محمد ابراهیم سپېڅلی

خپله زړه خوله يې له سره لیري کړه، خیرن او چاودلي لاسونه يې پر مخ تېرکړل

ځونډی سږکال پنځلس کلن سو.

کله ناکله په ماته هنداره کي خپل مخ ته ګوري  او په زړه ږمنځ د سر خیرن ویښتان هم ږمنځوي.

ځونډي سبق نه دی ویلی، ځکه د کلي په نړېدلي مکتب کي له ډیره وخته د پولیسو پوسته ده.

په هفته کي دوې یا درې شپې خامخا پر دغه پوسته  وسله وال بریدونه کوي.

ځونډی له ټکانو او مرميو سره عادت دی او تر هري خبري يې د « جنګ» کلمه ډېره اورېدلې ده

دی هره ورځ سهار وختي له کوره، د ځوزانو ټولولو لپاره د غره لمني ته ځي.

نن سهار، چي له کوره راوتی، زړه يې نه غوښت، چي د کور لپاره ځوزان راوړي، خو مورکۍ مجبور کړ،ځکه په کور کي يې د لګولو او پخولویوه خاشه نه وه.

اوس، چي نیمايي ورځ تیره ده ،خورا خوشحاله دی، ځکه په ټوله هفته کي يې دومره زیات ځوزان نه وو ټول کړي.

ځونډي د ځوزانو غوزی ټینګ وتړی او یوڅو ګړیه په سپېرو خاورو کي وغزیدی، چي هوساسي.

ښه ډیره هوسایی وکړه او له راولاړیدو سره سم يې د ځوزانوغوزی په شا کړ.

غوزی نن ډېر دروند دی، خو دی يې په کیسه کي لاهم نه دی او له ځان سره وايي « مورکۍ به څونده خوشحاله سي»

ځونډی، چي څلورکلن و، پلار يې په ړندو بمباریو کي د لسو نورو کلیوالو سره یوځای شهید سو.

هغه عجیبه درنه شپه وه ! تراوسه د ټولو کلیوالو په یاد ده ، جګړه په یوه سیمه کي وه، خو الوتکو پله بله سیمه کي د ملکي خلکو پر کورونو بمونه وغورځول.

کلیوال کیسه کوي، په هغه شپه  یوازي په دې نژدې کورونو کي پر شهیدانو سربیره تر پنځوس زیات کسان، چي ښځي، کوچنیان او سپین ږیري هم پکښي وو، ټپیان سول.

ځونډی د هغې شپې راهیسي د کونډي مور او پنځو خویندو د ژوند یوازینی امید دی.

ده د مورکۍ دخوشحالۍ په هیله دروند غوزی په شا کړی او ګړندي ګامونه اخلي، زړه يې غواړي  ژر کورته ځان ورسوي او د مورکۍ خوشحالي وویني.

فکر وهي، کورته چي ورسم موربه مي څومره خوشحاله سي !؟

په دې چرتونو کي روان دی، چي ناببره يې پښه پر ښخ سوي ماین لګیږي او له درنې چاودني سره یوه تانده ځواني، د مورکۍ د زړه یوه نازکه ټوټه، د یوې کورنۍ د ژوند یوازینۍ هیله اود یوې پېغلي د زړه ارمان له خاورو سره خاوري سو.

ځونډی د مرګ سلګۍ وهي، خو څوک نه سته، چي سريې په غېږکي ونیسي، څو ځله يې خوله پرانیسته اخر يې سترګي د تل لپاره پټي کړې.

د غوزي ټول ځوزان دانه دانه یوې اوبلي خواته په وینو سره پراته دي، لکه د ځونډي ارمانونه.

۱۶ – ۱۲ – ۲۰۱۶

کندهار ښار، چوڼۍ

————

یادونه: د کندهار د بشري حقونوپه کمیسون کي د ماشومانو د څانګي مسؤلین وايي، په تیرو اتو میاشتو کي ۹۹ تنکي ځوانان ښخ کړل سویو ماینونو ټپیان کړي او ۵۹ نور يې وژلي دي.

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په ۳۹۶یمه ګڼه کي هم خپورسوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *