په حربي ښوونځي کې مو لومړنۍ ورځې وې. موږ پنځه – شپږ تنه ملګري له یوه ښوونځي او یوې سیمې (هوايي بلاکونه) حربي ښوونځي ته تللي وو. د ناټو په شان مو سره هوډ کړی و چې که چا زموږ د ډلې له هر ملګري سره جنګ وکړ، ټول به یې په ګډه ډبوو. یوه ورځ یو هلک نل ته ولاړ و، اوبه یې څښلې. پوښتنه مو ځنې وکړه چې له کوم مکتبه راغلی یې؟
ویې ویل: د لامعې شهید له مکتبه.
په ملنډو مې وویل: هغه خو د نجونو مکتب دی. شرمېږې نه چې د نجونو مکتب ته تلې.
زموږ له کټ کټ خندا سره د هلک په غنمرګو اننګو کې سرخي پیدا شوه. د هلک سر و مخ او دریشي پاک سوتره او منظم وو. داسې کسان معمولاً عاجزګنکي وي. موږ ته نو خدای راکړه چې ویې ځورو. ومې ویل: څووم نمره وې؟
– اول نمره.
– پلار دې څه کار کوي؟
– جنرال دی.
یوه ذهني پوښتنه مې ځنې وکړه، نه یې وه زده. ریشخندي مو پرې شروع کړه: اوهووووو، واسطه لال، واسطه لال. د جنرال بچیه، حتماً به دې د پلار په خاطر اول نمره شوی وې.
د کورس د ډلې په شان مو په یوه اواز «واسطه لال، واسطه لال» غږونه په ترنم کې کول. د هغه ورا پار خطا و. حیران و چې څه رقم مخلوق سره مخ شوی دی.
د دوی کور په زړو میکرویانو کې وو. په دې بلاکونو کې په کلتوري لحاظ د لوړې طبقې خلک اوسېدل، هغه خلک چې ان د ظاهر شاه په وخت کې، په اپارتمانونو کې د اوسېدو په فرهنګ پوهېدل. د دې وګړو اولادونه ډېر با ادبه او بانزاکته وو.
دوه – درې میاشتې وروسته چې جنرال عبدالقادر میاخېل د حربي ښوونځي قوماندان شو، زموږ د دورې له ټولو شاګردانو یې کانکور ازموینه واخیسته چې سویه مو معلومه کړي. بله ورځ یې د درسخونو د بارک مخې ته ودرولو، تقریباً دوولس سوه کسان وو. د کنډک قوماندان مو اعلان وکړ چې یوازې دوو کسانو ټولې پوښتنې سمې حل کړې وې او د حربي ښوونځي قوماندان ورته یو یو قلم په جایزه کې رالېږلی دی. یو قلم فرید «هماغه چې موږ واسطه لال باله» وګاټه او بل یې ما. زېړ خودرنګ قلمونه وو چې په انګلیسي ورباندې «لیلا» لیکل شوی و. نه پوهېږم چې د دې قلمونو ارزښت به څومره و خو دا لومړی ځل و چې چا جایزه راکوله.
تر دې وروسته مو له فرید سره انډیوالي جوړه شوه. په خپلې خبرې پښېمانه وم چې دی مې واسطه لال بللی و او دی مې ځورولی و. دی د (ج) صنف اول نمره شو، زه د (الف). خو د ده استعداد خورا عالي و. ریاضي ورته اوبو غوندې اسانه وه، د مثلثاتو او فضايي هندسې قضیې به داسې هضمولې چې ته وا ده پخپله کشف کړې دي. کله کله به مو د ریاضیاتو استادانو دی نورو صنفونو ته لېږه چې درس ورکړي. زما یوه لنډه کیسه ده «تړلی» هلته اېمل، همدغه فرید دی.
غټې تورې سترګې، لوړه پزه، نرۍ شونډې او ښکلې څېره یې د نورو انار دره ګیانو میراث وو. د فراه د انار درې تقریباً ټول وګړي همداسې څېرې لري. د ده لیاقت او محبوبیت سره غاړه غړۍ وو. په حربي ښوونځي کې د ټولګیو اول نمره ګان «صنف مشران» بلل کېږي چې د قوماندانانو په غیاب کې د خپل ټولګي د ادارې مسوولان دي. زموږ په دوره کې خورا بې باکه او شوخ هلکان وو. زه د خپل ټولګي په اداره کې پاتې راغلی وم، ان تر دې چې نیت مې کړی و مکتب خوشې کړم. یو ځل خو مې د الجبر په کلني امتحان کې پوره نیمايي سوالونه بې ځوابه پرېښودل. ما ویل پرېږده چې بل څوک اول نمره شي او زه د ادارې له جنجاله خلاص شم. خو، استاد سخي نور شاه خان دیپارتمنت ته وروغوښتم. پوښتنه یې وکړه چې دا سوالونه دې ولې نه دي حل کړي؟
ومې ویل چې زده مې نه وو.
استاد وویل: ډېر کم عقله یې. د هرې پوښتنې یو جز دې حل کړی، بل دې پرېښی. څوک به نه پوهېږي چې دا کار دې قصداً کړی دی؟
پارچه یې د مېز سر ته راواچوله چې کېنه او حل یې کړه.
خو، فرید خپل ټولګیوال داسې د ځان مریدان کړي وو چې چپه به یې ویل، چپه به وه، که راسته به یې ویل، راسته به وه. هره ورځ به یې دوه درې هلکان په خپل صلاحیت رخصتول چې پر دېواله واوړي او کور ته لاړ شي. ده به په راپور کې حاضر نیول. په حربي ښوونځي کې هر سهار، ماښام او ماخستن صنف مشرانو نوکریوال افسر ته د خپلو ټولګیو د حاضرۍ راپور ورکاوه. نوکریوال به شاګردان په نظام درول او د هر ټولګي هلکان به یې حسابول چې پوره دي که نه؟ خو، هېڅوک پوه نه شول چې فرید څه چل کاوه؟ ده به د حاضر او غير حاضرو شاګردانو شمېر سم لیکه خو د دواړه حاصل جمع به د ټولګي مجموعي تعداد (اصل بست) نه پوره کاوه. دې ته تر یوولسم صنفه پورې د هېچا پام نه شوی خو، د همدې وروستي کال په یوه شپه کې زموږ ټولی مشر، محمد خان (قصاب) عددونه سره جمع کړل او پوه شو چې درې کسان کم دي. ده د نورو ورځو راپورونه راوایستل، که ګوري چې هره ورځ دوه – درې نفره غیب دي. محمد خان به چې په غوسه شو، سپېږمې به یې ارتې شوې، تا ویل چې د رېل ګاډي بخار ځنې راووځي. دی د خپلې بې رحمۍ په وجه په قصاب مشهور شوی و. پر فرید یې برید وکړ، څو سوک او څپېړې یې ورحواله کړې، له ډېره درده یې په وهلو زړه یخ نه شو، فرید ته یې د پلار زیاړې وکړې.
فرید د زیاړې غچ واخیست. خو څنګه؟ لومړی یې څلور پنځه ډارن هلکان رخصت کړل، ورته یې وویل: «زه به مو په راپور کې حاضر ونیسم، تاسې بې غمه کورو ته لاړ شئ.» هغوی چې لاړل، نور شاګران یې منظم په لیکو ودرول او د دېوال خوا ته یې مرش کړل. د حربي ښوونځي په تاریخ کې داسې نه و شوی چې پوره یو صنف دې تښتېدلی وي. سبا ته یې د هندسې امتحان و. یو څو ناځوانو په هماغه شپه بېرته ځانونه مکتب ته رسولي وو خو نورو شپه په کورونو کې تېره کړه. سبا ته چې راغلل، محمد خان یې په ډبولو پیل وکړ. په عسکري ملاوستني (کمربند) چې پنډ اوسپنیز ګل یې وي، هلکان دومره ووهل چې پخپله ستړی شو، بیا یې جمپرونه ورباندې وکښل، مرش مرش پروت، مرش مرش پروت. زحف و پروت یعنې پړ مخې پرېوځه او په څنګلو ځان وڅکوه. د هلکانو څنګلې وینې شوې.
یو دم فرید چیغه وکړه چې وتښتئ. ټول د تشنابونو خوا ته وتښتېدل او تري تم شول. اوس نو هلته امتحان شروع کېږي او دلته بسته یو صنف ورک دی. محمد خان چې هر څه وکړل، څوک یې پیدا نه کړل. اخر کې یې یو بل قوماندان ته وویل چې ورشه هلکان راوله، زه به یې معاف کړم.
د کانکور لپاره درې میاشتې رخصت وو. موږ ته یې زر پوښتنې راکړې وې چې له همدې پوښتنو به په کانکور کې راځي. اکثره پوښتنې یې داسې وې چې موږ په درسونو کې نه وې لوستې. پوره دوه میاشتې هدایت الله، حامد، زبیر او زه لګیا وو، سلګونه کتابه مو راغونډ کړي وو او د پوښتنو ځوابونه مو راوایستل. بیا مو د ځوابونو یادول پیل کړل. د هدایت، حامد او زما کور په هوايي بلاکو کې و. زبیر به له خوشحال مېنې پر بایسیکل راته. کله به د هدایت دوی په کور کې ناست وو، کله د حامد او کله زموږ په کور کې. هدایت او حامد بیا پولي تخنیک ته کامیاب شول، زبیر او زه طب ته. امتحان ته څو شپې پاتې وې چې د فرید پوښتنې ته ورغلو، که ګورو چې سړی یاغي شوی، ټکی درس یې نه و ویلی. ته ووایه، بل ووایه، ایله چې مو فرید درس ته مجبور کړ. د پوښتنو تیار ځوابونه مو ورکړل. فرید ډېر ذکي و خو د دومره ډېرو نویو شیانو زده کول په څو شپو کې نه کېدل. دی حقوقو ته کامیاب شو. یو بل همدوره مو چې بیخي نالایقه و، واسطه یې کړې وه، طب ته راغلی و. هغه په خپله پوهېده چې د طب درسونه نه شي ویلی نو راضي شو چې له فرید سره خپل ځای بدل کړي.
څلور کاله وروسته مو عسکري دریشۍ غورځولې او د سر ویښتان مو خوشې کړي وو. لکه له بنده ازاد شوې مرغۍ خوشحاله وو. په پي سي بي کې استادانو کیمیا نه بلا جوړه کړې وه. په هره دوره کې به لسګونه محصلان په کیمیا کې ناکامېدل. ټولو له کیمیا سر ټکاوه خو فرید ویل: «استادانو یوازې د شیانو نومونه بدل کړي دي «انتروپي» «انتل پي» که نه کیمیا ډېره اسانه ده» فرید ته کیمیا نسوار هم نه و.
ګومان کوم په دویم سمستر کې و چې یوه ورځ یوه بوکسر ټولګیوال مو زبیر وهلی و. هماغسې چې د حربي ښوونځي هلکان په جنګ کې سره یو لاس وو، په پوهنتون کې هم نظامي محصلان دغسې وو. لوی جنګ ونښت. بوکسر فرهاد د حقوقو په پوهنځي کې انډیوالان لرل. څه د هغه ملګري شول او څه نظامیان د طب او کابل پوهنتون تر منځ سړک کې داسې ګڼه ګوڼه جوړه شوه چې ته وا د کوم هندي فلم شوټنګ ته خلک راټول شوي دي. لومړی وار فرید وکړ، فرهاد یې په سوک وواهه او جنګ شروع شو. احمدشاه او فاروق مو په ټیکواندو کې شنه کمربندونه لرل، دواړه دنګ. له لرې به دوې لغتې ښکاره شوې چې هوا ته پورته کېږي او مخې ته یې دوه نفره غورځېږي. د چا له پزې وینه بهېده، د چا لستوڼی شکېدلی، د چا ګرېوان. پولیس او د کابل ګارنیزیون انضباطان راورسېدل، هر چا هڅه کوله چې ځان وباسي خو فرید یې مخې ته ودرېد چې جنګ ما کړی دی، په نورو کار مه لرئ.
تر دې جګړې وروسته، فرهاد هم د فرید انډیوال شو. هغه داسې چې د فرید پلار تورنجنرال محمد انور د سرطان په ناروغۍ ومړ او فرهاد یې فاتحې ته راغی. یو څو موده وروسته، فرید یوه ورځ پوهنتون ته رانغی، بله ورځ، بله ورځ. کور ته یې ورغلم، نه و. د میکرویانو په پارک کې مې خریېلی سر ولید. چا سره یې جنګ کړی و، عسکرو په زوره ورباندې سر خریېلی و. دی له شرمه پوهنتون ته نه راته. له لاسه مې ونیو، سلماني ته مې بوت. سلمان ته مې وویل چې سر مې پاک کل کړي. بیا نو دی یوازې نه و، په طب کې دوه سر خریېلي محصلان له پیکدارو خولیو سره لر بر کېدل.
کله کله به مازدیګري د میکرویانو چکر مو واهه. ده به د زړو میکرویانو په پارک کې بایسیکل داسې تېز ځغلاوه چې ما وې واس به نفر ووهي خو ده به د روان کس شا ته داسې وخت بریک ونیو چې فقط څو سانتي فاصله به یې ورسره لاره. ما ورته ویل، وه هلکه څه کوې، په لوی لاس شخړه جوړوې، خو چا ته یې وایې.
یوه ورځ د سلوکي علومو په ساعت کې هلکانو شور ماشور کاوه، استاد وویل: «که چا ته درس خوند نه ورکوي، ودې ووځي. زه به یې غیرحاضر نه کړم.» ټول غلي کېناستل خو فرید ووت. استاد بیا دا خبره هېره نه کړه، په امتحان کې یې د ده په سمه پارچه صفر ولیکه.
دویم صنف ته چې لاړو، مجاهدینو کابل ونیو او غوبل یې ګډ کړ. پوهنتون درې کاله بند و. هر چا ځان یوې خوا ته وایست. فرید له خپلو ماماګانو سره لومړی په پېښور او بیا په کندهار کې د تجارت کار وبار روان کړ. بېرته پوهتنون ته رانغی او د ډېرو نورو استعدادونو په شان د ده استعداد هم ضایع شو. په تجارت کې یې ښه پرمختګ وکړ خو که ډاکتر شوی وای، ډېر تکړه ډاکتر به ځنې جوړ و. دا په دې چې ده ډېر ښه تحلیلي فکر درلود. ښه ډاکتر هغه نه دی چې ښه حافظه ولري. ښه ډاکتر هغه دی چې معلومات ښه تحلیلولی شي. اوس هم اقتصادي مسایل داسې اسانه درته تحلیل او تشرېح کړي چې ته به وايې په اقتصاد کې ماسټري لري.
په تنظیمي جګړو کې او وروسته د طالبانو په حکومت کې د ټولو افغانانو ژوند خراب و. ده به کال په کال ډېرو محتاجو انډیوالانو سره مرسته کوله. د طب وروستی کال مو و، ما غوښتل د ترور لمسۍ مې وکړم خو روپۍ ما لا نه لرله او د نجلۍ د پلار څو خپلوان شله وو چې خپلو زامنو ته یې وغواړي. فرید مې خبر کړ. ویې ویل چې مور دې ورولېږه چې څومره پیسې دې په کار وي، زه به یې درکړم. په هاغه وخت کې دېرش زره کلدارې ډېرې پیسې وې. د ده پيسې مې بیا ان درې کاله وروسته پرې کړې.
دوه کاله مخکې مو یو ټولګیوال مړ شو. له جنازې چې راوګرځېدو، فرید په ټولو غږ وکړ چې د وفات شوي ملګري کورنۍ ته به پيسې ټولې کړو، دې وخت کې د ډېرو ملګرو وس ښه و. په هماغه ورځ مو پيسې ټولې کړې. ده بیا خپله مېرمن د هغه کور ته ولېږله او ورته ویې ویل چې پیسې به د متوفا مېرمنې ته ورکوي. تر اوسه پورې وخت په وخت د هغوی احوال اخلي او مرسته ورسره کوي. زما په ناول «د ولسمشر فرمان» کې دوکاندار فرید، د همدغه فرید خویونه لري.
فرید ځوان، باغي او بلاغواړی (ماجراجو) دی خو دغه ګل یو اغزی لري.
کله کله مبالغه کوي او دا کار په داسې مهارت کوي چې د ډېرو خلکو زړونو تهلوېږي. مثلاً زه لا محصل وم چې ده خپلو خپلوانو ته داسې معرفي کړم: «دیدومره تکړه ډاکتر دی چې څو ورځې مخکېد کابل پروفیسران د پښتورګو په یوهعملیات کې حیران و چې څه وکړي، بیا ده لاره وروښوده.«
ډاکټر صاحب داسی یو خبری ته دی اشاره کړی چی کټ مټ زما او دفرید قصه یو شان ده بس دا ددی نظام د لاسه چی دخلکو استعدادونه یی تباه کړی دی