له محور ورځپاڼې مننه کوم چې دا لیکنه یې خپره کړه.
په افغانستان کې ستونزي دومره ډيرې سوي چې یواځې یې د نومونو په یادولو او دهغوی ترمنځ تفکیک کول هم ستونزمن سوي. دا خو په لویه لاره پرېږدو چې په افغانستان کې ولي ستونزي سته؟ ولي ښه رهبر نه لرو؟ ولي یو ښه ملت نه یو؟ او یا دا چې ولي ښه حکومت نه لرو؟
دا ډول پوښتنې او ستونزې ډېرې دي، حل او ورته ځواب ویل یې په یوه وړه لیکنه کې نغښتل له قلمي کرښو له توانه وتلې ښکاري. یواځې غواړم څو کرښي د ځوان حکومتي ماشین په پلمه توري کړم. څنګه چې په ملي کچه وګړي د یو بل له مرستي او همکارۍ پرته ژوند نسي کولی، په نړیواله کچه هم ملتونه د یو بل له مرستي پرمختګ نسي کولای. همدا ملتونه دي چې د یو بل پر اوږه یې لاسونه تکیه کړي او د پرمختګ ستونزمن ګامونه اخلي. په دې هیڅکله سترګې نه پټېږي چې زموږ د تحقیق، تخلیق او آن د قوانینو په لیکلو کې له نورو ډېر اقتباس او اخیسته کړې. د نورو ملتونو د اړیکو یوه ګټه هم داده چې ښه ترې واخلو او له بدو یې عبرت واخلو. راځئ! د نړۍ هغو ملتونو ته پام وګړو چې پر ځوانانو يې پانګه اچونه کړې او خپل حکومتونه یې له ځوانانو جوړ کړي، او هیواد کې ځوان او ملاتړلی حکومتي ماشین لري.
نن قلم پر نړۍ واکمن دی. هغو ملتونو چې له قلم سره ملګرتیا کړې، پرمختللي هیوادونه ورته ویل کېږي، چې همدا تر یو بریده یې ورته پام کړی مخ پر ودي هیوادونه دي، او هغه چې اوس او یا په دې ورستیو کې له قلم سره ملګرتیا پیل کړې، دریمه درجه هیوادونه دي- افغانستان ځکه په دریمه درجه هیوادونو کې راځي چې د تاریخ په اوږدو کې یې د قلم څوکه ماته کړې او د افغان بچي څخه لا ښوونځی ته د تلو غوڅ سوی، او ښوونځی ورته کلیسا ښکاري.
حکومت د یوه دولت د متشکله عناصرو بشپړ اجرائیوي عنصر دی. حکومت د یوه دولت د اړین ماشین حیثیت لري. که دولت په ټوله کې یو سیستم فرض کړو، نو حکومت یې اړینه برخه جوړوي، د ملت جوړونې او دولت جوړونې د کار عملي پیل هم باید د حکومت د ماشین له رغولو پیل سي. حکومت پر خلکو حکومت کوي، ټوپک له حکومت سره دی، قانون حکومت پلی کوي، د هیواد له پولو حکومت دفاع کوي، د هیواد د عالي قدرت او ملي حیثیت ساتنه د حکومت دنده ده. حکومت له کوره بهر د ملت د استازي، ډيپلومات او د ملي کټو د ساتونکي دنده لري، او په کور دننه حکومت د ملت خادم، پولیس، او د حکومتولۍ د سیستم اړین ماشین دی.
په نړۍ کې هغه هیوادونه ځواکمن او پیاوړي دي چې د حکومتونو ماشینونه یې له ځوانو پرزو (بشري ځواک) جوړ وي. معاصره نړۍ پرمختللې او په تکنالوژۍ سمباله نړۍ ده، ځکه یې د نړیوال کلي بڼه خپله کړې، همدا ځوانه تکنالوژي د ځوان فکر محصوله ده. د نړۍ هر هغه ملت بریالی دی چې پر خپلو ځوانانو یې پانګه اچونه کړې وي او په هغوی یې زده کړې کړي وي، کله چې جاپان ازادي واخیسته، د اصلاحاتو په برخه کې یې ځوانانو ته لنډمهاله او اوږدمهاله ژبنۍ زده کړې ورکړې، د ژبو له زده کړې وروسته یې پرې د نړۍ د نورو ژبو اړین اثار جاپاني ژبې ته وژباړل، که فکر وکړو د جاپان د سیاساتوالو پریکړه ځکه پرځای وه چې له لومړۍ ورځې یې پر ځوانانو پانګه اچونه پیل کړه، او د خپل حکومت ماشین یې له ځوانو پرزو رغولی دی.
د بون کنفرانس په ټوله کې د افغانانو هیلې ژوندۍ کړې وې. د هیواد په کچه مشرانو او کشرانو فکر کاوه چې نور افغاني جګړې پای موندلی، دې کنفرانس کې پر منفي پرېکړو سربیره ډېرې مثبتې نقطې هم وې، یوه لویه ستونزه دا وه چې له لسو زیات وزارتونه چې پکې کلیدي وزارتونه هم موجود و یوې ډلې ته ځکه ورکړل سول چې هغوی د پخواني رژیم پروړاندي جنګېدلي وو. په ټوله کې د موقتې او انتقالې دورو له پیل څخه ځوانانو ته د دولت په کچه پام نه و سوی، ان په لویه جرګه کې که څه هم د ښځو ګډون ته پام سوی و، خو ځوانان پکې په ټوله کې له پامه غورځول سوي وو، له هغه وروسته نه نړیوالې ټولنې او نه هم افغان حکومت د افغاني ځوانانو د علمي او فني کچي د ولوړولو لپاره سمه ستراتېژي لرل-(لري) او- (نه) یې هم د خپل عملیاتي پلان یوه برخه د ځوانانو پرمختګ او دهغوی د وېښتابه او ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړې کړي.
د افغان حکومتي ماشین کلیدي څوکۍ تقریباً د شپږو زرو په شاوخوا کې دي، که پر همدې ټولو اړینو څوکیو د وړتیا له مخي ځوانان وګمارل سي او مشري یې هم د یوه پیاوړي مدیر تر غاړه وي، هله د حکومت خوږ خوند کتلی او څکلی سو. څرګنده به سي چې حکومت کولای سي په مخکې یې پرتې ستونزې حل کړي که نه.
د نوي افغان حکومت یوه ستره دنده به هم د حکومت د ماشین ځوانول وي. که په رښتینې توګه د یوې ملي او سالمې ستراتېژۍ له مخي د ځوانانو د پرمختیا او وېښتابه لپاره کار وسي او د حکومت ماشین ټول له ځوانانو ورغول سي، لیري به نه وي چې په افغانستان کې به مو یو سالم او پیاوړی حکومت لرلی وي، داسي لکه یو نوی ماشین چې په کار پيل وکړي. نوی ماشین هغه ته ویل کېږي چې پرزې یې نوي وي، نو ځوان حکومت هم هغه حکومت ته وایې چې ادارې، مسلکي، سیاسي او فني برخو مسئولیت یې تر ډېره د ځوانانو پر اږو اخیستی وي، او د پرمختګ او وړاندي تګ پیاوړي ځوان او تاند ګامونه اخلي.