ځواني

سړی د هدیرې دیوال ته کړوپ ولاړو، ستما یې وه، د زاړه  دیوال پلاستر یې پر څټک واهه او هغه دوړیده.

دوو نجونو چې د ګلونو ګیډۍ ورسره وې له دوړو لار چپه کړه. کارګر د لاس شا پر خپل ګونځې مخ تیره کړه او نجونو ته ځیر شو.

نجونو وړاندې پر یوه قبر د ګلونو ګیډۍ کیښودې، یوې یې له ګیډۍ یو ګل رابیل کړ او څنګ ته یې پر یوه بل ګور واچاوه.

 یو ځوان چې نکټایي یې تړلې وه راغی، کارګر ته یې وویل:

– ما لا مخکې هم دا خبره کوله چې کار سخت دی زړو ته یې مه سپارئ

کارګر سر ټیټ کړ او څټک یې دیوال ته ونیو.

ځوان نکټایي سسته کړه، د کرتۍ له غاړې یې ګردونه په ګوته وڅنډل او ژر ژر روان شو.

کارګر د اوبو بوتل ته لاس کړ، څو غوړپه اوبه یې ساه نیولې ساه نیولې تیرې کړې.

ژړا شوه، د هغو نجونو ژړا وه چې له قبرونو سره ولاړې وې. یوې یې بلې ته لاس ورکړ او راولټیدې.

هغه ځوان چې نکټایي یې تړلې وه، راغی او کارګر ته یې سل کراونه ونیول:

– مننه، ستا کار ته نور ضرورت نه شته په مخه مو ښه

کارګر څټک پر مځکه وغورځاوه. قبرونو ته ورغی. هغه ګور ته ودرید چې مخکې نجونو پرې د ګلونو ګیډۍ ایښې وې. د ګور پر شناخته لیکل شوي وو، یو ویشت کلنه (لوسي) د موټر په ټکر کې د ۲۰۱۴ کال د اګست په ۷ ووژل شوه.

سړي هغه بل ګورته مخ واړاوه چې مخکې نجونو یو ګل پرې کیښود، د دې ګور پر شناخته لیکل شوي وو، (لوکاش) د ۶۶ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

کارګر د اوبو بوتل ته وکتل، په بیخ کې یې څو غوړپه اوبه پاتې وې هغه یې د لوکاش د ګور پر سر په ولاړو وښو توې کړې.

پراګ د ۲۰۱۴ کال اګست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *