نانسي دوپرې

عکس د نانسي دوپرې دی.

تاند- که څه هم اوس چې بهرني پوځیان له افغانستانه په وتلو دي او له همدې کبله هم ډېر لږ بهرنیان افغانستان ته د تګ لپاره زړه ښه کوي مګر هغوی چې پخوا دې هیواد ته تللي نه غواړي چې له افغانستانه ووځي.

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې له هغو بهرنیانو سره خبرې کړي چې کلونه وړاندې افغانستان ته تللي، په دغه هیواد کې مېشت شوي او نور ورته ځانونه افغانان ښکاري، که څه هم افغانان یې پردي بولي.

ګارډین ورځپاڼه، چې په بریتانیا کې چاپېږي، لیکي: یو وخت خلک (بهرنیان) افغانستان ته د سیاحت او سوداګرۍ لپاره تلل خو اوس یوازې هغه بهرنیان چې له ملکي پروژو یا نړیوالو مرستندویو ادارو سره کار کوي، عسکر دي او یا عسکونه اخلي، دې هیواد ته تګ راتګ کوي.

یو شمیر داسي بهرنیان هم شته چې د افغانستان له طبیعت، تاریخ، دود، کلتور او خلکو دومره متاثره دي چې نور هم زړه نه غواړي له دې هیواده د بېرته لاړ شي.

د داسي کسانو په منځ کې یوه هم د کابل پوهنتون د کلتوري مرکز مشره میرمن دوپرې ده چې څو لسیزې پخوا افغانستان ته تللې ده. د هغې فقید خاوند، چې په افغانستان کې د امریکا د دولت کلتوري استازی و او د افغانستان د تاریخ او وګړپېژندنې په اړه یې څو کتابونه لیکلي، په اویایمه میلادي لسیزه کې له خپلې ماندینې نانسي دوپرې سره کابل ته لاړ.

مېرمن دوپرې د ګارډین خبریالې ته ویلي:« موږ دلته له داسې منورو کسانو سره وپيژندل چې ښکلې جامې یې اغوستې او د مدرنو خلکو په څير به یې خپلې میرمنې ورسره ګرځولې.

میرمن دوپرې او د هغې خاوند کلونه – کلونه د هندوکش په شاوخوا کې د پخوانیو تمدنونو د اثارو د موندلو او مطالعې لپاره په سفر تیر کړل او کله چې افغانستان د پخواني شوروي د پوځونو له لوري ونیول شو دواړه پېښور ته ولاړل او هلته بیا میرمن دوپرې د افغان کډوالو لپاره کار پيل کړ.

د نانسي دوپرې خاوند ډير کاله مخکې مړ شو او دا اوس د کابل پوهنتون فرهنګي مرکز چلوي.

په دې مرکز کې هغه تاریخي اسناد او عسکونه هم ساتل کېږي چې نانسي دوپرې او خاوندې یې لسیزې پخوا راغونډ کړي دي.

نانسي له ګارډین سره په مرکه ویلي، که څه هم وضعیت ډير ښه نه دی، خو زه راتلونکې ته خوشبینه یم ځکه اوس ځوانان ږغ پورته کولای شي.

الکساندر لیفنیڅ یوريفیچ
الکساندر لیفنیڅ یوريفیچ

بل بهرنی، چې نه غواړي له افغانستانه لاړ شي، الکساندر لیفنیڅ یوريفیچ دی.

نوموړی د شوروي پوځونو د یرغل په کلونو کې افغانستان ته د عسکر په توګه راغلی و او اوس ټکسي چلوي.

 بل تن چې ګارډین خبرې ورسره کړې، فزیوتراپیسټ “البرتو کایرو” دی چې تر اوسه یې یو لکو دیرش زره افغانان په خپل کتنځي کې معاینه کړي دي.

البرتو کایرو په ایټالیا کې زیږیدلی او حقوق یې ویلي خو وايي چې په دیرش کلنۍ کې وپوهید چې نه غواړي خپل ټول ژوند په محکمو کې تیر کړي.

دی وايي، که څه هم له هغو کسانو سره چې د بدن غړي یې په جګړې کې غوڅ شوي کار کول اسان نه دی خو ما په افغانستان کې داسې احساس نه دی کړی چې زه بې ځایه یم.

البیرتو کایرو افغان معیوبانو ته باسکټبال ښيي
البیرتو کایرو افغان معیوبانو ته باسکټبال ښيي

 ګارډین ته ویلي:« زه پوهیږم چې هیڅکله به هم افغان ونه ګڼل شم، خو که څوک پوښتنه راڅخه وکړي چې کور دي کوم دی، زه وایم کابل دی. دا هغه ځای دی چې زه غواړم پکې ژوند وکړم.”

عکاسه هیرومي یوشي وايي، د کوچیانو د ژوند په اړه یې د یوه کتاب تر لوستو وروسته افغانستان ته د تګ تکل وکړ او له تیرو شلو کلونو راهیسې په دې هیواد کې اوسي.

هیرومي یوشي د جاپان د کیوټو ښار ده او ګارډین ته یې ویلي، ما افغانستان یوازې په کتاب کې لیدلی و نو اول وار چې راغلم باور مې نه شو کولای ځکه ما تر دې مخکې جګړه نه وه لیدلې. هیرومي ګارډین ته په مرکه کې ویلي کله – کله ستړیا احساسوم خو غواړم چې دلته پاتې شم. دا زما کور دی. موږ پر روښانه راتلونکې باور لرو.

هیرومي یوشي
هیرومي یوشي

دا لا هم ژورنالستیکو کارونو ته دوام ورکوي او د دې په مرسته په جوړه شوې پروژه کې سل تنه افغانان په کار بوخت دي.

5 thoughts on “ځیني بهرنیان چې ځانونه ورته افغانان ښکاري نه غواړي چې له افغانستانه ووځي”
  1. افغانستان په رښتيا هم د خوښې وړ هیواد دئ ، کومه مينه او میلمه پالنه چې په افغانانو کې ده د دنيا په ډېرو کمو هیوادونو کې ليدل کيږي خو د ډېر افسوس ځای دئ چې افغانستان د ځينو نا اهله بچيانو له لاسه په جهنم بدل اود مجبورۍ او کفري ټاپو له لاسه مجبور شول خپله ګرانه خاوره پريدي اروپايي او امريکايي هیوادونو ته پناه یوسي چی په سلهاو ښځې ، ځوانان او ماشومان په لویو سیندونو کې د ماهیانو خوراک شول

  2. اصلي أرخ ءي بايد ولتول شي جه استخدام شوي خلق نه وي داسي خلق دير خطرنا كه وي.

  3. افغانستان ډیر ښایسته ځای وه او ډیر ښایسته خلک یی درلودل خو مجاهدینو هر څه تباه او بربادکړل او مولایانو خو ټولې کلتوري بڼې له مینځه وویستې (د مثال په ډول: پخوا به په کلیو کې ښځو لوی ټیکري په سر کول او خپلو سړو ته به یی ډوډۍ پټي ته وړله او هیڅوک هم نه وه چې په بده سترګه ور وګوري د بل چا ښځینه وته، خو اوس په کلیو کې هم ښځې چادریانې اغوندي او هلکان او سړیان یې حتی پښو ته ګوري او رډ رډ به ورګوري)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *