د رحمتونوپه میاشت کی دوحشي صهیونزیم (معاصر استعمار) دروان بربریت په اړه دځوان فکري بهیر غندن لیک: شمالی وزیرستان کي دپښتنو په کورونو باندي دپنجاب دانګریزی لښکر ځمکني اوهوایی ناتاره بریدونه چی دسلګونو پښتنو افغانانو په وژلو لکونو نورو کډوالي ته اړکولو باندي دوام لري همدا ډول دافغانستان په سیاسی فضا کی کړکیچن حالت اوبغرنجه وضعه، اوبل خواته په فلسطینی ولس دروژه په مبارکه میاشت د صهیونستانو بریدونه اوبالاخره دنړی په ګوډ ګوډ کی په مظلومو ولسونو ډول ډول مظالیم، بریدونه اودهغوي نسل وژنه هغه څه دي چی که دقت ورته وشي نو دغه ټول ناخوالي دیو ه ګریوان نه سر باسي چی هغه هم دغربي ښکیلاک ګرواومعاصرو استعمار ګروپه واسطه ترسره کیږي.
دا لومړی ځل نه دی چی اسراییل په فلسطینی ولس ناتاره کوي داسی پیښی په ځلونو شوي چی اسراییل د غزې ښار کلابند کړي، او دغه ښار ته د اوبو، خواړه او درملو د رسېدو مخه یی نیولي، او د سولې بېړۍ په خپل تصرف کې راوستي، او پر چلوونکي یې ډزې کړي دي ، ان امنیت شورا هم دغه پېښه یواځی په څو ټکو غندلي، خو څوک نشته، چې دا تروریستي پېښه وګڼي او پر وړاندې وړ اقدام وکړي.نن سبا نړیوال طاغوتي غربي ځواکونه داسلامی نړي سره ددښمنی پاللو په خاطردصهیونستانو دهرډول هدفونو اوناوړه موخو سره مرسته کوي.
ځوان فکري بهیر غړي دنړي په ګوډ ګوډ کی دزورواکو هیوادونو ظلمونه اونارواکړني چی په مظلومو ولسونو باندي خصوصا په فلسطینی ولس اوافغان لراوبر وګړو باندي تر مختلفو نومونو اوډول ډول برنامو له لاري ترسره کیږي په کلکه غندي اوددغو هیوادونوپه بااحساسه ځوانانو غږ کوي چی دظلم په وړاندي چپ پآتی کیدل نور دزغم نه ده اودخپلو ولسونو مشروع حقوقو دساتنی دپاره راپورته شي اودهرډول استبداد اواستعمار په وړاندي سرښندنه اومبارزه وکړي. ځوان فکري بهیر دخپرونو څانګه