نور محمد ثاقب

د هر ملت او ټولنې دولت هڅه کوي، چې د ځوانانو  لپاره یو لړ ګټورې پروژې ډیزاین او د تطبیق په موخه یې شرایط برابر کړي. د دغو پروژو په پلي کولو سره د ځوانانوکاري ظرفیتونه لوړیږي او د فني زده کړو نه یې برخمن کوي. ځکه چې د ځوانانو پیاوړي کول د دولت مسولیتونه او ارزوګانې وي. دولت غواړي، چې ځوان باید د کارکولو توانمند او  د ټولنیز خدمت کولو جوګه وي. هر ځوان باید نه یوازې دا چې، خپل ځان ته خدمت وکړي، بلکې د هیواد په ابادولو او په ټولنیزه خیر ښېګڼه کې فعاله رول ولري. د هر ځوان مقصد باید دوه اړخونه ولري. یو د شخصي ژوند لوړتیا او بل دا چې، ټولنې ته یې یو ډول نه یو ډول ګټه ورسیږي. ټولنیز فکر لرل د هر ځوان دنده هم ده. نو راځئ، چې د هنر او فن د زده کړو په لټه کې شو. هغه دولتي پروژې، چې عامو خلکو او ځوانانو ته یې ګټې رسیږي؛ حمایه کړو. له دې سره مو په ژوند کې غوره والی راځي.

د ټولنې هغه وګړي، چې فن سالاره دي او د یوه کسب په توګه یې فن زده کړی. لکه: د موبایل، رادیو، تلویزیون او کمپيوټرونو ترمیموونکي، د ساتونو(ساعتونو) او موټرونو ترمیموونکي، پخوونکي، پښان، موټرچلوونکي، د اوبو پايپونو غزوونکي(plumbers)، رنګ کوونکي، برقي، خیاط، خټګر، ترکاڼ او داسې نور. د یادو فنونو څښتنان د هغو ځوانانو په پرتله ډیر ارام او اسانه ژوند تیروي؛ چې بې هنره وي. هنر لرونکي انسانان د بېکارۍ سره په مقابله کې غښتلي او ماتي ورکوونکي وي. د کورنۍ او ټولنې په مالي او اقتصادي پراختیا کې رغنده  رول لري.

برخلاف هغه ځوانان چې فن او هنر یې نه زده؛ ډیر په سختۍ ژوند تیروي. له ټولنې سره همکاري نشي کولای. ان ده، چې د خپلې کورنۍ غړو د پالنې او روزنې مسولیت هم په سمه توګه نشي ادا کولای. په کار ده، چې هر وګړی، په ځانګړي توګه ځوانان د هنر او فن د زده کړو په لټه کې شي ترڅو د اغېزمن انسان په توګه عزتمن او بریمن واوسي.

 هنر د پوهې یوه څانګه ده، چې  د شخصي احساساتو، فکرونو او مفکورو څرګندونه کوي. هنر پرمختیا ته د ودې یوه نوښتګره وسیله ده، چې ساینسي ازمویښت او تجربو پورې تړاو نه لري. هنر د یوه انسان شخصي ځیرکتیا او مهارتونه په کار اچوي، ترڅو خپلې کمې سرچینې  په داسې غوره  طریقو سره وکاروي؛ چې له مخې یې زیاته ګټه او ارزښت په لاس راشي.

هنر هغه وړتیا ده، چې له مخې یې پوهیدلای شو ترڅو څنګه او په کومې طریقې سره د ستونزې حل پيداکړو. هنر د عملي چارو په منظمه توګه او ترتیب سره پرمخ بیولو څخه عبارت دی. یو لړ لوړ مهارتونه او وړتیاوې چې د عملي کار، مطالعې او مشاهدې په ترڅ کې زده کړل شوي وي؛ له هنره عبارت دی.

 هنر لاندې ځانګړنې لري:

  دکار او ټولنیزو اړیکو پرمهال سپیڅلی لید لوری، عملي پوهې ته اړتیا لري، نظري پوهه د هنرلرونکي سره په لاسته راوړنوکې ډیره مرسته کوي. هنر لرونکی په یوازیتوب چارې پرمخ نشي وړی، ځکه خو د مفاهمې هنر ته اړتیا لري. هنر لرونکی اړ دی، چې د څرګندو میتودونو او کړنلارو نه شتون په صورت کې نوښت وکړي او د هدف ترلاسه کولو په موخه د خپل تصور او مهارتونو په کار اچولو سره پرمخ لاړ شي، هنر عملي خصوصیات لري، چې د پر له پسې عملي کار کولو سره هنرلرونکی اصلاحات روالي او اکثره وخت هنرلرونکي د سیانسي میتودونو په بنیاد چارې پر مخ نه وړي.

پای

۱۳۹۴ غبرګولي ۲۲ جمعې ورځ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *