اورنګ مختار –
د ميدانښار ځوان دريځ ټولنې د هېواد د نوموتي وياند، شاعر او ليکوال احمد تکل د پنځوسمې کليزې په مناسبت د وږي په دويمه نېټه د ( نيمه پېړۍ تکل ) تر سرليک لاندې لمانځغونډه ترسره کړه.
په دغه غونډه کې چې د قبايلو اوسرحدونو چارو د وزارت په تالار کې جوړه شوې وه د ګڼو ليکوالانو او شاعرانو له خوا د احمد تکل په ادبي، هنري او ژورناليستيکي ژوند خبرې وشوې، غونډه د ماسپښين په ٣ بجو د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې استاد سعدالدين شپون د خپلې ځوانۍ او د ليکوالۍ د لومړي پړاو خاطرې وويلې، ورپسې د سرحدونو او قبايلو چارو مرستيال عبدالغفور لېوال، استاد اسماعيل يون، پرتو نادري، بازمحمد عابد، بريالي باجوړي او ګڼونورو پوهانو داحمدتکل په ادبي او ژورناليستيکي ژوند خبرې وکړې او تکل يې د پښتو ژبې غوره ليکوال، شاعر، ژورنالست ، ممثل او وياند وباله.
د يادونې وړ ده چې احمد تکل په ١٣٤٣ کال د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستي دي، په ١٣٦٥ کال کې د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د تياتر له څانګې څخه فارغ شوى، وروسته يې په پېښور کې د بي بي سي په تعليمي پروژو کې د ليکوال او ممثل په توګه کار پيل کړ، نوموړي د خپل استعداد له مخې د ژورناليزم د کورسونو تر لوستلو وروسته په کابل کې د ازادۍ راډيو رئيس شو ، اوس مهال د همدې راډيو په پراګ مرکزي د فتر کې په دنده بوخت دى.
کرونده،د ښکلايوه شېبه او د پنجرې شاته شعري ټولګې د نوموړي شاعر د غوره شاعرۍ بېلګې دي.