رښتینی – په کندهار کي د ځوان حرکت ټولنې تېره شپه د میرویس روغتون پر ناروغانو پوښتنه وکړه او د پنځوسو ناروغانو سره یې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د روژه ماتې مرسته وکړه.
په دغه مرسته کې چې بیسکټ، خرما، شیدي، جوس او نور خوراکي توکي موجود وه، هر ناروغو ته یوه یوه بسته ورکول سوه.
د ځوان حرکت ټولنې مشر احمد شاه سایل ددغه توکو د ویش پر مهال وویل، چې د یادې مرستې څخه یې موخه د خداي ((ج)) رضا، د ناروغانو سره د همدردۍ ښودل او د غریبو او ناروغانو سره مرستې ته د شتمنو پام اړول وه.
سایل وویل، چې د غریبانو سره دغه ډول نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
بل خوا ددې پروګرام ترڅنګ، د ځوان حرکت ټولنې لسګونو غړیو د میرویس روغتون د وینې بانک ته خپله وینه هم ورکړه.
دغه وینه چې شمېر یې زرګونه سي سي ته رسیده، د ناروغانو لپاره میرویس روغتون ته د بشر دوستۍ له مخي ورکول سوه.
د وینې ورکولو پرمهال یوشمېر ځوانانو او د ځوان حرکت ټولنې غړیو ویل، چې ددې کار څخه یې هدف د نورو ځوانانو دې کار ته پام اړول او ناروغانو ته ډاډ ورکول دي.