خان افضل چې د ګل دراز د کور مخې ته څو وسلوال او د هغه د تره زامن ولیدل، ویې منله چې تربوران یې په رښتیا هم ځمکه ترې خپلوي، ممکن طالبانو ته یې پیسې منلې وي، هغوی به اوس پرېکړه کوي، په ناحقه به د ده به په جریبونو ځمکه د هغوی حق بولي.

په شنو پټیو کې ور روان و، چې لا هم غره د لمر له وړانګو د همدې پټیو دریمه برخه او کورونه پټ کړي وو، چې ور ورسېد، یو او بل ته یې لاس ونیو، یو وسلوال چې د تور پټکي لاندې اوږده وېښتان یې د مخ لور ته په اوږو پراته وو، وویل – دا خلک وايي چې دا ځمکه یې خپله ده او ستا پلار ترې په زور نیولې وه.

ـ ملا صیب! د دوی پلرونه او زما پلار سره د تره زامن و، زما پلار یو و او دوی ډېر وو، نو ته وایه چې هغه به خپل سر له دوی ساته، که به یې ځمکه ترې نیوله.

ملا صیب د دوی په منځ کې ولاړ و، څلورو وسلوالو یې شا و خوا امنیت نیولی و، دعوه ګر لوري ته یې مخ واړاوه.
ـ ګل درازه ته څه وایې؟

ګل دراز په ټولو وروڼو او د ترو زامنو کې مشر و، څو څلور میاشتې او څلوېښتۍ یې په تبلیغ کې اړولې وې، امیر صیب یې باله، په بې برېتو ګډه وډه ږیره یې لاس تېر کړ – قومندان شمس الله خدای شاهد دی او دا ولس، چې زما ترونو د خان افضل پلار ته په ژوند کې یوه ترخه خبره هم نه ده کړې. پخوا خلک کم وو، ځمکې ډېرې وې، د خان افضل پلار همدا ځمکه – چې زموږ د کور مخه ده ـ د ځان بلله، زموږ ترونو هم په دې ور پرېښودلې وه چې میر افضل یو دی، که لانجه یې ور سره کولی، د خلکو مخ ور اوښت.

خان افضل چې له خولې شنه نصور تو کول، په سره کړې ږیره یې هم توی شول – قومندان صیب اوس به حقیقت ته را شو، پلار راته ویلي وو چې دا ځمکه یې په زور ده ته ور کړې ده.

ګل دراز په زوره وخندل ـ په زور څنګه، د الله بنده! زور پرېږده، په رضا څوک چا ته ځمکه ور کوي؟ هغه هم د کور مخ ته؟

ـ زه دې خبر خلاصه کړم، قومندان صیب دا ځمکه پخوا شاړه وه، زما پلار ته یې ویلي و چې زموږ کورنۍ ډېره ده، فصل مو بس نه دی، ته د سیند په غاړه لوی پټی موږ ته را کړه، او تاته به موږ د کور مخ ته ټوله شاړه ځمکه در کړو.
قومندان په اوږده سوربخنه ږیره کې ګوتې وهلې، ویې پوښت- نو ستا پلار ور کوله؟

ـ که ور کړې یې نه وی، جنجال ور ته جوړېده، څو کاله مخکې چې خارجیان راغلل، په هغه بله ولسوالۍ کې یې له سیند لویه ویاله را وتړله، للمۍ ځمکه په ابي بدله شوه، د سیند دا او پورې غاړه په پل سره وتړل شوې، دا ځای په بازار بدل شو، ځمکې قیمته شوې، پخوا یو جریب په یو لک و، اوس جریب دیارلس لکو ته ختلی دی، ځکه دوی پرې دعوه کوي.

ګل دراز چې د لرګي تسپې په لاس کې اړولې، په زوره زوره یې ویل – استغفرالله استغفرالله دومره غټ درواغ.

ـ خدای ښه پوهیږي چې درواغ وایم، که رښتیا؟

ـ په همدې خدای به یې ثابته کړو، چې په حقه څوک دی؟

خان افضل غوسه شو، سور مخ یې نور هم سور شو.

ـ څنګه به یې ثابتوو؟

ګل دراز د مخ جیب ته لاس کړ، کوچنی قران یې را وباسه چې په سره څرمن کې پوښل شوی و.

ـ ځمکې ته به یې ونیسو چې غږ وکړي او ګواهي ور کړي چې د چا ده.

خان افضل له ملایانو اورېدلي وو چې پخوا هرڅه غږېدل، خو وروسته خدای له خبرو منع کړل، اوس یواځې انسان خبرې کوي، ځکه ډاډه و، چې ځمکه خبرې نشي کولی او که د قران په خاطر ځمکه غږیږي، نو د ده په پلوي به شاهدي ور کوي، خو بیا یې هم باور نه کېده، ویې پوښتل ـ که غږ ونه کړي؟

ـ بس موږ به ملامت یو، قومندان شمس الله چې هر څومره شرم را باندې کېښود، تاسو ته به یې در کوو.

ګل دراز د خپل کور له دېوال دوه متره مخ ته لاړ، د خان افضل د رومیانو په پټي کې ودرېد، قومندان ته یې مخ ور واړاوه.

ـ قومندان شمس الله زموږ په ځای به ته دا قران ځمکې ته نیسې او ورته وایې به چې له دې ځای نیولې هاغه د خښتو سرې کلا پورې ځمکه د چا ده.

طالب قومندان اول په ځمکه نظر واچاوه، چې تر لسو جریبو رسېدله او خان افضل پکې ټماټر، بادرنګ او ترې کرلي وو، له ډېر شینوالي تور ښکارېدل، خو دوه کاله مخکې چې خارجیانو لوی نهر تړلی نه و، ټوله ځمکه شاړه او سپېره ډاګ وه.

قومندان شمس الله چې ملا هم و، بسم الله یې وویله، مخ په قبله ودرېد.

ـ ای ځمکې! د دې کلام الله په خاطر چې جبراییل امین، د خدای له لوري په محمد نازل کړی دی، ووایه چې ته د چا یې؟
لږ شیبه وروسته ډډ غږ واورېدل شوـ زه ټوله ځمکه چې خان افضل کرلې یم، د ګل دراز او د هغه د ترو زامنو یم.

ملا له ځان سره سبحان الله سبحان الله ویل او ګل دراز د دوو پټیو په منځ کې په پوله په سجده پرېوت، خان افضل حیران و، زړه یې دربېده، ته وا سا پکې نشته، څه یې ویلی نه شول.

ګل دراز چې له سجدې پورته شو، په ټنډه یې وچ واښه پراته و، ږیره یې په خاورو شوې وه. په غوسه یې وویل ـ لعنت په دې انګریز حکومت، څو ځلې ولسوال ته ورغلم چې د ځمکې مسله را حل کړي، ده به ویل اسناد نه لرې، ما به چې قران ورته ښکاره کړ، په خندا به یې پوښتنه وکړه په موږ ریشخند وهې، که په ځان، ته وایه شمس الله دا ریشخند دی.

قومندان مسک شو- موږ یې هسې په مقابل کې پورته شوي نه یو.

قومندان شمس الله ته چې په اواره هر سړی دښمن ښکارېده، د ګل دارز دوی له کورونو څو سوه متره لرې له شنې درې د ګلدراز په غوښتنه او ډاډ راوتلی و، خپل ټوپک چلول یې له ځمکې وپوښتل او ترې واورېدل یې چې دا جګړه جهاد دی، خو غوښتل یې دا ګواهی د ډېرو خلکو غوږونو ته ورسیږي، یو وسلوال ته یې غږ کړ – فضل سبحانه! امرالله هم در سره که، په سړک کې ودریږئ، هر موټر دروئ او ورته ووايئ چې راشئ، له ځمکې زموږ د جهاد ګواهي واورئ، د پل په سر دوکانو کې خلک او سپرلئ هم را خبر کړئ.

څو شیبې وروسته له موټرو کوز شوي په لسګونو کسان، د پل په سر دوکاندران، نور کاروباریان او ولاړ خلک چې موټرو ته منتظر و او لویو ښارونو ته تلل، را ورسېدل، له یو او بل یې پوښتل، ځمکه څنګه غږیږي، د خدای په امر هرڅه له خبرو منع شوي دي.

خلک چې ښه را ډېر شول، ملا صیب بیا غږ کړ
ـ ای د خدای پیداوښت ځمکې شاهدي ور کړه، چې د امیرا المومنین په مشرۍ د غلام رژیم په ضد زموږ جګړه جهاد دی که فساد؟

له هغې خوا بیا ډډ غږ واورېدل شو – جهاد دی جهاد
څوک چې نږدې و، غږ یې واورېد، توبه توبه نارې یې وهلې، په لسګونو خلک چې شا ته و، د هغه ځای لور ته نږدې کېدل چې د ځمکې غږ ترې را تلو، د خلکو د وزن له زوره ځمکه کېناستله، د نیم متر په اندازه سورور او لوړ سورنګ ښکاره شو چې د ګل دراز د کور او هغه ځای ترمنځ اېستل شوی و، چې د ځمکې غږ ترې راتلو، د کلنګ او مېتې نښې پکې له ورایه ښکارېدلې.
۲۰۱۵ مارچ ۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *