د ميدان وردګو ولايت ګڼو ځوانانو په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې نن د چنګاښ په ١٨ مه نېټه د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه،ياده غونډه چې د ميدان د همغږۍ د مرکز لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ په ميدانښار کې په لاره اچول شوې وه پکې د قرانکريم د ختم ترڅنګ د سيرت النبي او همداراز د روژې د فضايلو په اړه لکچر وړاندې شو او د ځوانانو ترمنځ د ديني لارښوونو په رڼا کې بحث وشو.

لومړى د غونډې پرېزنټشن د شريف عمرزي له خوا وړاندې شو ورپسې د ګډونوالو له خوا د رمضان د فضايلو په اړه شوې پوښتنې د پوهانو او ديني عالمانو له خوا ځواب شوې.

د همغږۍ د مرکز رييس اجمل هوډمن : ووېل دوى هوډ لري چې د سياسي او ديني مسائلو ترڅنګ ادبي او فرهنګي مسائلو ته هم پام واړوي او په پام کې لري چې په راتلونکې وخت کې به د ځوانانو لپاره يوه مشاعره هم په لاره واچوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار له باختر اژانس سره په خبرو کې د دا ډول غونډو جوړول د فرهنګ په وده کې ارزښتمن وبلل او ژمنه يې وکړه چې د ادبي مسائلو په خوا کې به ديني موضوعاتو ته چې زموږ د اسلامي فرهنګ يوه لويه برخه جوړوي هم ځانګړې پاملرنه وکړي، مختار ووېل دوى به ډېر ژر د ښوونځيو او ديني مدارسو د زده کوونکو ترڅنګ د حسن قرائت يوه سيالي هم په لاره واچوي چې ممتازه زده کوونکو ته به ډالۍ هم ورکړل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په ميدان وردګو ولايت کې مدني او فرهنګي خوځښتونه وستاېل او له ځوانانو يې وغوښتل چې د ديني او فرهنګي غونډو له لارې خلک ملي يووالي او سولې ته را وبولي.

د يادونې وړ ده چې يوه اونۍ وړاندې د ځوان غږ مدني ټولنې له خوا هم يوه فرهنګي غونډه په لار اچول شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *