نقیب الله محسود

ژباړه: واحد فقیري

سرچینه : نیویارک ټایمز

د جنورۍ پر ۱۳ مه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو ادعا وکړه چي د داعش څلور مظنون جنګیالي ئې ووژل. د دې نظامي عملیاتو مشر، راو انور، وویل چي همدې جنګیالیو پر پولیسو باندي ډزي وکړې، او پولیسو هغوی په جوابي مقابلې کي ووژل.

سمدستي د وژل سویو کسانو عکسونه په سوشل میډیا کي خپاره سول،‌ او پاکستاني ټیلویزونونو هم د هغوی تصویرونه نشر کړل. د همدې وژل سویو کسانو د کورنیو غړو د تیلویزیون په پرده کي خپل د کور یو کس وپېژندی. هغه ۲۷ کلن نقیب الله مسید وو. نقیب الله مسید د وزیرستان د قبایلي سیمې اوسېدونکی وو. نقیب الله مسید لس ورځې مخکي د پولیسو لخوا توقیف سوی وو.

ښاغلي نقیب الله مسيد واده کړی وو، او یو زوی او دوې لوړڼي ئې لرلې. هغه په کراچي کي په راز راز کارونو بوخت وو، خو اوس ئې د خپل ورور په مرسته د کپړو دوکان خلاص کړی وو. نقیب الله مسعود دغه راز د فېشن شو یو ماډل هم وو. هغه به ښکلي او رنګین کالي اغوستل. ښایسته ورېښتان ئې درلول. ږېره ئې په خط کش جوړه کړې وه، او خپل عکسونه به ئې په فیسبوک کي خپرول.

د جنوري په همدې غمجنه شپه د نقیب الله مسعود د جسد عکس د هغه د فیسبوک پر صفحې راښکاره سو. کله چي ما د هغه عکس ولید، ما له ډیره قهره ټکان وخوړ، او سخت نا امیده سوم. ځکه ما او هغه چندان تفاوت نه لاره. هغه هم زما په شان یو ځوان پښتون وو، او په وزیرستان کي د یوه عبث جنګ څخه را تښتېدلی وو. وزیرستان یو فقیر او منزوي ځای دئ، او څو کاله کېږي چي په اصطلاح د تروریزم پر ضد د جنګ په مرکز بدل سوی دئ، او عموما په ميډیا کي «د جهان تر ټولو د خطرناکه ځای په نامه یادېږي.»

نقیب الله مسعود لکه ما غوندي په مسافرۍ کي غوښتل چي په کراچي کي د ځان لپاره یو ژوند جوړ کړي. په پاکستان کي له ښار او کلي څخه بل ځای کارکول قوې اراده غواړي، ځکه موږ پدې ښه پوهېږو چي په پاکستان کي د پښتنو سره د تبعیضي چلن او نژادي تشدد یو اوږد تاریخ پروت دئ.

په ۲۰۱۴ کي، د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کي د افراطیانو پر خلاف نظامي عملیات وکړل، او پدې عملیاتو کي قریب یو میلون محلي خلګ بې ځایه سول. د همدې بې ځایه سویو خلګو د بېرته ستنېدو پروسه په ۲۰۱۶ کي پېل سوه، خو نظامي مقاماتو د راستانه سویو خلګو لپاره نوي مقررات وضع کړل. که چیري تاسو غوښتل چي خپل کور او کلي ته ولاړ سئ، او یا مو غوښتل چي په وزیرستان کي ژوند وکړئ، تاسو د پاکستاني شناخته کارډ څخه علاوه نورو کاغذاتو او اجازو ته هم ضرورت لاره. تاسو مجبوره واست چي د وطن کارډ په نامه یو بل د هویت کارډ هم ولرئ.

ما خپل د وطن کارډ د مارچ په میاشت کي واخیست. زما په کارډ کي زما عکس او د نورو هویتي مشخصاتو تر څنګ د خیبر پاس عکس هم سته،‌ او دغه راز د شمالي وزیرستان د ایجنسي مخفف توري هم لیکل سوي دي. همدا کارډ ما او د همدې سیمي نور اوسېدونکي د نورو عادي پاکستاني اتباعو څخه بېلوي.

د ښاغلي نقیب الله مسعود د قتل څخه را وروسته، په تېره بیا کله چي دا هم روښانه سوه چي ښاغلی نقیب الله په یوه ساختګي سناریو کي وژل سوی دئ، په زرهاوو ځوانو پښتنو په اسلام اباد کي پراخو اعتراضونو ته مخه کړه.

د فبروري پر ۸ باندي زه هم له لاهور څخه ور وخوځېدم، څو د هغوی سره پدې مظاهرو کي برخه واخلم. په بس کي ما د خپل شخصي او سیاسي تاریخ په باب فکر کاوه چي څرنګه سیاسي واقعاتو زموږ ژوند ته شکل ورکړ، او موږ ئې دېته وهڅولو چي په زرهاوو ځوان پښتانه په یوه بې ساري اعتراض کي سره راغونډ سو، او له حکومته دا غوښتنه وکړو چي د پاکستاني اتباعو په څېر زموږ سره په عزت او مساوات چال چلن وکړي.

زه د ۱۹۹۰ په اخرو کلونو کي د شمالي وزیرستان په خوشحالي کلي کي زېږېدلی یم. زموږ پر کلي باندي شا او خوا تور او شنه غرونه راتاو دي، او زموږ کلی ۳۰ میله د ډیورنډ له کرښي څخه لیري پروت دئ. همدا کرښه د پاکستان او افغانستان تر مینځ په اصطلاح سرحد تشکیلوي.

پدې سیمه کي اکثره خلګ په کرهڼي بوخت دي، او په ژمي کي غنم او په دوبي کي جواري کري. ځيني په میر علي کي دوکانداري کوي. میر علي یو کوچینی ښارګوټی دئ، او قریب ۲۰۰۰۰ کسان ژوند پکښې کوي. زموږ په منطقه کي اقتصادي مشکلاتو زیات شمېر محلي ځوانان دېته اړ ایستلي دي چي خپل کور او کلي پرېږدي، او په نور سیمو کي نوکري پيدا کړي. زه صرف پنځه کلن وم چي زما پلار ډوبۍ ته د خوارۍ لپاره ولاړ.

ما پخپل خړ او د خټو په کور کي د خپلي مور، خور، او یو ورور سره یو ځای ژوند کاوه. موږ هر سهار د ملا پر آذان باندي راپاڅېدولو. تر لمانځه راوروسته به موږ بېرته خپل کورته ته راستانه سو، او د سهار ناری به مو وکړ. پاکستان به ښايي اټومي بم لري، خو زما د قام خلګ د سبا ناري لپاره کافي خواړه نه لري.

د کلونو په بهیر کي، د وزیرستان خلګو زما د پلار په شان له ډوبۍ څخه پیسې را استولې څو زموږ لپاره څه آرام ژوند برابر کړي. د ۱۹۹۰ په کلونو کي، د همدې پیسو په سبب د وزیرستان په زرهاوو شاګردان پدې وتوانېدل چي په خصوصي مکتبونو کي شامل سي. دا خصوصي مکتبونه د حکومتي خرابو مکتوبو په تناسب څو چنده بهتره ول.

زموږ مشکلات هله پیل سول چي طالبانو د ملا عمر تر مشرۍ لاندي په ۱۹۹۶ کي کابل فتح کړ. پدې وخت کي د مدرسو په زرهاوو طالبان د وزیرستان له لاري افغانستان ته ننوتل څو هلته د طالبانو سره یو ځای سي. په همدې لړ کي، زموږ د سیمي د مدرسو زیاتو شاګردانو افغانستان ته مخه کړه. کله چي به هغوی له افغانستان څخه بېرته راستانه سول، هغوی به زموږ په منطقه کي د طالبانو په شان ظالمانه شرایط وضع کړل، او هغوی غوښتل چي د افغانستان د طالبانو په څېر یو تور او وروسته پاتي نظام جوړ کړي.

د ۲۰۰۱ په دوبي کي، زما پلار وروسته له اوو کالو څخه له ډوبۍ څخه بېرته خپل کور ته راستون سو. هغه په میر علي کي یو دوکان خلاص کړ، او د موټرانو ټایرونه ئې خرڅول. هغه په ډوبۍ کي د ښو او لایقو ډاکټرانو او انجینرانو په باب په ارمان او حسرت خبري کولې. هغه هیله درلوده چي زه سبق ووایم، او یو ډاکټر سم.

زما د پلار له راستنېدو څخه فقط څو میاشتي را وروسته په امریکا کي د سپټمبر د یوولسمي حملې وسوې، او لدې سمدستي راوروسته په افغانستان کي د طالبانو رژیم رانسکور سو، او دغو تاریخي حوادثو هر څه بدل کړل. ځکه په افغانستان کي عرب او د مرکزي اسیا افراطیان په فرار کي ول، او زیاترو ئې په وزیرستان کي پټنځایونه پیدا کړل. د ۲۰۰۲ په وړي کي، د پاکستان پوځ د همدې افراطیانو پر خلاف نظامي عملیات پیل کړل. د پاکستاني پوځ د همدې عملیاتو په مخالفت کي ډیر محلي ځوانان د افراطیت لمن ته ولوېدل، او زیاترو ئې افراطي افکار خپل کړل.

زما پلار زموږ د ژوند په باب اندېښمن وو، ځکه هغه نه غوښتل چي موږ پدې جنګ کي راګیر سو. د ۲۰۰۴ په پسرلي کي زه او پلار مي یو ځای پېښور ته ولاړو څو هلته مکتب شروع کړم. په همدې وخت کي به ما هره ورځ د خپل کورنۍ او ملګرو په باب فکر کاوه چي ایا هغوی به په امن کي وي او کنه. په اخبارونو کي به د وزیرستان د تشدد او جنګ په اړه راز راز رپوټونه خپرېدل. او په هفتو هفتو به موږ نه سوای کولای چي خپل کلي ته ټیلوفون وکړو.

کلونه کلونه همدا عبث جنګ روان وو. افراطیانو به د پاکستان د اردو پر اډو او کاروانونو باندي حملې کولې او هم به ئې د سړک د غاړي بمونه ورته ښخول. په مقابل کي به د پاکستان پوځ د هغوی پر ضد بمباري کوله، او هم به ئې هاونونه او توپونه ور باندي اورول. پدې وخت کي زموږ په سمیه کي نوي هدېرې جوړي سوي. د کفن او تابوت جوړولو کاروبار کش وکړ. ملکي کسان لادرکه سول، او زیاتره ملکي کسان د پاکستان د پوځ او افراطیانو لخوا وژل کېدل.

په ۲۰۰۹ کي، جمهورریس اوباما په افغانستان کي د امریکايي قواوو شمېر زیات کړ، او په ګرده وزیرستان کي ئې د القاعدې او طالبانو پر خلاف د ډرون حملې هم زیاتي کړې. د لندن د تحقیقاتي ژورنالیزم د موسسې په اټکل د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ په کلونو کي د امریکا د ډورن بمباریو قریب ۲۵۶ او یا ۶۳۳ ملکي کسان وژلي دي، او څه د پاسه ۱۸۲۲ او یا ۲۷۶۱ افراطیان ئې قتل کړي دي.

کله چي په ۲۰۰۹ کي د دوبي په رخصتیو کي زه کور ته ولاړم، ما د ډورن لومړۍ حمله ولیده. یوه شپه کله چي زه د ستور د ډک اسمان لاندي پر کټ باندي پروت وم، ناڅاپه د یوې چاودني هیبتناکه ږغ له خوبه راپاڅولم. ما هڅه وکړه چي ځان سره راټول کړم. پدې وخت کي زما اکا راباندي ږغ وکړ: «ډرون! د ډورن حمله ده.» پدې وخت کي د دوو نورو چادونو ږغ راپورته سو. زما اکا زه د کلي مینځ ته بوتلم، او هلته زیات خلګ راغونډ سوي ول.

زموږ په کي کلي کي پر یوه کور حمله سوې وه، او هلته اور بل وو. په عادي حالت کي به موږ هلته د کومک لپاره ورغلي وای، خو د ډورن د بلي حملې له ډاره موږ دا کار و نه کړای سو، او نه هم زخمیان روغتون ته رسول. ما سهار د دریو افراطیانو جسدونه ولیدل. د ډرون حملې د هغوی بدنونه ټوټه ټوټه کړي ول، او لدې وروسته ما په شپو شپو خوب نه لاره.

بس څه سر مو پر له ګرځوم، کله چي زه په پېښور کي له مکتبه فارغ سوم، ما په ۲۰۱۰ کي په لاهور کي په یوه پوهنتون کي ځان شامل کړ، او هلته مي د ادبیاتو رشته غوره کړه. لاهور یو ښکلی او رنګین ښار دئ، د جنګ ځپلي پېښور او وزیرستان سره مځکه او اسمان فرق لري.

څرنګه چي زه یو پښتون یم، او د وزیرستان یم، همدا سبب سو چي د پاکستان حکومت زه هم خپل هدف وګرځولم. کله چي زموږ سیمه د تحریک طالبان پاکستان اډه وګرځېدله، زما سره هم د ریاست تبعیض زیات سو، او زه د مظنونو خلګو په جمله کي حساب سوم.

یوه شپه په پوهنتون کي پولیس زما د لیلې کوټې ته ناببره راننوتل. پدې وخت کي، زما سره درې نور محصلینو هم ژوند کاوه، او هغوی ټول پنجابیان ول. کله چي پولیسو زما د هویت کارډ وکوت، هغوی زه یوې څنډي ته کړم، او زما کتابونه او نور سامان الات ئې د جنايي شواهدو د پیدا کولو په مقصد وپلټل.

خو په دې وخت کي، ما په لاهور کي نوي ملګري پیدا کړي ول، له تکړه او الهام بخښونکي استادانو سره مي اشنايي سوې وه، او په مختلفو اجتماعي او اکاډمیکو محلفو کي مي ګډون کاوه. پدې وخت کي ما فکر کاوه چي یوه نوي جهان خپله غېږه راته خلاصه ده، او نوي افقونه راته پرانیستل سوي دي.

زما پلار د پخوا په شان په میر علي کي خپل دوکانداري کوله. پدې وخت کي هغه نور ټایرونه نه خرڅول، بلکي هغه اوس یو پښ وو. په ۲۰۱۳ کي یوه شپه ما په خپل پوهنتون کي تیلویزیون کاته، د تیلویزیون خبریال وویل چي پاکستاني جنګي طیارو د میر علي بازار بمباري کړ. له نېکه مرغه، د بمباري پر وخت زما پلار پخپل دوکان کي نه وو. خو سمدستي په دا بله ورځ زما فامیلي د نورو کلیوالو په شان وزیرستان خوشي کړ، او د بې ځایه سویو خلګو د کاروان سره یو ځای دره اسماعیل خان ته ګډه سول. دره اسماعیل خان له پېښوره قریب ۱۸۰ میله لیري پروت دئ.

شپږ میاشتي وروسته د ۲۰۱۴ په جون کي، د پاکستان حکومت زموږ په سیمه کي بل نظامي عملیات پیل کړل چي په نتیجه کي قریب یو میلون انسانان د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ځایه سول. خلګو خپل کورونه خوشي کړل، او صرف د تن په جامو کي له خپلو کلیو او کورونو څخه فراره سول. اکثره په خیبر پښتونخوا کي دیره سول.

لدې څخه یوه هفته وروسته زه بنو ته ولاړم. په بنو کي ما د وزیرستان بې ځایه سوي خلګ ولیدل چي پر سړکانو باندي پراته ول. ما د غواوو،‌بزو، او پسونو مړه او خوسا سوي جسدونه هر ځای ولیدل، ځکه هغوی د سختي ګرمۍ او د اوبو د نشتوالي له کبله تلف سوي ول. په بې ځایه سویو خلګو کي مالریا او نور امراض ګډ سوي ول، ځکه پدې وخت کي نظافت نه مراعاتېده، او غوماشو امراض خورول. اکثرو بې ځایه سویو خلګو د دوو یا درو کالو په مدت کي په سختي ژوند کاوه.

قریب درې کاله وروسته زه پدې وتوانېدم چي خپل کور ته ولاړ سم. د تېر مارچ په میاشت کي، زه پدې وتوانېدم چي د وطن کارډ واخلم، او همدې کارډ ما ته د دې فرصت راکړ چي خپل کلي، کور، او وزیرستان ته سفر وکړم. کله چي ما د خپل کارډ د اخیستلو لپاره په نظامي اډې کي انتظار کاوه، ما د خپلي سیمي یو زوړ کس ولید. هغه راته وویل، «وزیرستان یو داسي باغ ته پاته کېږي چي ژلیو او توپان وهلي وي. هلته هر څه تباه سوي دي.»

موږ په یوه نظامي ټرک کي میر علي ته ولاړو. د سړک پر دواړو غاړو باندي د جنګ او بمباري اثار له ورایه ښکارېدل. د خلګو کورونه او جونګړي سوځل سوي وې، او زیاتره په مرمیو خراب سوي ول.

قریب نیم ساعت وروسته موږ یوې پراخي او تخریب سوي سیمي ته ورسېدلو. همدا زموږ ښارګوټي میر علي وو. د سبزیو دوکاونه، کتاب پلورنځي، او نور دوکانونه چي زه پکښې ستر سوی وم، ټول ویجاړ او برباد سوي ول. ما هغه ځای هم ولید چیري چي زما د پلار دوکان پرې آباد وو. پدې وخت کي کارګرانو مات شیان ټولول. خښتي، ګاډران، ماتي چوکۍ او زما زړې خاطرې په لاریو کي انتقالېدې. پدې تخریب او تباهي زما ټولي خاطر هم تباه سوي وې.

زه مازیګر نا وخته خپل کلي، خوشحالي،‌ ته ورسېدم. هلته ما یوه کورنۍ ولیده چي کور ئې په بمباریو کي تباه سوی وو، او دوی په خیمه کي ژوند کاوه. زما پلار د خپل دوکان تر خرابېدو راوروسته فیصله وکړه چي بیا وزیرستان ته ستون نه سي. ما د خپلو دوستانو سره څو ورځي تېري کړې، او هغوی ما ته د جنګ په باره کي وحشتناکه کیسې وکړې. هغوی د خپلو تکلیفونو په باب معلومات راکړل. زموږ پدې مجلسونو کي آینده ژوند ته د امید هیڅ څرک نه لیدل کېدی.

د ښاغلي نقیب الله مسعود قتل یوه داسي مهمه حادثه سوه چي په زرهاوو پښتانه ئې دېته وهڅول چي اسلام اباد ته مخه کړي، او د ۱۶ کلن ناورین پر خلاف خپل خفه سوي اوازونه اوچت کاندي.

پدې پرلت کي اعتراض کونکو یوه ترانه زمزمه کوله. پدې سندره کي د پاکستان په اسلامي جمهوریت کي د نابرابرو اتباع حال بیان سوی وو. دا ترانه داسي شروع کېدله. دا څنګه ازادي ده؟ او دا څنګه ازادي ده؟

پدې مظاهره کي ما په زرهاوو وکیلان، پروفسوران، او ډاکټران ولیدل. زاړه او ځوانان مي ولیدل. ګڼ شمېر نارینو او ښځو برخه پکي اخیستې وه. د پرلت په بهیر کي موږ د یو بل سره د خپل مظلومیت کیسې سره شریکي کولې، او د پښتنو سره د ظلم او سپکاوي خاطرې مو سره تبادله کولې. موږ ټولو پدې تپل سوي جنګ کي خپل خپلوان او یا هم دوستان له لاسه ورکړي ول. غیر قانوني توقیفونو، له قانونه بهر قتلونو، په خیبر پښتونخوا کي بې ځایه کېدل، بار بار مهاجرتونو، د کورونو تباه کیدل، د کوچینانو وژل کېدل او معیوبېدل، ماینونو، او د ریاست راز راز بې عدالتیو زموږ پر قهر باندي لا نور تیل پاشل.

د اسلام په اباد په پرلت کي، یوې سواتۍ مېرمني کیسه کوله چي دوه زامن ئې هله په کراچي کي لادرکه سول چي د پولیسو مشر راو انور ګرفتاره کړل. راو انور هغه  افسر دئ چي د ښاغلي نقیب الله مسعود په قتل کي هم لتاړ دئ. همدا پښتنه مور د خپلو زامنو په غم کي په دواړو سترګو ړنده سوې وه، او هغې ویل چي د پاکستان له حکومت څخه ئې د مرستي غوښتنه کړې ده،‌ خو هیچا ئې ږغ نه دئ اورېدلی. هغې وویل، «زه اوس په دواړو سترګو ړنده یم، او که چیري خپل زامن پیدا هم کړم، زه به د هغوی مخ و نه لیدلای سم، مګر زه به خپل زامن پر بوی وپېژنم.»

By Quetta

One thought on “ځوان پښتون او پاکستان/ رضا وزير”
  1. ډېره په زړه پورې لیکنه او ژباړه ده . له ښاغلي واحد فقیري نه ډېره مننه .
    البته دوبۍ د عربي متحده اماراتو یو امارت دی او عربي کلیمه ده ،
    په عربي کې « ډ » توری نشته نو مونږ هم ورته « دوبۍ » وایو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *