خوشحاله اوسېدل د ژوند اصلي غوښتنه ده او هرڅوک غواړي خوشحال او هوسا ژوند ولري، په دې مطلب کې یوولس هغه عادتونه درته وړاندې کوو چې خوشحاله اشخاص يې په ورځیني ژوند کې ترسره کوي. خوشحاله اوسېدل د همیشنۍ عاطفي لپاره اړین دي بلکې کله، چې تاسې خوشحاله یاست نو یو برلاسی شخص به هم یاست.
هغه کوم عادتونه دي چې خوشحاله اشخاص يې کوي؟
١ــــــــ هغوی خپل ځان او نورو ته په احترام قایل دي:
هغه اشخاص چې همیشه خوشحاله وي پر دې پوهېږي، چې له نورو سره څه ډول چلند وکړي او دوی په دې هم پوهېږي چې باید د خلکو چلند د دوی پر وړاندې څه ډول وي. دېته زیاته پاملرنه کول چې څه ډول باید له نورو سره چلند وشي او اړیکې ورسره برقراري شي تاسې ته د بریالي کېدو چانس او موکه په لاس در کوي.
٢ــــــــــ هغوی په ځان باور لري: هیڅ کس نه شي بریالی کېدلی مګر دا چې د خپل ظرفیت په برابر پر هر څه باور ولري.
٣ـــــــــ هغوی د څه له امله شکر ایستونکي دي، چې لري يې: څومره چې یو انسان شکر ایستوونکی وي نو منفي فکرونه يې له فکر او ذهن نه لري وي او دا چاره تاسې په یو خوشحال تبعه شخص بدلولی شي.
٤ـــــــــــ د هغوی نېږدي ملګري هم خوشحاله اشخاص دي: اسانه او ساده لاره چې کولی شو ښه عادات کسب کړو دا ده، چې اخلاقې او د ښو خصوصیاتو لرونکي اشخاص خپل نېږدي ملګري وټاکئ.
٥ـــــــــــ هغوی ډیر کم تلویزیون ګوري: کله چې تاسې تلویزیون ګورئ نو په یوه مقیده ژوند کې ځان احساس کوي او دا تاسې ته د سکون مخنیوی کوي، په اسانۍ او نورماله توګه له خپلو دوستانو سره اړیکې نه شئ ټېنګولی او د هغه څه انتظار باسئ چې اتفاقي ستاسې مخته راځي. له خپلې واقعې زنده ګۍ او ژوند نه خوند نه شي اخیستی نو له ډیر تلویزیون لیدلو نه ځان وساتئ.
٦ــــــــــــ هغوی داسې اشخاص نه دي چې کارونه په نېمه کې پرېږدي: هغه کسان چې همیشه خوشحاله وي په اسانۍ سره درک کولی شي، چې لویه لاسته را وړنه په دې کې ده چې کار باید نېمګړی پاتې نه شي. دوی باوری او مطمئن وي د ژوند په ټولو چارو کې له همدې ډول عادت نه ګټه پورته کوي.
٧ــــــــــ هغوی د معنی لروونکو اړیکو په همېشه والي تاکید کوي: هیڅ کله انسان د آرام او سکون احساس نه شي کولی تر څو يې شاو خوا افراد ښایسته او باوري نه وي. دا ډول اړیکې او دوستۍ تاسې هغه مهال له فشار نه ساتې چې تاسې په یو ډول ګنګس کېږي او نه پوهېږئ چې څه وکړي.؟
٨ـــــــــ هغوی د تغیر رامنځته کلولو لپاره مختلفې لاري پلټې: کله چې یو کار ترسره کوي او هغه نتېجه نه ورکوي او تاسې هم همداسې ادامه ورکوئ نو هیڅ مهال د پایلي انتظار ایستل نه دي پکار. د نوو او جالبو پایلو تر لاسه کولو لپاره مختلفې لاري د ستونزو حل لپاره وګورئ نو حله به بریالي یاست.
٩ــــــــــ هغوی د هغو کارونو په پریښودو کې ډیر ذکي دي چې د ارزښت وړ نه دي: د ناوړه کړنو پریښودل یو مهارت او تجروبه ده، دا مهمه نه ده چې څومره دا کار سخت دی، د دې عمل لپاره مهمه ده تمرین او تکرار تاکید وشي او دا د منفی فکرونو کړونو پریښودو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.
١٠ـــــــــــ هغوی ډیر امر مننونکي وي: ښه شخص اوسیدل هر وخت اسان نه دي مګر دا چې تاسې امر مننونکي اشخاص شي ځکه لوړه حوصله او صبر د ښه شخص کیدو یو لوړ معیار دی.
١١ـــــــــــ هغوی د دې لپاره هڅه نه کوي، چې د نورو له امله يې روابط جریان ومومي: ظاهري ملګرتیا کول د ژوند نه د خوند اخیستلو مخه ډپ کوي او په واقعي ژوند کې د ستړیا احساس رامنځته کوي. خپله هڅه وکړئ ملګري وټاکئ او خپله ورسره اړیکې ټېنګې کړي. هغه اشخاص چې په ژوند کې خوشحاله دي اصلأ يې دا موضوع ښه درک کړي ده.