تاند – د افغانستان حکومت په یوه تازه اقدام کې ځوان دپلومات نعمت الله ثایر په جرمني کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکلی چې ډېرو افغانانو د حکومت د دغه کارهرکلی کړی دی.
ښاغلي ثایر تر دې مخکې د جرمني د فدرالي جمهوریت په بون ښار کې د افغانستان د لوی کونسلر په توګه کار کاوه.
سید نعمت الله ثایر په جرمني کې لوړې زده کړې کړي او داسې ښکاري چې د سیمې له چاپېریال سره بلد دی. نوموړي د دغه هېواد له ایرفورټ پوهنتون څخه دوه ماسټرۍ؛ یوه د ښې حکومتولۍ په برخه کې او بله ماسټري یې د عامه پالیسۍ په برخه کې ترلاسه کړې ده.
ثایر په بون کې د کونسلر په توګه له ټاکل کېدلو څخه مخکې په کابل کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارو لومړی مرستیال وو.
یو شمېر فعالان وایي چې په بون کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د نعمت الله ثایر له ورتګ څخه مخکې د یادې کونسلګرۍ یو شمېر چارواکي په قوم پالنه او اداري فساد تورن ول چې د نوموړي په ورتګ سره تر ډېره حده په کې دا ستونزې هوارې شوې. دې ته ورته تورونه د جرمني په مونشن ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ باندې هم لګول کیږي او ویل کیږي چې له کالونو راهیسې د پښتنو پر ضد ناوړه چلند کوي.
تمه کیږي چې برلین ته د سفیر په توګه د سید نعمت الله ثایر په ورتګ سره به د افغانستان سفارت وکولی شي چې هلته موجودې ستونزې حل کړي او د افغانستان هغسې استازیتوب به وکړي چې ورسره ښایي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت د پخوانۍ شمال ټلوالې غړو ته په لاس ورغی او په یاده ډله تور پورې کېږي چې په بهرنیو هېوادونو کې یې د افغانستان په سفارتونو او کونسلګریو کې یې په قومي تعصب اخته کسان چې دپلوماتیکه پوهه یې هم نه لرله مقرر کړل چې هم یې خلکو ته ستونزې جوړې او هم یې د افغانستان د حکومت پزه پرې کړه.
———
پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر فعالانو غبرګون:
امین الله انصاري: «نظام او خلکو ته متعهد ځوان سید نعمت الله ثایر المان کې د افغانستان لوی سفیر پتوګه وټاکل شو.
انشاالله چې بهرنۍ سیاسي دستګاه مو فعالېدونکې ده.مننه ولسمشره»
عبدالبصیر سباوون: «ګران ملګری او د لیسانس دورې همصنفي مو نعمت الله ثایر جرمني هېواد کې دافغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو. دزړه له تله ورته مبارکي وایم ښاغلی ثایر د کار وړ شخصیت دی، په چارو کې ورته بریالیتوب غواړو.»
محمد داود: «ګران ورور او ملګري سید نعمت الله ثایر ته په المان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفیر په توګه د ګومارل کېدو مبارکي وایم. هیله لرم، چې نوموړی به په وجاهت، صلابت او سنګینۍ د وطن د سترو ګټو استازیتوب او ننګه وکړي. ثایر صیب د افغانستان ځوان او تکړه کادر دی او ډېرې هیلې ورسره تړلې دي.»
عبدالرشید ایوبي: «د دواړو با استعداده او ژمنو ملګرو ښاغلی نعمت الله ثایر په المان کې د افغانستان سفیر، او ښاغلی شهزاد اریوبي په چک کې د افغانستان سفیر په حیث ټاکنو د زړه له تله خوښ شوم، هیله ده چې دواړه د ګران هېواد او ولس په ښه ډول استازیتوب وکړي. لومړی دوی او بیا ټولو ملګرو ته مبارکي او د لا بریا هیله لرم.»
نصیرالله الکوزی: «دلوړ استعداد فکري سمون تکړه او مدبر ځوان ، په عصري علومو، او اسلامي عقيدي سنمبال، حليم انسان، هيوادنيوګټو ته ژمن ښاغلي نعمت الله (ثاير) دجرمني هيواد کي د سفير په توکه معرفي شو. ورته دلا بریاوو هيله کوم بريالي دي وي.»