ابراهیم اېمان

په دې ټول پوهیږو چې نړۍ د منطق او نړیوالتوب په طرف رهي ده، خو موږ خپله ځانونه په قوم او  خیل کې انحصار کړي دي، زه چې اول کابل ته راغلی وم تخلص مې د خپل قوم نوم کاوه، ځینو به را ته وېل چې په دا تخلص په راتلونکي کې پیښمانیږې خو زه به په دې خبره قهریدم. د وخت په تیریدو سره پوه شوم  چې رښتیا هم د ملګرو خبره درسته وه! د ځان مثال مې ځکه ورکړ چې ملګري ونه وايي چې ستا هم یو وخت تخلص قومي و.

 زموږ ځوانان تکړه دي خو کاش چې ځانونه یې په یوه خاص سیمه پورې نه محدودولی موږ دا ډېر لوستي دي چې سړی څومره لوړ فکر وکړي هومره لوړو پوړیو ته رسیږي، یو چیرته مې لوستي وو چې کله هندواڼه په ګل کې وي که هغه ګل یوه ګیلاس ته ننه باسې میاشت وروسته هغه هندواڼه چې په ګیلاس کې وي د ګیلاس په اندازه پاتې کیږي  خو هغه چې په ازاده فضا کې  وي غټیږي او نمو کوي.

همدا مثال د  ننیو ځوانانو هم  دي  دوی په وچ زور خپل ځانونه د قوم او ولایت په ټولنه کې ننه باسي خو راتلونکي خپله په خپل لاس ګواښي.

که زموږ ځوانان د نوموړي انحصار  نه  ځانونه را ونه باسي هغه  استعداد  چې د دوی د څرمنې لاندې پټ دی هغه په خپل لاس په ځان کې وژني او ځانونه به په خپله د تیارو په طرف بوزي.  ما مخکې  هم وویل چې  دنیا د نړیوالتوب په خوا روانه ده خو زموږ ځوانان څو مغرضو کسانو په سیمه پورې تړلي او دوی خبر نه دي چې دا خبرې او کارونه په دوی کې فوق العاده استعداد  وژني.

زموږ ځوانان تکړه دي خو هغه وړتیا چې په دوی که ده یا یې ورته فکر نه دی او یا یې هم د را باسلو وړتیا نه لري، دا ځکه چې  دوی  په وړو سیمو پورې ځانونه  تړلي دي، که  دوی خپل فکر بین الافغاني یا نړیوال کړي  لرې نه  ده چې خپلې فوق العاده وړتیا وې به رابرسیره او په ژوند کې به ترې ډېره ګټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *