د غونډۍ په لمن کې یې ستما وه. ملا ته یې لاس ونیو. سترګې یې سره وروستې. خوله یې خلاصه پاتې وه. چې لږ دمه یې جوړه شوه پر غونډۍ یې نظر تیر کړ، یوه جوړه د غونډۍ ترنیمایي رسیدلې وه:
« په ځواني کې ولې ډیر نه ورپورته کیدم»
د غونډۍ پر سر د ونې تر شا لمر راښکاره شو:
« پخوا دا ونې څومره کۍ وې»
د چشمو ښیښې یې پر لمن پاکې کړې بیا غونډۍ ته ځیر شو. د هلکانو غږ شو په کاغذباد پسې غونډۍ ته په منډو ورختل. ده ورغږ کړل:
« احتیاط کوئ، احتیاط کوئ…»
لکه ترژبې لاندې چې بڼیدلی وي، د هلکانو چیغې لوړې شوې. د هغوی له پښو رالټیدلیو خاورو ته یې سترګې ترخې شوې، شا یې ورواړوله، مخ پر ځوړ روان شو، د هلکانو د ګامونو دربا ورو ورو کمیده او ورکیده.
پای