په افغانستان کې، چې ځوانان څومره محروم دي په هماغه اندازه یې پرمختګ ته پام کم کیږي. دوی یواځې هغه وخت هر چا ته تر نورو ډیر ګران شي چې کله د چوکۍ، پیسو او نوم په سر سیالۍ وي څو هر څوک یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي.

نن سبا چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ ګرمه سیالي روانه ده، ځوانانو بیا ښه خریدار پیدا کړی، ځینې یوه کاندید ته لاس په نامه ولاړ وي او ځینې نور د بل کاندید لپاره شپه او ورځ نه ستړي کیدونکې منډې وهي. له ځوانانو همدا هیله کیږي، چې د ترپ او منډې پر مهال تر ټولو مخکې وي، خو دا هلې ځلې باید د ټولو ځوانانو د وضعې د ښه کیدو په موخه وي. ولې هغه ځوانان چې د کاندیدانو شاوخوا ته ګرځي راګرځي، یواځې د دې لپاره خواري کوي چې د کمپاین پر مهال د کاندید صاحب له پیسو خپل ځان ته موبایل، لپ ټاپ او آن موټر واخلي او ښې ډیرې پیسې ټولې کړي که نه نو نور نه د ځوان غم ورسره شته او نه د ځوان د پرمختګ.

له بل پلوه د ځوانانو د راتلونکې اندیښنه له یوه کاندید سره هم نشته، بس په ټاکنیزو سیالیو د خپلې بریا لپاره یې هر ډول چې وغواړي کاروي یې. له بریا (يا ناکامۍ) وروسته به کاندید صاحب نه ځوان ویني او نه زوړ. د چوکۍ نشې به یې هر څه هیر کړي وي.

پدې توګه ځوانان تل د هیواد په مهمو سیاسي پریکړو کې هیڅ ډول اغیز نلري او د وسایلو په توګه په بیلابیلو وختونو او فرصتونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

حل لاره دا ده چې له یوې خوا د ځوانانو ټولنې، د پیسو ټولولو او پروژو لاس ته راوړو په ځای د ځوانانو د حالاتو د بدلولو لپاره مخلصانه هڅې وکړې او له بله پلوه ځوانان په خپله لاسونه سره یو کړي او د نورو د موخو او ګټو لپاره له کوښښونو لاس په سر شي او په بدل کې یې خپل ځان ته موخې وټاکې او د لاسته راوړو په لار کې یې پوره کار وکړي. پایله به دا شي، چې دولتي چارواکي به د ځوانانو وضعې ته ښه پام وکړي او پدې اړه به لازم ګامونه واخلي.

د افغان ځوانانو د سرلوړۍ په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *