زه چې نن د کوم ځوان محقق خبره کوم، دا نو دومره ځوان هم نه دی چې د شونډې د تورېدو به یې درته وایم؛ بلکې دا خو به د ږيرې د ماشین د نیم نمبر کمال وي چې د شپږ دېرشو کلونو سړی راته داسې چست او چابک هلک ښکاره کوي چې ته وا بصیر او حمید یې د زامنو پر ځای زلمي وروڼه دي. د مخ سرخي، یو طرفه وړوکی نیم تور او نیم سپین پېکی او کله کله د رحیم الله یوسفزي په څېر څلور مثلثه ډیزایني چشمکو یې داسې کوم څرګند ښایست هم نه دی ورکړی چې د ځوانۍ د آب و تاب کیسې به یې څوک محفوظې کړي؛ خو ولې د دنګې ونې او غټې پلنې پښتنې تنې اثر او ښایست یې ضرور د سترګو د خوږېدو وړ ده، پر زړه او خوله دواړو دومره ــ دومره نرم او نری څومره ــ څومره یې چې سړی د نرموالي او نريوالي تصور کولی شي. د حوصلې غر، د کسي غر، د سړیتوب منار او د اخلاقیاتو مجسم؛ څه به همدغه څه وي چې د تېرو څو کلونو په موده کې مې حتی په استثنایي ډول هم برعکس محسوس نه کړ. دا ځوان محقق زما یار هم دی او دلدار هم!!
محقق مې ورته ځکه ووېل چې د هغو ټولو برخو چې ده ته یې د شاعر، ژباړونکي او ژورنالېسټ او حتی کله کله یې د سیاسي مبصر حیثیت ورکړی، اوس یې ترې ثانوي حیثیت خپل کړی او ذوقي تمایل یې د محقق او تنقید خوا ته په داسې ډول اوښتی چې هغه د چا خبره نېږدې ده، څلرویشت ساعته سوچه ادیب ترې جوړ شي. د خوند ځای یې دا دی چې پرته له وروستي تحقیقي اثره یې تر اوسه کوم منظم کتاب او کار هم نه دی بشپړ شوی، بلکې په شمار شمېرلي داسې حساس موضوعات او فهرستونه ورسره د دوسیو په بڼه پراته دي چې د ده په وینا دا هره موضوع چې له ده مخکې پرې هر چا هر څومره کار کړی، (غړچونه) به خوري. غړچونه لفظ بس د ده په خوله کې خوند کا، چې تر جدي مطالعې وروسته یې په خپل خاص جلالي انداز داسې کاروي، ته وا کومه مهمه فتحه یې وکړه او که رښتیا وایم، ما یې د مطالعې دا جدي انداز ډېر خوښ ځکه هم دی چې د شک او تجسس تر څنګ یې په ټوله دلچسپۍ هضموي هم او خپله رایه هم جوړوي.
د دې محقق د کار خبره مې ځکه په دغه ډول وکړه چې د لیکلو او لوستلو عجيبه کیف او انداز لري؛ که دې په موضوع ورسره بحث پیل کړ، د خدای زور ماخذونه، حوالې او اړوندې سرچینې به دروښیي، مګر د خپلو پیل کړو کارونو په اړه به یې نه پوښتې، ځکه نتيجه یې لټي ده او د خپلې لټۍ یې درته ځکه نه وايي چې له لاسه به یې ونیسې، بیا نو دومره زورور هم نه دی چې ځان به درنه خلاص کړي، ولې چالاکي يې دومره ضرور شته چې د نه لیکلو هغه د علتونو فورمول یې درته ووايي؛ یعنې یو خو یې د فرصت مسئله ده، دویم به یې د ژوند توافق ګډوډ وي او درېیمه مسئله چې سړی به یې ورسره په مشکله ومني، هغه د صحت مسئله ده. که څه هم د صحت مسئله یې یو څه نفسیاتي ښکاري، ځکه چې که دی هسې وپوښتې چې رنګ دې هغسې یا دغسې دی، نو دی باید درته ووايي چې مریض یم؛ که دې وویل چې زکام بد مرض دی، دی به یې له څو میاشتو له کاره ویستی وي؛ که دې هر سهار پوښتلی وي، یا نه، خو د خوب او صحت شکایت یې اصلاٌ د خوب توجېه ده او خوب یې د ژوند تر ټولو بهترین عشق دی. خو زه دا هر څه د غرقې مطالعې انجام بولم، هغه چې په مطالعه کې روغ دي، په مطالعه او حتی په علم کې یې شک په کار دی.
زه یې د ډېرو شپو ګواه یم چې د کتاب پر مهال مې بې توجه او بېخوبه نه دی لېدلی، البته د سهار شکایت یې له معمول سره سم ؤ؛ خو دا کوم عیب هم نه دی، ځکه د کتاب شوق یې بېخي د ژوند خوراک او څښاک جوړ شوی، مګر دا بېله خبره ده چې پر کتاب اخیستنه مې لا تر اوسه نه دی ليدلی. د مومند خپرندویې ټولنې د کتاب د غلو په لېسټ کې یې نوم ځکه نه مني چې د کتاب خپرونې مبارز هم دی، که نه د کتاب غلا مقدسه هم ګڼي، ولې د چا شک او تور ورته په ناحقه د ده په وینا کفر ښکاري.
دا هر څه يې پر خپل ځای، ولې انسانیت یې زما لپاره بېخي پر ټولو معیارونو داسې برابر دی چې وایم انسان باید دغسې وي. د جنګ، جدل او کله کله د سپورې خبرې سټایل به یې هسې کوم جېنټیکي وراثت وي، خو دا به یوازې د سټایل تر حده وي، که نه نور خو یوازې سترګې برګول ورته کافي دي. ما چې په تېرو دوو کلونو کې د جلال آباد ښار او شاوخوا پر موټرسایکل ورسره پل و ګز کړی، د سټایلي تېزې توندې لهجې يې مخالف پاتې شوی يم، بلکې یوه ورځ خو مې پر دې وګواښه چې وروره! ته خو به سټایل کوې، خو زه او ته دواړه د دې نه یو؛ هسې پر ځوانه ځوانۍ مو ولې د خلکو د پېغور ګرځوې. که څه هم خبرې ته ډېره غوږنیونه ورته هسې ښکاري، خو دا یې ځکه منلې چې پر ځان یې بېخي داسې زړه خوږېږي، ته وا همغه نازک دا دی، چې خبرې کوي هم خوږېږي.
زما خپله مشاهده ده چې لیکوالي او هوښیاري دوه بېلابېل قطبونه دي. زما د محقق یار د لیکوالۍ او ژباړې تقریباٌ په لسګونه اثر چاپ دي، مګر د هوښیارۍ یې دا حال دی چې یوه ورځ مې د کاروبار په مسئله کې د بل پر وړاندې ښکېل وليد او چې ترې خلاص مې کړ، اوس هم د مننې پر ځای کله کله د هغه سړي د رزق پر مسئله مې ملامتوي؛ که څه هم دا به یې تاسې د ده صداقت ګڼئ، مګر زما پر ده زړه خوږېده. هوښیاري که میراثي وای، نو مرحوم ریس خان په خوږیاڼي قوم کې ښه د خبرې او مرکې سړی ؤ، مګر له پلاره ورپاتې میراث یې یوازې مېلمه پالنه ده چې د سیالۍ تر حده یې پالي. البته دومره یې هم ساده ونه ګڼئ چې ګواګې اوښانه به په بډه وهلی شي؛ کله کله داسې عجیب پاینټونه نیسي چې لوی لوی خلک یې سره له عقله میاشت، نیمه د سندرې سر او آخر وي او د عقل استنباط ترې کوي.
د لیکوالۍ په کار کې دقت تر ټولو مهم عمل دی. د ده د نه کار یا ښه ده ووایم، د کم کار یو علت دقت کول دي، ځکه دی د کمیت پر ځای د کیفیت قایل دی. د لیک یا د نثر سبک یې تر اوسه سره د ډېر کوښښه پر ځای ځکه نه دی ولاړ چې د ژبې له پلوه د پوهاند زیار صاحب مقلد ؤ؛ فکر کوم دا به د زیار صاحب د شمار له مقلدونو څخه هم ؤ، خو په دې وروستیو کې یې د ژبې د سختوالي د شکایت له امله بېرته په ریورس ښکاري. د کمپوز او ايډېټ په برخه کې استاد صمیم د باسواده کمپوزر او ایډېټ کوونکي په حیث منلی او دا دومره وړه خبره هم نه ده، ځکه د استاد ږيره همدې کمپوزرانو ظالمانو سپینه کړې او ټول عمر یې دوی ته زړه خوړلی، خو عجیبه دا ده چې نه استاد ګټلې او نه کمپوزرانو.
په نظري لحاظ یې د استاد ناګار د ناستې ولاړې اثر بولئ او که خپل صوفیانه سټایل، چې یو ډول ځان د ملنګۍ پر تار پېیلی بولي، مګر رښتیا دا دي چې زموږ د سخت اسلامپالي ملګري سباؤن شکایت یې هم راته کړی او د صادق ژړک یې هم ښه نه دي راته ویلي. د استاد ناګار یادونه مې ورسره ځکه تړلې وبلله چې د ده یوازېنی ادبي او نظریاتي ايډیال ځکه دا کېدلی شي چې د ده په قول استاد له پښتونوالې تر افغانیت او اسلامیته، له تحقیقه تر تخلیقه یو ډول جدا او استثنايي سړی دی.
زما محقق یار ملګري ډېر لري، خو دی د چا ملګری نه دی. یوه ورځ یې په قسم راته وویل چې د ملګرو پر لږ درد یې هم زړه چوي؛ کله کله ځان وریادوم، مګر ځکه چې مخامخ یې راته وايي، همداسې مې د نر غوندې د ملګرتیا پر بې ایمانۍ چېلنج کړي. جالبه یې دا چې زما په باب یې هم زما په غیاب کې ویلي وو چې په سلو کې پنځلس د ملګرتیا دی؛ حال دا چې نن و سبا دی زما د ژوند په هغو څو ملګرو کې دی چې:
زما ژوند خو دا یو څو خواږه یاران دي
د ادبیاتو پوهنځي تر فراغت وروسته یې په خواره خوله راته د پوهنتون د استادۍ ارمان ووایه، خو ښايي دا وطن د بل چا وي چې د یوه ښه فصیح او بلیغ او قابل لیکوال او ژباړونکي لپاره دې په کې دومره قدرې ځای هم نه وي چې حد اقل دغه شرفمندانه ارمان دې یې په کې پوره شي يا درېغه چې غریبي یې هم نه وای، په جګو سترګو به له ماسټرۍ او دوکتورا هم داسې سور مخ راوتلی وای چې په حقه معنی به مو فخر پرې کولای؛ بیا یې نو د وېښتو سپین هم خڼد نه نه شوای جوړېدای، ځکه دا یې د صداقت علامتونه دي.
د حیرانتیا وړ خو دا ده چې دلته د شریف النفسه او بې خولې او حیاناکو شخصیتونو لپاره همدومره ځای دی، که نه تر خړ څادر او سور موټرسایکل پرته نور څه لري؟ که هغه یوه ګوله ډوډۍ یې هم د خدای ورکړه نه وای، نو چې هر چا ترې تروړلې وه، د خپلې حیا او عجيبې او غریبې عاجزۍ به یې هم چا ته نه وو ویلي چې وږی یم.
په هر صورت د ژوند پر ستغو سپورو سربېره د ټیټو جګو پر وړاندې مې تر اوسه دا نایل ګل (نجیب الله نایل) ټیټ او مات نه دی لیدلی چې له مایوسۍ ورته نهیلي شو، بلکې امېد دا دی چې د ژوند په هر پړاو به مو د یارانو تر منځ هسکه غړۍ سیالي او یاري بدرګه کوي.
ننګرهار پوهنتون
۱۵ فبروري ۲۰۱۷
ننګرهار پوهنتون
۱۵ فبروري ۲۰۱۷