تاسو وګورئ؛ د افغانستان ٪۳۹ نفوس د فقر تر کرښه ټيټ ژوند لري، ۷۰٪ یې سخت عریب دي چې اکثریت یې ځوانان دي، ۳ میلیونه وګړي مو په نشه معتاد دي، ۱۱ میلیونه ځوانان مو بېکاره دي؛ دغه ټول عوامل لاس سره ور کوي او یو جنګي نسل رامنځته کوي او دا بیا د نړیوال و سیمییز تروریزم لپاره تیاره لنګه غوا ده، همدا اوس د جګړې د اولې کرښې جنګیالي ټول ځوانان دي، موږ باور لرو چې هر محترم لوستونکی به داسې ډېرې کورنۍ پېژنې چې د یوه مور و پلار، یو زوی به عسکر وي او بل زوی به یې د همدې عسکر په مقابل کې جنګېدونکی طالب وي؛ کورنۍ به یې غریبه او بېکاره وي، په پای کې چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره روا و ناروا په مخه ورغله، مخ نه ځنې ګرځوی.
د اسد پر ۴– مه د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات، په کابل کې د «سولې او ځوانان» په نوم غونډې ته وویل چې ځوانان د سراسري سولې لپاره تر هر چا ښه کار کولای شي ځکه نو موږ د افغانستان په بېلا بېلو ولایاتو کې کې د سولې او امنیت د رامنځته کېدو لپاره د ځوانانو رضاکار ټیمونه جوړ کړي دي.
موږ د ځوانانو د معینیت د دې هلو ځلو تود هرکلی کوو، ملاتړ یې اعلانوو ځکه ودان افغانستان ګوند له ډېر پخوا څخه د ځوانانو پر لوړه و فعاله انرژې باور درلود او زموږ د ګوند د رامنځته کېدو ضرورت هم له همدې واقعیت څخه الهام اخیستی دی، چې کله پاکستانیان او نور پردې مغرض لاسوهونکي زموږ له ځوانانو څخه زموږ د هیواد، خلکو، ارزښتو، امنیت او عزت پر ضد د ځانمرګو تر بریده سوء استفاده کولای شي نو موږ ولي دومره بې کفایته او بې درایته شو چې له خپل دغه ځوان ظرفیت څخه د خپل وطن او ولس د پرمختګ، سرلوړۍ، سولې او ثبات لپاره کار وانخیستلای شو؟
وطنونه په ځوانانو ودان او په ځوانانو وران وي؛ د هغو ټولنو ځوانان چې د عقل او منطق پر اساس په یوه علمي سیسټم کې را منسجم شوي وي نو هغوی د وطن اصلي معماران وي خو هغوی چې د ګډوډیو او د پردیو د اجنډاوو ښکار وي، لکه موږ، نو هغوی به په خپل کور او خپله لمن خپله اورونه پورې کوي.
موږ د سولې و ثبات او همږغۍ و ورورۍ هر پروګرام و اقدام ته په ټول اخلاص هرکلی وایو او د ګران افغانستان پر ټولو نازنینو و شعوري شازلمیو عاشقانه ږغ کوو چې راځئ د خپل عزت او وطن د ودانۍ لپاره ټول سره یو لاس او یو صف شو.
د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۶ مه / پرلپسي ۸۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۶/ ۱۳۹۵