همت یار جانزی :پکتیکا –

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايې چې په يوشمير رسنيوکې په ده پسي خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دې .

ځدراڼ له هند هيواد څخه دتيلفونه په کرښه وويل چې ځينو رسنيو د ده په تړاو داسي راپورونه ورکړي چې دی هندوستان هيواد ته تښتيدلی خو دی دا راپورونه بې اساسه بولی او وايې چې دی ددرملني په موخه هند هيواد ته راغلی .

نوموړی زياتوي چې دی هند ته دکورنیو چارو وزارت دامنیتي مرستیال په اجازه تللی اوتر درملنی وروسته به دير ژرخپل هيواد ته ستون شي او پر ده دلګيدليو تورونو پر بنسټ به د سپيناوي په موخه څارنوالی ته حاضر شي .

هغه وايې چې دناټوځواکونو له لوري چې کوم تاسيسات اووسايل دوی ته سپارل شوي هغه په خپل ځای پاتي دې او په دې اړه چې ویل کیږي چې ګواکي امنيه قومندان ياد شوي مواد پلورلي، بې بنسټه اوبې ځایه وبلل اودا يې دده په اړه يوه توتيه او دسيسه وبلله.

ځدراڼ وايې چې له ناټو ځواکونو څخه  افغان دولت ته دتاسيساتو د سپارلو په وخت کې د پکتيکا ولايت دمقام ،امنيه قومنداني ،ملی امنيت او څارنوالۍ له استاز جوړکمیسیون موجود وو او له دوی سره یاد توکي ليست وار پراته دي .

 وړمه ورځ په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې دپکتیکا امنیه قوماندان دولت خان ځدراڼ دنړړیوالو ځواکونولخوا افغان لوری ته سپارل شوي  تأ سیسات او تجهیزات تخریب کړي او پلورلي دي .

ديادونې وړده چې ناټوځواکونو يوه مياشت وړاندې خپله پوځي اډه او ورپوري اړوند تاسيسات افغان دو دولت وسپارل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *