په کونړ ولايت کې د ( مونږ سوله غواړو ) تر سرلیک لاندې د کونړ کرکټ بورډ ادارې له لوري پيل شوې سيالۍ د ځوان فکري يون لوبډلې په اتلولۍ تمامې شوې .
دغه سيالۍ چې له څه وخت راهيسې د کونړ اتو وتليو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې پايلوبه يې نن ( جمعه ) د باختر او ځوان فکري يون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ، چې فکري یون لوبډلې کېپتان همیم تلوار د پچې په ګټلو توپوهنه وکړه ، چې په شلو اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وکړې ، چې کډوال ۵۹ ، شبير نوري ۵۳ او باطن شاه عبدالرحمیزي ۳۳ منډې جوړې کړې .
د باختر کرکټ لوبډلې له لوري ذبیح اسلام ۳ مخالف لوبغاړي وسوځول .
باختر کرکټ لوبډلې هدف ته د رسېدو لپاره د لوبډلمشر پاچا حسين په پیل سره ښه توپوهنه پيل کړه ، خو ټوله لوبډله يې په ۱۴۸ منډو وسوځېده چې يواځې پاچا حسين په کې ښه توپوهنه وکړه او ۵۹ منډې يې وکړې .
د ځوان فکري یون له لوري باطن شاه ۴ ويکټې ، عبيد کونړي ۳ او فريد ملک يوه ويکټ ترلاسه کړه .
د سيالۍ غوره لوبغاړی باطن شاه او د سياليو غوره لوبغاړی کډوال و ، چې د دوه سليزو او يوې نیمه سليزې په مټ يې ۳۲۸ منډې په روانو سياليو کې کړې وې .
د دغه سيالۍ په دوران کې د افغانستان د کورني کرکټ مسول نظیم جار عبدالرحمیزي خوښي وښوده ، چې په کونړ کې د کرکټ لپاره ځانګړی او ښکلی ميدان جوړ شوی او ډاډ يې ورکړ ، چې دغه لوبغالی به په نړيوالو معيارونو برابر جوړ شي .
د نوموړي په ټکو ، چې افغانستان کرکټ بورډ اداره کونړ ته د کرکټ د يوه کور په سترګه ګوري او ښه پاملرنه به ورته کوي .
دغه راز د کونړ کرکټ بورډ مشر انجينر لیاقت حسرت هم وويل چې د دغه ميدان جوړېدو د کونړ د کرکټ پرمختګ ته نوې اوږه ورکړه او ډاډ يې ورکړ ، چې د کونړ ځوانو کرکټرانو ته به د ښو لوبو ذمينه برابره کړي .
همدارنګه د کونړ والي شجاع الملک جلاله خان هم د افغانستان کرکټ بورډ او سپینغر زون کرکټ بورډ مسولینو له پاملرنې مننه وکړه او د هر ډول مرستې ډاډ يې ورکړ .
د يادونې ده ، چې دغه سيالۍ په کونړ کې د ځوانانو کرکټرانو د لا ښه ځلېدو په موخه په لاره اچول شوې وې ، چې په لړ کې يې تر ډېره پورې ځوان لوبغاړي ښه وځلېدل .
بختيار ساحل
د سپينغر کرکټ زون د رسنيو مسول