د ۱۹۷۰ میلادې کال را په دي خوا په ټوله نړۍ کې تقریبا ۲۹٪ ځنګلنونه وه چې څلور لسیزه د صنعتي وخت یا زمان په نوم سره یادیږي په دغه وخت کې د ټولي نړۍ په سطه تقریبا ۱۱٪ ځنګلونه له منځه تللې دي. موتاسفانه په افغانستان کې هم دغسي یوه پیښه رامنځ ته شوي ده څلور لسیزی جنګل په افغانستان کې زموږ هم د ۵٪ ځنګلونو نه چې د افغانستان جغرافیه یې پوښلي وه اوس تقریبا ۲.۸٪ ځنګلونه شته.
موږ نه یوازي له ځمکنيو غمونو څخه کړیږو بلکې طبیعت او اسمان هم راته په قهر دي. کله وچکالۍ راته خلک وژلي وي، کله سیلابونو د اکړیدلي خلک تر اوبو لاندي کړي وي او کله زلزلو کورونه راباندي نړولي وي.
دلته بیا موږ وایو د خدای په کارونو کار مه لره درته په قهر به شي، عاجز بنده يې زما او ستا یې له دې کارونو سره څه؟ ښه نو اوس خپل ګناهونه هم په خدای تاوان کړو؟
زه ونې قطع کوم، ځنګلونه له منځه وړم، زراعتي مځکو کي بیلډینګونه جوړم او د اقلیم د تغیر سبب هم زه ګرځم نو بیا کله چې سیلاب ، وچکالي او طوفان راشي په خداي یی تاوان کړم. خداي عقل راکړي:
چې انجام دي پریوتی نه دی نور څه دي چي پې ناست یي پریکوي هماغه څانګه دا ټول زموږ مشکل دي، په ژمي کي د غربت او یا هم جهالت له لاسه پلاستیکونه ، زړي جامي او حتي د ګاډیو ټیرونه سوزو چاپیریال مو ټول دربدر کړ په ملک کي مو شنه ګیاه په دوربین کي نه ښکاري او بیا وايي چې ولی طبعی افات راځي. هغه تیل چې په خپلو موټرونو کي یي سوزو دومره دود تولیدوي ته به وايي چې د تیلو په ځاي دي په موټر کي موبلایل اچولي دي او ټول ترانسپورتي وسایل په مبلایلو راغلي دي.
ما د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتني پوهنځي د یو استاد سره د طبیعي پیښو او چاپیریال ساتني اړوند موضوع مرکه درلوده هغه راته په خپلو خبرو کې وویل چې د ماسټري په دوره کې یو ورځ چکر ته اووتو د هند یوي لیري پرتي سیمي ته له لګ ډیر مزل وروسته مو ولیدل چې د سرک په منځه کې ونه وه خو هغوي ونه نه وه وهلي او سرک یې تري تاو کړي وه هغوي ته یوه ونه ډير زیات ارزښت لري نو ما فکر وکړ چې راشه افغانستان موږ اوتاسي ونه له منځه وړو او پر ځاي یي کور جوړو په داسي حال کې چې یوه ونه له ۷ څخه تر ۱۸ کسانو لپاره اکسیجن برابره وي او د مضره ګازونو مخ نیوي کوي.
سره له دي چې ځنګل د ډیر اقتصادي ، تجارتي او اکولوجیکې ګټو په درلودلو سره خورا ارزښت لري.
چې ځیني ګټي یې په لاندي ډول دي.
- د اوبو او هوا تعادل بر قرار ساتي او د ککړتیا مخه یی نیسي.
- د اوبو او خاوري څخه ساتنه کوي.
- د نړیوالي تودوخي مخ نیوی کوي.
- د وحشي حیواناتو لپاره د ژونو کولو ښه زمینه برابره وي.
- د هوا د ککړتیا مخه نیسي.
- د غږ د ککړتیا مخه نیسی.
- د سیلابونو مخنیوي کوي.
- د برف کوچ څخه مخنینوي کوي.
- د ځمکښویدني څخه مخ نیوي کوي.
- د یوي شني فضا په رامنځ ته کولو سره د انسانانو د تفریح یوه ډیره مهمه او ګټوره منبع ګڼل کیږي.
ځنګلونه همداسي نوري ډیري ګټي لري چې دلته مو ځینو ته یادونه وکړه.
سره له دي چې د هیواد د اساسي قانون په ۱۵مه ماده کې دولت اړ دی ترسو د ځنګلونو او چاپیریال خوندي ساتلو او خه والي په برخه کې اړین تدبیرونه ونیسي.
نو راځي د دولت او اړوندو ادارو سره په شریکه د ځنګلونو بیا رغونه وکړو تر سو په یو پاک اوسالم چاپیریال کې مو استوګنه وي.
په راتلونکې مقاله کې به بیا په دي خبري وکړو چې ولې ځنګل له منځه وړو؟ هغه کوم عوامل دي چې موږ دي ته مجبوروي تر سو دا ښکلا ګاني په لوي لاس له منځه وړو او کته کوو یې.