اوسني ځوانان په ريښتينوالۍ او شخصيت جوړونه کې په تصوري توګه دې پايلې ته رسيدلي چې ګواکي په هر ډول واقعيت بيانولو او رښتياتوب سره يو غوره شخصيت جوړېږي. په دې لړ کې دوی داسې څه وايي او کوي چې انسان او انساني اخلاق يې نه خوښوي.

 په ريښتينوالۍ کې افراط:

يوه ورځ مې يوه ځوان ته په روغبړ کې په واقعيت سره وويل: پوښتنه مې دې کړې ده! ده مننه وکړه خو دا يې هم د ريښتينوالۍ په توګه ورسره غبرګه کړه؛ والله ما دې پوښتنه نه ده کړې! ځکه زه ډېر بوخت يم!

دغې ځوان رښتيا وويل. زما پوښتنه يې نه وه کړې او دا هم رښتيا ده کارونه يې ډېر دي. خو غم دا دی چې ده د رښتياتوب، شخصيت جوړونې او د خپل کلتور د بدو اړخونو د ترکولو په لړ کې  هغه ټولنيز او کلتوري ګټور دودونه هېر کړې چې د مصافحې او ستړې ماش په وخت کې پکارېږي.

معمولاً چې څوک چا ته د ده د احوال د پوښتنې ووايي نو مقابل طرف مناسب ځواب ورکوي او وايي: الله دې ښه پوښتنه وکړه! زه پوهېږم په دې برخه کې به ډېری خلک هسې دروغ وايي چې پوښتنه مې دې کړې، مګر کله که دغه وضعيت رښتيا وي نو پکار ده سړی سم ځواب ورکړي. پروا نه کوي که يو څوک له تاسره په دې برخه کې افراط هم وکړي خو ته بايد ښه ځواب ورکړې ځکه ستا ځواب ستا او د مخامخ لوري خبرې د ده  شخصيت څرګندوي!

همدغه ځوان په يوه مشاعره کې يو ګډ تصوير راسره اخيستی و چې د ده او زما په ګډون په تصوير کې څلور کسان وو. يوه ورځ مې د زړه په خوښه همدغه تصوير فېسبوک ته پورته کړ خو د پورته کولو په وخت کې د همدې ځوان په اړه اندېښمن وم، ما وې بده يې ونه ګڼي. له بده مرغه همداسې وشول. زه له دغې ځوانه دومره خپه نه يم خو په عمومي توګه ځوانانو ته خپه يم.

کله که څوک د کوم ملګري يو ګډ تصوير په ډېر عزت او ښه تعرف سره خپروي نو پوی شه چې مينه درسره لري! يا ستا شخصيت ته درناوی لري! او يا ستا له فن سره مينه لري! په کار ده چې مننه ورنه وشي! نه داچې د مننې پرځای له خپرولو وړاندې د مشورې خبره ورته وکړې!

له پورته مثاله ښکاري چې ځوانانو ته ځانونه  ستر ستر شخصيتونه ښکاري! حتی دومره ستر چې له ولسمشرانو هم ستر وي! ځکه تراوسه ولسمشر هم د خپل عام تصوير له خپرولو څوک نه دي منع کړې! البته د طالب مشر ملا عمر څخه پرته. ولې د عمر د دغې کار علت هم څرګند دی! چې دی يې شرعي علت بولي! 

په همدې ورځو کې يوه بل ځوان دا لنډۍ پرخپله فېسبوکپاڼه ليکلې وه: چی دوه مين وي کټ يې يو کړې+

 لنګه يې سسته کړې چې لاندې باندې شينه. ما ورته په لنډيو کې د ريالېزم خبره ياده کړه. ده بيا د خوشال خټک دغه بيتونه وليکل:

زه د غيڼ د لاسه چاوته فرياد کړم

 لمونځ می ووځي له خياله چی کوس ياد کړم.

 

د کوس تاو نښې دې نه دي تر دا نورې

.چی دې سر په ديوال هسک کړې خلک ګورې

 

د مرادانو قدر ورک شو بلا دا شوه

چی په هر چا پورې ګېره غڼکی دی.

 

سړی خو نه دی چې پيری دی

چی غيڼ ترې لاړ شي هله سړی شي.

 

 او ويې ويل؛ کله چې خوشال داسې ويلي نو څه خبره ده که هلک او جينۍ چې په نکاح سره يو ځای شوي وي سره لاندې باندې شي؟

نو خبره همدلته پيل شوه، ورغبرګه مې کړه: د ميندو او پلرونو ترمنځ چې کوم څه د سنتو په بڼه پېښېږي او په پايله کې بشر ډېرېږي که دغه حالت د واقعيتونو د بيان په لړ کې په دقيقه توګه راواخلو نو څنګه به وي؟ ځکه دا يو واقعي او شرعي حالت دی! نو څه خبره ده که بيان شي؟ که د خپلې ميرمنې او ځان په اړه له الفه تر ياء  هر څه راواخلو په شعر يا کوم بل ژانر کې يې بيان کړو څنګه به وي؟ ځکه دا يو واقعيت دی بايد بيان شي! په دې سره موږ رښتيا ويوونکي ښکارو! او په ټولنه کې مو د رښتيا ويونکي شخصيت جوړېږي! نو دا به څنګه وي؟

 پکار ده چې د رياليسټيک بيان طرز و طريقه وکتل شي! او دا مالومه کړی شي چې له بيانه يې موخه څه ده؟ که خوشال ويلي د يو سپين ږيري او مشر په حيث يې ويلي! مشر يا سپين ږيری په کور کلي کې زياړې هم کوي خو څوک يې بده نه ګڼي او نه څوک داسې وايي چې بد ښکاري!

په ريښتينوالۍ کې تفريط:

د دې په مقابل کې ځينې نور ځوانان بيا بل ډول دي. دوی د پورته ځوانانو د افراط په مقابل کې په ناخبره توګه تفريط کوي. يو وخت زه هم د دغو تفريط کوونکو ځوانانو په ليکه کې وم! په رښتياتوب کې يوه افراطي ځوان د هېواد د يوې سياسي څېرې په حوله وويل: سېکس د ژوند اړتيا ده!

چون خبره يې د ټکو له نظره رښتياتوب خرابه کړې وه نو ورته ومې ويل؛ د فطرت خلاف خبره يې کړې! دا داسې مانا لري چې ډوډۍ له بله لوريه خوري!

خو کلونه وروسته زه په خپله خبره سخت پښېمان وم! زه به دومره ډېر ملامت وم يا نه! ځکه هر يو عمل او خبره غبرګون پيدا کوي. نو د ده د دغې واقعي مګر بربنډې خبرې په مقابل کې پورتنی غبرګون پيدا شو! ځوانان بايد په دې پوی وي چې هره خبره غبرګون لري! ستاسو هره کړنه له فوري کتلو وروسته غبرګون درکوي!

دا سمه ده چې د بشر د ډېرښت او پايښت لپاره جنيسي اړيکي لومړيتوب لريخو زه وايم چې دغې خبرې ته څه اړتيا وه؟  

کله که د رښتيا ويلو اړتيا نه وي او د رښتيا په نه ويلو سره د چا حق هم نه تلف کېږي نو ولې داسې رښتا ووايو چې خپګان او تاوان زېږوي؟ او د ځان په مقابل کې خلک په تفريط مجبور کړو! 

زموږ سپېڅلی دين اسلام نه يواځې په يوڅو حالتونو کې د دروغو ويلو جواز ورکوي! بلکې اجر هم ورکوي! چې د فقې په کتابونو کې يې په تفصيل سره کتلی شی! د دې کار غايه او موخه د سالمې بشري ټولنې جوړول ، د شخړو خاتمه او عدل راوستل دي.

بې ځايه بحث

يوه بله ستونزه چې په ډېرو ځوانانو کې شته د بې ځايه بحث مسله ده. که ځوان ته په ټولو اصولو او نرمونو ووايې چې دلته دې تېروتنه کړې، دی به خپله تېروتنه ښه پېژني خو مني يې ځکه نه چې بيا ځان ټيټ ورته بريښي! دا په خپله يوه نفسي يا رواني ناروغي ده! کبر دی! لويي ده! البته که څوک بې ځايه نيوکه کوي بيا خو مناسب ځواب ورته پکار دی. مګر خبره داسې نه ده! زه د خپلو تجربو په اساس وايم چې ځوانان په دې ناروغۍ ککړ دي!

په نړۍ کې داسې ډېر خلک تېر شوي، اوس هم شته چې کله يې له يو چا حتی که له دوښمنه يې هم د پيغور په ډول کومه نيمګړتيا اوريدلې خوښي يې څرګنده کړې. په دې ډول يې خپلې نيمګړتيا ته پام شوی او ځان يې سم کړی.

د يو چا د نيوکې انداز کتل په کار دي! که نيوکه يې علمي، په مناسب وخت او  ځای کې وه نو پکار ده چې د نيوکې درناوی  او له نقاده مننه وشي! که نيوکه علمي وه خو وخت او ځای ته په کتو سره مناسبه نه وه بيا هم يو علمي ځواب ورته پکار دی نه بې ځايه ويل او بحث! البته که نه نيوکه علمي وه او نه يې قراين وړ و نو په دې صورت کې هم داسې نه ده پکار چې بايد جنګ وشي! ځکه جنګ د انسان کار نه دی! مناسبه داده چې په ډېرې حوصلې سره علمي ځواب ورکړی شي! او خلکو ته په پوره زغم سره د نقاد  تېروتنه ور په ګوته شي! په سړه سېنه بيان او ځواب د انسان شخصيت ستر معرفي کوي خو کنځل، بې ځايه او بې وخته بحث او سپکې سپورې د انسان شخصيت بيخي تباه کوي!

 شخصيت جوړونه:

د کايناتو د ظهور يو بنيادي علت دا هم دی چې د کايناتو خالق وپېژندل شي! خالق دا وغوښتل چې په له کايناتو وروسته په کايناتو کې بېلابېل مخلوق پيدا کړي ترڅو دی وپېژندل شي او د ده عبادت وشي. خو دغه تخليق هېڅکله هم په دې مانا نه دی چې خالق د مخلوق پېژندنې ته اړتيا درلوده! او دا د عقل خبره هم نه ده چې خالق د مخلوق پېژندنې ته اړتيا لري! بلکې دا د لويۍ ثبوت دی چې کاينات او ډول ډول موجودات يې پيدا کړل!

ښايي د خالق د همدغې منشاء پرتونه وي چې مخلوق هم د پېژندنې هيله او تلوسه لري! هرڅوک دا خوښوي چې نړۍ يې وپېژني! په نړۍ کې مطرح شي! او په نړۍ کې يې شخصيت د قدر وړ شي! د شهرت يا پېژندنې همدغه هيله او تلوسه ده چې خلک په ځانګړې توګه ځوانان يې په ناوړه چارو اخته کړې! او د شهرت لپاره ناوړه کارونه ترسره کوي! خو دې ته يې پام نه دی چې شهرت د يو ښه شخصيت پر اساس پيدا کېږي! نه په ناوړوه کړنو! او ښه شخصيت د ښې پوهې او ښو اخلاقو پر اساس خپلېږي! کله که څوک وړتيا او پوهه ولري کار هم ترې واخلي نو دی په خپله د شخصيت څښتن کېږي چې شهرت هم ورسره تړلی دی! البته داسې ډېر خلک شته چې شهرت لري خو شخصيت نه لري! ولې داسې به ډېر کم وي چې شخصيت لري مګر شهرت نه لري! ځکه شهرت له پوهې او اخلاقو پرته په بل څه هم ترلاسه کېدی شي خو دا ډول شهرت ابدي نه وي نو ځکه شهرت هم نه شو ورته ويلی!

ځوان ته پکار ده چې په ځان کې ريښتينی اصيل شخصيت وروزي نه دروغجن مصنوعي شخصيت! ځوان ته پکار ده چې په ځان کې پوهې او وړتيا ته وده ورکړي تر څو خپلو موخو ته ورسېږي! او په ټولنه کې د يو ريښتني شخصيت او شهرت څښتن شي!

ساده حيدرخېل

حيدرآباد

۱۷/سنبله/۱۳۹۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *