تاند- د افغانستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د دوشنبې په ورځ به په اسلام اباد کې د دوی او د امریکا او چین د استازو په ګډون د سولې د بهیر د پر مخ بېولو لپاره غونډه جوړه شي.
دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی به په دې خبرو کې د افغان پلاوي مشري وکړي او د پاکستاني لوري مشري به د دغه هیواد د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر عزیز چودري په غاړه وي.
په همدې حال کې د طالبانو سرچینو ویلي چې د دې ډلې ځیني فراکسینونونه په دې غور کوي چې د اسلام اباد په غونډه کې ګډون وکړي.
د دوشنبې د ورځې غونډه به د تېر کال له جولای میاشتې را په دې خوا د سولې د پروسې د بیا پیلېدو لور ته لومړنی عملي ګام وي.
تراوسه لا سمه جوته نه ده چې ایا طالبان په دې خبرو کې رسماً ګډون کوي او که یې نه کوي.
حتي که طالبان په غونډه کې برخه واخلي هم معلومه نه ده چې هغوی به د طالبانو د تحریک استازیتوب وکړای شي او کنه.
پاکستاني او لوېدیځې سرچینې وايي چې د طالبانو مهمو عناصرو ویلي چې دوی غواړي چې بالاخره خبرې وکړي.
د لویدیځو رسنیو د راپور پر اساس د طالبانو یوه قوماندان وویل چې د خبرو لپاره د دوی له لوري په غوره شویو استازو کې دوه تنه په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي دي. خو څو نورو طالب مشرانو په دې اړه محتاط نظر څرګند کړ.
د پاکستان په کوټه ښار کې د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي وویل:«موږ به وروسته له دې خپل استازي د خبرو لپاره غوره کړو چې د څلورو هیوادونو د استازو له لوري د خبرو د ځای، وخت او شرطونو په باب پرېکړه وشي.»
په همدې حال کې ویل شوي چې د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ ډلې تیاري ښودلې چې د اسلام اباد په خبرو کې ګډون کوي.
د افغانستان حکومت او امریکا د سولې په پروسه کې د طالبانو د ټولو ډلو د استازو د ګډون غوښتنه کوي.
پر انګریز ، جنګریز، هر خونریز دی سره کیني هسي دی یوه فیصله وکړي تر څو دوطن پاته عزت لوټ نه شي او طالبان هم نور نو سرې غرمې ته وزي ځکه له یوې خوا داعش، له بل لوري خپل مینځي اختلافات، بل پلو دپاکستان دفشار او هلته دهستوګنې رسوایئ،،،،،،،،،،،،، الله دی زموږ دټوکر ټوکر ملت پر حال رحم وکړي.