژلو هیڅ غبرګون ونښود، نه یې ځوان راپورته شو او نه کوم مشر او خواخوږی، نه یوه ورځ لاریون وشو او نه د ځاځي د ویني پوښتنه وشوه.

چې کله څو کاله وړاندې امريکايي ځواکونه له اریوب ځاځيو ووتل، نو ځاځي خوشاله وو، چې ګواګې نور به جګړه او د ځاځيو مرګ ژوبله هم ورسره ودرېږي، خو داسې ونشول، ځاځيو طالبانو د حکومت پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ، دوی له نورو سیمو هم طالبان راوبلل، چې اوس د ځاځيو اریوب د روکیان، د شوخیل او کټه سنګ سیمه مکمله د دوی تر ولکې لاندې ده، او له همدې سيمې څخه د اریوب ځاځيو په ګډون پر ازره، جلال اباد، لوګر او د پکتیا پر ځینو سیمو بریدونه کوي.

د طالبانو ډېرښت مکمل اریوب تر خپل پوښښ لاندې راوستی، د معارف په ګډون یې ټولې دولتي او نادولتي ادارې تر فشار لاندې دي. هر کال په لسګونه ځاځي د طالبانو له خوا وژل کېږي، په اریوب کې به داسې اختر نه وي راغلی، چې طالبانو هغه کسان چې حکومتي دندې لري او په اختر کې کورونو ته راځي، دوی په بې رحمۍ نه وي وژلي او د ځاځيو اخترونه یې په غم نه وي ورلړلي، مګر ځاځیان دا هر څه په خاموشۍ زغمي او دا کړنه د خدای کار بولي او له خدایه یې سمون غواړي، دوی دومره تر ګواښ لاندي دي، چې وړوکی اقدام هم د ځان تاوان بولي.
څو ورځې وړاندې امريکايي ډرون د اریوب ځاځيو د خوځې خېلو سیمې سره په خوا کې یو سراچه موټر په نښه کړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه کسان پکې ووژل شول،  ویل کېږي چې د سراچې موټروان له ځایي طالبانو سره لاس درلود چې له دې پېښې یوه ورځ مخکې یې له دوی سره د وسلو په لیږد کې هم مرسته کړې وه او په دې کسانو کې یو بل کس هم مشکوک ښودل شوی. خبره دا ده چې مشکوک موټروان کابل او ګردېز ته موټر چلاوه، هر وخت او هر ځای نیول او وژل کیدای شو. خو لکه امریکایي ځواکونه چې په لوی لاس ځاځي وژلو ته پلمې لټوي او دا یې څووم ځل دی، چې په یو او یا دوو کسانو پسې بې ګناه کسان هم وژني. ځاځيو د همدې ظلم په خلاف په لومړي ځل په ولسوالۍ کې لاریون وکړ او دا کار یې د نورو ډېرو ځپل شویو افغانانو غوندې وغنده، خو دوی یوازې د امريکا ظلم وغنده، د طالب ظلم لا تر اوسه قانوني ګڼل کېږي او د دې لاریون ګټه هم ولس ته نه بلکې طالب ته رسېږي، داسې ګمان کېږي چې په دې لاریون کې به طالب په غیر مستقيم ډول لاس هم لري.

په اخېر کې پر ځاځيو غږ کوم:

وا ځاځيو! که غواړئ چې نور ونه وژل شئ، نو باید د هر ظلم په خلاف خپل توند غږ وباسئ، که هغه د طالب له خوا ظلم وي او یا هم د امريکا او دولت له خوا، له یو اړخیزې غندنې تاسو ته ګټه نه رسېږي، بلکې له دې نه بله جګړه ماره خوا خپله ګټه اخلي، او هغه به مو په غیر مستقیم ډول لکه د سترنج مهرې په خپله ګټه استعمالوي،  خو تاسې به دومره احساساتي شوي وای، چې په ځانونو به خبر هم لا نه وئ
وما علینا الاالبلاغ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *