۳-۱. ناندرې

    دروازه خلاصه شوه. اسمعيل، ذبيح او ليمې درې واړو په مڼدو ځانونه ببو ته ورسول او د هغې غېږې ته وغورځېدل. ورپسې ابراهيم په وره کې راښکاره شو او بیا زرمينه راننوته. زرمينې د معصومې په لاس کې دسمال ته وکتل چې خامک یې په کې گنډل. بيا يې پر تاخچې باندې لوښو ته وکتل، سوړ اسويلى يې وکیښ. خوله يې خبرو ته جوړه کړه؛ خو څه يې ونه ويل.

ببو ابراهيم ته وويل: زويه! نوکري ته دې نه ځې؟  پرونم نه وې تللى.

    ابراهيم وويل: ببو، نن خو جومه ده.

    _ وي، زويه د ورځو حساب رانه ورک دى. خير ما وې زويه که د ما يې منې، نور نو چلسیتون ته مه ځه.

    _ ولې ببو؟

    _ ته يې نه وينې؟ څه حال دى؟ پرون چې څو پورې بېرته راتلې، زما په زړه يو خداى خبر و. ريښتيا هغه د وينو کیسه خو دې ونه کړه؟

    جمال په دالان کې وټوخېد، له هماغه ځايه يې غږ وکړ: ابرایيمه راغلى يې؟

    ابراهيم ځواب ورکړ: هو، راځه انډيواله.

    یوه ډنګر لاس د وره پېړه پرده لرې کړه، جمال راننوت. ابراهیم یې خپل څنګ ته وروباله: راشه، دلته کېنه.

له کېناستو سره سم یې پوښتنه وکړه: ښه نو په چلستون کې څه خبرې وې؟

         ابراهيم ورته د تېرې ورځې کيسه په شد و مد وکړه. خو دا ځل يې د بېگاه په شان رنگ ونه تښتېد او د غږ او شونډو رپېدا يې هم پرون غوندې زياته نه وه.

    ببو، چې د څادر په پيڅکه يې اوښکې وچولې، په ژړ غوني غږ وويل: زويه، خداى دې تا راته ژوندى لري. مال به بيا پيدا شي؛ خو که خداى مکړه …

    ابراهيم جمال ته سترګک وواهه، ببو ته یې وويل: ببو څه وکم نو، دغې نږور دې خپلو چيني لوښو پسې لېږلى وم.

    زرمينې ژر ځواب ورکړ: زه نو څه خبره وم چې داسې به کېږي. بيا په لوښو خو به تاسې ښه ښکاره شئ، يوازې ځان ته خو مې نه دي راغوښتي.

    ابراهيم د هغې د نورو خبرو مخه ونيوله، ویې ویل: ببو، څه وکو؟ همدا مو د ژوند سرمايه ده. اوس وگوره هغه د مسو ديگونه يې ټول وړي دي.

    ببو بيا خپله خبره تکرار کړه: مال خو د سړي د لاس پيدا دى، مال سړى نه پيدا کیي.

    ابراهيم وويل: سمه ده ببو. چې ريښتيا ووايم نو زه يې هم ډارولى يم. بيا يې د خپل لاس ساعت ته وکتل: نه بجې دي. زه به لاړ شم، که د صوفي کريم د کور پته مې پيدا کړه. يو چا خو ويل چې په بېمارو (بي بي مهرو)  کې اوسېږي.

    جمال وویل: زه بم لاړ شم، د سماوات د پاره به لرګي مات کم.

دوی چې لاړل، زرمينې معصومې ته تندى تريو کړ: ميرات دې شي دا دومره دسمالونه. چا ته يې گنډې؟ ښه د رېبارانو کتار خو دې د دروازې شاته ولاړ دی. دومره دې له لاسه نه کېدل چې دا لوښي ځاى په ځاى کې.

    معصومې ببو ته وکتل. هغې پر شونډو باندې گوته کېښوده چې څه مه وايه.

معصومې وويل: ما خو تا ته پرېښودل چې پخپله راشې. چې بيا راته ونه وايې چې ولې دې دلته ايښي، ولې دې هلته نه دي ايښي؟ ستا خو بيا ډېرې نخرې زده دي.

ستن يې په دسمال کې ښخه کړه. ولاړه شوه. دسمال یې د کالیو په سر کېښود، ويې ويل: هه، وايه چېرته يې ږدې؟

    زرمينې هېڅ ونه ويل . د کوټې په گوټ کې يې د لرگين صندوق سر خلاص کړ. دوې بخڅې يې ترې راوايستې. بیا پاڅېده د تاخچې له سره یې د چیني کاسو یو درځن راکښته کړ. په کراره یې په صندوق کې کېښود. معصومې ژر ژر د هماغه ګل نورې کاسې، غورۍ، پيالې او نور لوښي راکښته کړل او د زرمينې څنگ ته يې کېښودل.

    دغه شان لانجې هره ورځ د معصومې او زرمينې تر منځ کېدلې. ببو هرکله معصومې ته ويل: «هغه خو خداى وهلې، ژبه يې همداسې ترخه ده؛ خو ته ورته اوسيله وکه» خو معصومې به کله کله د ببو په خبرو سر نه گرځاوه او له زرمينې سره به يې ښه برابره ژبه وهله. د کابل حالات هم د دوې د کور په څېر وو، هره ورځ جگړه.

تېره برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *